له جهانه وتلې میله

 څو ورځی وړاندې دلته دجنوبی پښتونخوا په  ـ جنګل پیر علی زی کیمپ کی چی دافغانانو یو کیمپ دئ په دغه کیمپ کی یوه میله جوړه شوهچی درو څلورو سوو کسانو په دی میله کی بر خه اخیستی وه
میله ددې دپاره جوړه شوې وه سی که هرچا ډیر سګریټ پر یوه ځای وڅکول هغه ته به اول نمبر لنګۍ  انعام ورکول کیږی
نو په دغه میله کی چی البته  ټول نندار چیان او لوبغاړي یی پښتانه وو،یوه سړی ۲۱ سګریټ پر یوه ځای وڅکول هغه ته یی اول نمبر لنګۍ   په جایزه کی ورکړه همدارنګه بل سړی ۱۸ سګریټ پر یوه ځای وڅکول هغه ته یی دوهم نمبر لنګۍ په جایزه کی ورکړه همدارنګه بل سړی۱۳ سګریټ پر یوه ځای وڅکول هغه ته یی دریم نمبر لنګۍ په جایزه کی ورکړه او پر همدې ډول دغه میله پای ته ورسیده
په یو قوم کې چی دغه ډول میلي رواني وی  دهغه قوم پای به څه وی  له هغه قوم ځخه به څوک دبریالیتوب څه تمه ولری
دا خو هم دیوه دینی عالم  دنده ده چی دغه ډول بیلاري خلګ له دغه ډول بر بادی کونکي عمل ځخه را وګرځوی هم دیوه ډاکټر وظیفه ده چی دغه ډول بیلاری کسانو ته ددغه ډول  ناروا میله په اړوند نصیحت وکړی
او دا هم دیوه عام سړی کار ده چی دغه ډول خلګ چی دبیکارۍ اوبی علمۍ له کبله یی داسی میلو ته مخه کړې را وګرځوی
کله چی می دا میله ولیده نو دا څلوریځه می ور باندې جوړه کړه چی تا سو ته یی دنشر په هیله در لیږم


څلوریځه
جوړه شوې نن دجهل یوه میله ده
دمرګی دقبلونکو ننداره ده


که څوک وڅیکوی ډیر سګریټ هغه ته
ښه لنګۍ ور کوی دا یی جایزه  ده

په درناوی
محمدعلی عمری
جنوبی پښتونخوا مسلم باغ