
13-09-2012
جناب سياف! تا دا فتوى د ناتو مشرانو څخه څه وخت تر لاسه کړله؟ چي : خوب بکُشيد، با زجر توام بکُشيد، خوب به داربکَشيد، براى يک ماه به دار آويزان بگذاريد !! خوب دست و پاى شان را خلاف يک ديگرقطع کنيد ...
په دې ورځو كي د دوو پېښوشاهد وو، له يوې خوا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت مشهور او نوميالى مجاهدمولوي حقاني او ډله ئې په تور ليست كي شامل كړل، له بلي خوا په كابل كي د احمدشاه مسعود د يولسم تلين په مناسبت په داسي حال كي غونډه جوړه شوې وه چي د كابل ښار په آسمان كي د ناټو اپاچي چورلكي گرځېدې او پر سړكونو ئې د ناټو زغره وال موټر خوځېدل،يوه ته د كابل له اشغال وروسته د ناټو له لوري د ملي اتل لقب وركړى شوى او بل دهغو په ډله كي نيول شوى چي د ناټو تر غضب لاندي دي، يو ئې د دې لپاره اتل گڼلى چيد افغانستان په اشغال كي ئې د دوى ملگرتيا كړې او بل ئې له دې كبله په تور ليست كيشامل كړى چي د اشغالگرانو په وړاندي مزاحمت كوي!!! د تاريخ په اوږدو كي تل همداسي شوي، فاتحانو له خپلو غلامانو اتلان جوړ كړي او سر لوړي آزادي غوښتونكي ئې ترهگر گڼلي!!خو كله چي اشغال پاى ته رسېدلى خلكو د اشغالگرانو د جعلي اتلانو قبرونه وران كړي او د دوى څلي ئې په ډبرو ويشتلي!! آبله ورځ په كابل كي د همدې تريخ حقيقت شاهد وو،يوې خوا ته د لمانځني غونډه روانه وه او بلي خوا ته درې څلور كيلومتره لري د مسعودعكسونه د خلكو له لوري څيرل كېدل او هغه دولتي موټري په كاڼو ويشتل كېدل چي د ده عكسونه پرې لگېدليوو، د كابل په غرب؛ كوټه سنگي، دشت برچي، پل سوخته او نورو سيمو كي پر هغو خلكوگولۍ ورېدلې چي د ناټو اتل ئې نه منلو او پر خپلو دېوالونو ئې د هغه د عكسونو سريښولنه خوښول!!! هلته د شوراى نظار د منفوري ډلگۍ وسله والو پر ښاريانو بې درېغه گولۍورولې، ډېر ئې ووژل او ډېر ئې په خپلو وينو كي ورغړول، خو د ناټو مزدورو رسنيووويل: د كابل په غرب كي د دوو وسله والو ډلو تر منځ نښته رامنځته شوې، څلور كسان مړهاو څلور ژوبل شوي، تحقيقات روان دي، تفصيلات به ئې ژر نشر شي!!!
