ولې حشرات دڅراغ خوا ته الوزي؟

هغه حشرات چې د شپې لخوا په حرکت کې دي، د څراغ رڼا يې ځان ته نه رابولي بلکې د څراغ رڼا يې سترګې ړندې کوي .د دوی سترګې دانسان دسترګو په نسبت تقريبأ 1000 وارې حساسې دي  .
يو څراغ چې 10 کيلومتره لرې وي نوهغه زموږ لپاره يواځې د يوې نقطې په څېر ښکاري خو د يوې حشرې سترګې هماغه نقطه په دومره واټن کې ړندوي .کله چې کومه تيزه رڼازموږ سترګې برېښوي ، نو موږ هڅه کوو چې په احتياط سره مخته ﻻړ شو يا هم ﻻره بدله کړو،خو حشرات په دې نه پوهيږي چې د دوی تر شا هم ﻻر شته او کولی شي چې راستانه شي نو ځکه دهمغه څراغ په لوري  روان وي .