د كابل په غونډي كي د نورو ترڅنگ سياف هم لنډه خو غضبناكه وينا درلوده، پر مجاهدينو دومره غصه وو چي د ناټو ځواكونوتر قومندان ئې غصه څو كيلو زياته وه، د مجاهدينو د ښه وژلو، له زجر سره توأم وژلو،ښه پانسۍ كولو او تر مياشتو مياشتو د هغوى د جسدونو ځوړند پرېښودلو غوښتنه ئې كوله او همدا ئې د الله او د هغه د رسول حكم گڼلو، له دولت ئې غوښتل چي د صلحي هڅي غلطيدي، سمه نه ده چي موږ مخالفينو ته لمن وغوړوو او د روغي جوړي بلنه وركړو، بلنهبايد د هغوى له لوري وي او روغه جوړه هغه مهال وشي چي دوى ښه ځپل شوي وي، او گواكيهمدا د قرآن حكم دئ چي وايي: فان جنحوا لسلم فاجنح لها!!! له امريكايانو ئې خپلهمخكني غوښتنه يو ځل بيا تكرار كړه او په قسم سره ئې وويل: والله بالله تالله، پهخداى قسم چي له مجاهدينو (يعنى د ده په څېر جنگياليو) پرته بل څوك د مخالفينو چارهنشي كولى، دا خبره ده هغه مهال هم كړې وه چي امريكايانو پر افغانستان د بريد پرېكړهكړې وه، هغه مهال ئې ويلي وو: موږ ته وسله راكړئ، موږ ور او گودر پېژنو، په غرونواو درو كي بلد يو، ښه جنگېدلى شو، دا غوښتنه ئې پټه نه بلكي د بي بي سي له لاريكوله!! د ده مرشد رباني هم له امريكايانو وغوښتل چي افغانستان ته خپل ځواكونه راولېږياو كله چي بريد پيل شو نو وئې ويل: لوى لوى بمونه ووروئ، په وړو وړو كار نه كېږي!!سياف وويل: په خداى قسم كه له هغو چي انتحاريان وړي راوړي پنځه تنه اعدام شي اوجسدونه ئې د كابل په دروازو كي ځوړند شي نو بيا به هيڅكله انتحاري عمليات ونشي، كه وشول نو بيا ما همداسي ځوړند كړئ!! ده دا هم وويل: د دولت مخالفين دروغ وايي چي دخارجيانو په ضد جنگېږي، آبله ورځ ئې په جنازې كي چاودنه وكړه، مخاطبينو ته ئې داانتباه وركوله چي داسي چاودني د دولت مخالفين كوي او دوى مسلمانان نه دي!!
پوښتنه كوو: جناب سياف! تا ته چا ويلي چي داسي چاودني د مجاهدينو له لوري تر سره كېږي، آيا دا ستا خپل معلوماتاو اطلاعات دي كه د ناټو تبليغات؟!! ناټو خو له دريو ولايتونو (پنجشير، باميان اوبدخشان) پرته په نورو ټولو ولايتونو كي په وار وار پر جوماتونو، مدرسو، كليو،كورونو، د غم او ښادۍ پر غونډو بمونه او راكټي ورولې دي، د پولي دواړو خواوو ته،هم په پاكستان كي او هم په افغانستان كي، د تبليغاتي موخو لپاره ئې په ښارونو او دخلكو د گڼي گوڼي په ځايونو كي چاودني كړې دي، هري چاودني ته ئې د انتحاري بريد نوموركړى، خو يو ځل ئې نه د انتحار كوونكى نوم ياد كړى او نه ئې د هغه سر او صورت خكوته ښودلى!! د بريد له پيل تر نن پوري ئې نږدې يو نيم لك افغانان ووژل، مړي ئېوسوزول، د مړو د اجسادو داسي سپكاوى ئې كړى چي تر نن پوري هيڅ وحشي او بې رحمهانسان نه دئ كړى، د مړو غوږونه او پزې پري كول، لوبي ورسره كول، د يادگار په توگهئې له ځان سره ساتل، متيازي پرې كول، عام وژني ئې هغي كچي ته ورسېدلې چي بالآخرهكرزى دې ته اړ شو چي په وار وار له ناټو وغواړي دا عام وژني بندي كړي!! خو سياف ترنن پوري حتى يوه كلمه هم د امريكايانو او د دوى د بې رحمانه او وحشيانه عام وژنوپه اړه په خوله رانه وړه، په همدې اونۍ كي د شوراى نظار يوه قومندان په كندز كياولس مظلوم او بې گناه كليوال ووژل او گڼ شمېر نور ئې ژوبل كړل، د شوراى نظار ډلهييز قبرونه په چمتله، خواجه بهاء الدين، فرخار، كوهستان، كاپيسا،... او د جنرال دوستمقتلونه په دشت ليلي، قلعه جنگي، شبرغان او ... نه يادوي، د بگرام، كندهار، خوست،پنجشير، گوانتانامو او ابوغريب زندانونو كي چي امريكايانو له مظلومو افغانانو (مخصوصاًپښتنو) او عراقيانو سره زړه لړزوونكي او وېښتان ځيږوونكي جنايات كړي؛ نه يادوي، خود هغو مخلصو مجاهدينو د سخت اعدام او سختي پانسۍ كولو او پر دار ځوړندولو غوښتنهكوي چي له كوم شك پرته د الله په لار كي جهاد كوي، له اسلام، هېواد او ولس دفاعكوي او د اشغالگرانو په ضد جنگېږي!! همغه چي ټول كفري ځواكونه او د دوى كمونيست اومنافق ملگري د هغوى په ضد جنگېږي.
داسي معلومېږي چي سياف داخبري د امريكايانو په اشاره كړې دي، د همدې لپاره په امريكايي رسنيو كي په پراخهپيمانه او په وار وار خپرې شوې، دى ئې جهادي او مذهبي مشر گڼلو او د ده وينا ئې داسلام او شريعت مطابق، دوه ورځي وروسته ئې د ده د يوه ملگري؛ نيازمحمد اميري هغهمركه هم خپره كړه چي له طلوع تلويزيون سره ئې كړې وه او په هغې كي ئې ويلي وو: موږپه اخلاص سره خپلي ټولي وسلي ډاياك ته وسپارلې، په دې اړه له خارجيانو پوښتنه وكړئ،يو ميل مو هم له ځان سره نه ده پرېښې!! يعني سياف كه له امريكايانو د وسلې غوښتنهكړې نو د ځان لپاره ئې نه ده كړې، د دې لپاره ئې كړې چي د امريكايانو له مخالفينوسره پرې وجنگېږي او كله چي ئې امريكايان بېرته ترې وغواړي نو په اخلاص سره به ئې بېرتهتسليموي!!
واقعيت دا دئ چي ځيني مفتيانسركاري وي، عام ولس غولوي، د حكامو په وينا او د دوي په تأييد كي فتواگاني صادروي،خو ځيني تر دې هم وړاندي ولاړ شي او هغه ځاى ته ورسېږي چي د شيطان مفتي شي، د ديناو مذهب په پوښښ كي له شيطان او د هغه له كړنو او منصوبو داسي دفاع كوي چي په خپلهشيطان ترې عاجز وي، قرآن دا دواړه مختورن مفتيان موږ ته راښودلي. راشئ د قرآن دې ځلانديلارښووني ته لږ ځير شو:
وَ اتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَالَّذِى ءَاتَيْنَهُ ءَايَٰتنَا فَانسلَخَ مِنْهَا فَأَتْبَعَهُ الشيْطنُ فَكانَمِنَ الْغَاوِينَ * وَ لَوْ شِئْنَا لَرَفَعْنَهُ بهَا وَ لَكِنَّهُ أَخْلَدَإِلى الأَرْضِ وَ اتَّبَعَ هَوَاهُ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ الْكلْبِ إِن تحْمِلْ عَلَيْهِيَلْهَث أَوْ تَترُكهُ يَلْهَث ذَّلِك مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوابِئَايَتِنَا فَاقْصصِ الْقَصص لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ *.... الاعراف: 175-178
او دوى ته د هغه چا قصه وكړهچي خپل آيتونه مو وركړل، خو ترې ووت او شيطان ورپسې شو او له لاروركو څخه شو، كهمو غوښتى نو په دې سره به مو لوړ كړى وو خو هغه د زمكي په لور تلپاتى شو (ونښت)،او په خپل هوس پسې شو، نو مثال ئې سپي ته ورته دئ، كه بريد پرې كوې هم ژبه راباسياو كه ئې پرېږدې هم ژبه راباسي، دا د هغو خلكو مثال دئ چي زما آيتونه ئې تكذيب كړي، نو قصې ورته بيان كړه چي فكر وكړي. څومرهبد دئ د هغو خلكو مثال چي زما آيتونه ئې تكذيب كړل او په خپل ځان ئې ظلم كاوو.
دلته د علماء سوء په اړه يوهجامع وينا شوې، د هغه چا په اړه چي د الله تعالى د كتاب څه علم وركړى شوى، خو د دېپه ځاى چي عمل پرې وكړي او د الهي لارښوونو په رڼا كي ژوند وكړي، له دې رڼا وتلى،شيطان ورپسې شوى، يعني د شيطان لارښود او استاد ترې جوړ شوى، د دې په ځاى چي دى پهشيطان پسي ولاړ شي، شيطان په ده پسي روان شوى، په خپله تېروتى وو او نور ئې تېرايستلي.كه الله تعالى غوښتلى او په ده كي د دې وړتيا وى نو په دې علم سره به ئې ده ته لوړيدرجې وركړې وې، په دنيا كي لوړ عزت او په آخرت كي د جنت لوړ مقام، خو هغه په زمكيپوري ونښت، د لوړ تگ لپاره ئې پياوړي او مضبوط وزرونه نه درلودل، بې همته وو، اوسئې د حق مخالفت او د الله تعالى د آيتونو تكذيب ته كلكه ملا تړلې ده، كه ئې په دېكار ملامت كړې او وئې رټې هم خپله خوله نه بندوي او كه ئې خپلي مخي ته پرېږدې او څهورته ونه وايي هم، مثال ئې هغه سپي ته ورته دئ چي كه ورته ووايې: چغه! ژبه ئېراوتلې وي او كه ئې پرېږدې هم. د آيت له وروستۍ برخي په ډېر وضاحت سره معلومېږي چيدا مثال د هغو خلكو لپاره راوړل شوى چي په خپلو اوږدو او تېرو ژبو سره د اللهتعالى د دين مخالفت كوي (دا د هغو خلكو مثال دئ چي زما آيتونه تكذيبوي)، (څومره بددئ د هغو خلكو مثال چي زما آيتونه ئې تكذيب كړل او په خپل ځان ئې ظلم كاوو). اللهدوى د هدايت وړ نه دي موندلي، دوى ادعاء كوي چي په سمه لار روان دي، په داسي حال كي چي عملاً د الهي لارښوونو خلاف پهكږو لارو روان دي، هدايت شوى خو هغه څوك دئ چي په الهي هداياتو عمل كوي، څوك چي دالهي لارښوونو مخالفت كوي هغه لاروركى دئ، بايد په دې پوه وي چي نه الله تعالى تهزيان رسولى شي او نه د ده دين ته، يوزاي ځان ته به زيان رسوي.
سياف ته وايو: تا په دې ويناكي نه يوازي د قرآن دوه آيتونه غلط تعبير كړى، په غلطه توگه دي كارولي، د دښمن پهگټه دي تحريف كړي، بلكي د هغوى په ژباړي كي دي هم يا عمداً يا سهواً غلطي كړې!! تاوويل: خوب بكشيد، با زجر توأم بكُشيد، خوب به دار بكَشيد، براى يك ماه به دارآويزان بگذاريد!! خوب دست و پاى شان را خلاف يك ديگر قطع كنيد... موږ ته ووايه: داد قرآن د كومو الفاظو ژباړه ده؟!! په ټول قرآن كي داسي فقرې نه تر سترگو كېږي چيژباړه ئې دغه وي!! په قرآن كي خو د هغو په اړه چي د اسلامي حكومت په ضد وسله والبغاوت وكړي داسي راغلي:
إِنَّمَا جَزؤُا الَّذِينَيحَارِبُونَ اللَّهَ وَ رَسولَهُ وَ يَسعَوْنَ فى الأَرْضِ فَساداً أَنيُقَتَّلُوا أَوْ يُصلَّبُوا أَوْ تُقَطعَ أَيْدِيهِمْ وَ أَرْجُلُهُم مِّنْخِلَفٍ أَوْ يُنفَوْا مِنَ الأَرْضِ ذَلِك لَهُمْ خِزْىٌ فى الدُّنْيَا وَ لَهُمْفى الاَخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ. المائده: 33
د هغو كسانو چي له الله او دده له پيغمبر سره جنگېږي او په زمكي كي د فساد هڅه كوي سزا ئې له دې پرته بل څهنده چي يا ووژل شي يا پانسۍ شي، يا ئې لاسونه او پښې سره مخالف پرې كړى شي او ياله ملكه وشړل شي، دا د دوى لپاره د دنيا سپكاوى او په آخرت كي ورته ستر عذاب دئ.
په دې آيت كي د هغو جگړمارواو مفسدينو سزاوي بيان شوې چي له خداى او پيغمبر سره جنگېږي او په زمكي كي فسادخوروي، دا هغه مفسدين دي چي د اسلامي نظام په ضد د وسله وال بغاوت لپاره ملا تړي،شوكي كوي او بې امني خوروي، د دوى سزا داسي ښودل شوې:
كه ئې يوازي قتل كړى وي سزا ئېدا ده چي ووژل شي.
كه ئې د شوكي په مهال هم قتلكړى وي او هم ئې مال غلا كړى وي، له اعدامه وروسته دي په دار وځړول شي چي د نورولپاره د عبرت سبب شي.
كه ئې يوازي مال لوټ كړى وياو څوك ئې نه وي وژلي، لاس او پښه به ئې د يو بل خلاف قطع كېږي.
كه ئې شوكمارۍ ته ملا تړلېوي، تيارى ئې ورته نيولى وي، خو نه ئې څوك وژلى وي او نه ئې د چا مال لوټ كړى وي،نو سزا ئې له خپلي سيمي بهر په بل ځاى كي زنداني كول دي.
خو جنابه! تا يقتلوا اويصلبوا او ينفوا داسي ژبالي: خوب بكشيد، خوب به دار بيآويزيد، خوب ... دا ټولي ژباړيپه بشپړه توگه غلطي دي!! آيا په دې هم پوهېږې كه نه چي له خداى او پيغمبر سره څوكجنگېږي او څوك جنگېدلي؟!! دا ټول ستا كورني او بهرني ملگري دي، يا امريكايان دي چيته ترې وسلې غواړې او هره مياشت مخامخ يا د كرزي په لاس ډالر دركوي او يا هغهكمونيستان چي ته هم په حكومت كي ورسره شريك يې او هم په پارلمان كي څنگ په څنگورسره ناست يې!!
حقيقت دا دئ چي تور مخيمفتيان بېل دي او حقيقي مفتيان بېل، هيڅ حقيقي مفتي به د يوه ظالم، كافر، ملحد اولاس پوڅي حكومت په خوا كي ونه مومئ!!
حقيقت دا دئ چي واقعي اتلان بېلوي او جعلي او كاغذي اتلان بېل، هيڅ واقعي اتل به داسي ونه مومئ چي اشغالگران ئېستايي، د آزادو او سرلوړو ولسونو اتلان د آزادۍ د جنگ تر ټولو نوميالي او توريالىمبارزين وي، هغه چي تر نورو مخكي ئي د آزادۍ لپاره ملا تړلې، وسله ئي پورته كړې،او تر ټولو مخكې سنگر ته وتلي وي، تر نورو زيات په سنگر كي پاتي شوي، تر بل هر چائي زياته قرباني وركړې، تر بل هر چا ئي پر دښمن زيات گوزارونه كړي، او تر نوروزيات ئي دښمن ته تلفات اړولي، دښمن په تور ليست كي نيولي، خو كوم قومونه چي غلامۍته غاړه كېږدي، نو بيا په دوي كي د دغو اتلانو ځاى داسي څېرې ونيسي چي پردي ئې ورتهغوره كوي، هغه چي يا د پرديو د گټو لپاره جنگېدلي وي او يا پرديو د دوى له لاري دولسونو جهادي حماسې ځپلې وي، او يا هغه چي غلام صفته قومونه ئې خوښوي او دا طمع ترېلري چي د دوى له لاري به د غلامۍ د ژوند څو شېبي په خوشحالۍ كي تېري كړي، په دېقومونو كې د جنگي حماسو ځاى عشقي سندري ونيسي، د وسلې ځاي دبله او رباب ونيسي، دسنگر په ځاي د نڅا، شراب او كباب محفلونه، د زخمونو په ځاي تور خالونه او سرې شونډي،ستايل كيږي، د غلامو قومونو اتلان يا سندر غاړي وي، يا رقاصې، يا لوبغاړي، ياشهزادگان او شهزادگۍ، يا دښمنانو ته تسليم شوې ذليلي څېرې، د دوى اتلان پردي ورتهغوره كوي او پردي ئې ورته جوړوي، هغه چي په خپلو تبليغاتو سره له گيدړو زمريان جوړوياو له دين پلورونكو مفتيان!!
عبدالحق مجاهد