(مار) اومار چيچلي

 
څه موده وړاندې ما يوه ليکنه کړىوه چې د انجنير ګلبدين حکمتيار په مشرتابه د حزب اسلامي ډلګوټې (١) يې ټوله راولړزوله، د مشر په ګډون يې ګڼو ليکوالانو په بدلو نومونو د ليکنو يوه اوږده لړۍپيل کړه او د يوې ليکنې- چې زه يې اوس هم ناسمه او سياسي تحريف بولم- دفاع يې په داسې شرير انداز کې وکړه چې په خورا په زړه پورې القابو يې پکې ونازولم، د بېلګې په توګه، لنډغر غربپال د مار (٢) سوړي کې، عناصر ضد انقلاب و ضد جهاد، صف اراء دربرابر ضد ارمانهاى جهاد و نهضت اسلامي، مرجفين او داسې نور............
سربېره پر دې د شهادت په ويبپاڼه،شهادت ورځپاڼه او خپله د دې ډلګوټې اړوند مجله تنوير کې يې د هماغې موضوع او دلنډې ليکنې په مقابل کې داسې بد بد قلم وښورولو چې فکر يې هم نه کېده، نه يواځې زه بلکه څو نور ليکوالان يې هم ونه بښل، دافغانستان خونړيو کورنيو جګړو ته يې جوازونه لټول او د ملامتۍ لارۍ لارۍ خاورې خځلې يې په نورو اړولى، نه يواځې دا، بلکه خولهيې وازه کړه او له زرداده يې ملي قايد جوړ کړ، له مسلمان وژنې يې جهاد جوړ کړ، له ناپېېلو کسانو يې د کبيره ګناه مرتکبين جوړ کړل، پر دوى نيوکه کوونکي يې کفار وګڼل او ........خو زه نه غواړم هغه موضوع بيا پرانيزم.
له يوې لسيزې زيات وشول، لا دښوونځي په لمړيو کلونو کې چې له حالاتو ناخبره و، له خپلو مشرانو، مجلسونو او کلهک له د اخبار او راډيو له لارې د حزب د کړنو او اعمالو په اړه خبرېدو، خو سروکار موله دې سره نه وو، طالبانو د حزب په ګډون ټول له منځه يوړل، او د افغانستان سياسيوضعيت په نسبي توګه د څو اړخونو پر ځاى دوه اړخېزې شو، دا هغه مهال و چې د حزب نوم هم نه اخيستل کيده، يواځې په شمشتو کې يې يو کمپ وو چې د ګاونډي هيواد ته دې دعاکوي، کله چې نړيوال صليبي لښکر بريد وکړ نو دا ځل بيا د حق او باطل په نوم دوه اړخونه پيدا شول، بيا هم حکمتيار درېيم اړخ وو، خو د امريکا د يرغل په لمړيو کلونوکې مې بيا هم د حکمتيار د دريځ پلوي کوله، که څه هم په هغه نازک وخت کې لازمه وه چې حکمتيار د طالبانو د حکومت پلوي کړې وه او ثابته کړې يې وه چې افغانان دښمن ته يو دي خو داسې يې ونه کړل، په نوې جګړه کې ورته بيا د مشرتابه او حکومت ستورىوځلېد، د جګړې غوره يې ووهله خو دا دى اوس بار بار ژمنه ماتوي او د همدې ادارې لمننيسي.
مخکې تر دې چې موضوع ته داخل شم دشهادت د ويبپاڼې 2012-08-29 مې نېټې د سرمقالې يوه برخه را اخلم چې عنوان يې دى (پيشنهاد مذاکرات مشروط از سوى طالبان بقيمت نُقل چوبى)، سرمقاله وايي:
(گاهى عده اى با آمريکائيها دورميز مذاکرات نشسته شرائطى پيشنهاد نموده ولى عده اى ديگرى آنرا تکذيب نموده اند وگاهى عده اى طالب نما که فعلاً مهمانان! دولت دست نشاندۀ کابل و در حقيقت جزءتجزيه شده از صفوف طالبان ميباشند با دشمن نشسته و خود را نمايندگان با صلاحيت طالبان جا زده اند).
د 2012-09-05 نيټې سرمقاله يې د هيواد په يو شمير سيمو کې د امريکا د مجاهد اوجهاد پروژې د عملي کولو لپاره ځانګړې کړې ده، په غزني کې د امريکا لخوا د اسلامي امارت د مجاهدينو پر ضد د ملي پاڅون په نوم خلک وسله وال کړاى شوي چې مشري يې دحزب اسلامي غړي کوي، وسله وال بړيڅي دلته په اندړو کې لګيا دي او قلمي بړيڅي دکيسه خوانۍ په بازار کې د (شهادت) او (تنوير) له لارې د اسلامي امارت پر ضدتبليغات کوي،(٣)د دې سرمقالې عنوان دى (د ولس موقف جراءتمندانه او د ستاينې وړ دئ!)، يوه برخه يې په دې ډول  ده:
(په ننگ او ناموس مين افغان مسلمان ولس د خپل تېرنږدې پنځه مياشتني پاڅون په اړه بالاخره په ډير جرائت او ځغرده خپل موقف څرگند او ډاگيزه کړ. له تېرو څلورو مياشتو راهيسې افغان مومن او غيرتيولس د خپل ننگ او ناموس د خوندي ستاتنې او د هر ډول ظلم، وحشت او بې موجبه ظالمانه عملياتو په خلاف ((که هغه د بهرنيو لخوا وي او که د کورنيو ځواکونو او نور ووسله والو ډلو لخوا)) پاڅون ته دوام ورکړى، د دغه پاڅون لمن چې د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ غيرتي اوسيدونکو يې پيلامه کړې وه).
له يوې خوا د طالب او مجاهد پسې تبليغات او د هغوى هر کار بد ستايل، خو له بلې خوا بيا د حکومت پر ضد د يوې مقالې،ليکنې او يا سرسرکي يادونې په توګه د خلکو په سترګو کې شګې شيندل، په (٢٠١٢-٠٩-١٠)نيټه د شهادت په ويبپاڼه د (فاسد ترين حکومت ؟!)تر عنوان لاندې يوه ليکنه پرته ده چې د افغانستان حکومت ته يې په رموزو او کنايو کې اشاره کړى خو د نيغې يادونې جسارت يې نه دى کړى.
تازه موضوع دا ده چې د حکمتيار دډلګوټې دوه استازو هر يو ډاکټر غيرت بهير او انجنير قطب الدين هلال د افغانستان د(خپلواکۍ؟؟) د جشن په غونډه کې ګډون کړى، هغه غونډه چې د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې د کرزي د حکومت د سفارت(٤) لخوا جوړه شوى وه.
رسنيو د  دې غوندې راپور داسې ورګړی چې د غيرت صاحب اوهلال صاحب په حضور کې، د افغانستان او پاکستان ملي ترانې ږغول شوي، يو پاکستاني خوږ اوازه ډم يې په وړاندې ښه د چين جوړ ساز او سرود له سامان په ګټې اخستنې سره دمست ساز په هاى هو کې سندرې ويلي او د (مقاومت د سالار) استازو ورته غوږ ايښې، دغه شان دې ښاغلو د پاکستان د سياستوالو او د افغانستان د ديپلوماتانو خبرې اوريدلي اوهغه څه چې پس پرده شوي رسنۍ ورڅخه نا خبره دي.
ما چې څومره مطالعه کړې نو دې نتيجې ته رسيدلى يم چې د هر سفارت کار کوونکي د ديپلوماتانو په نسبت زيات جاسوسان اود هغه هيواد د استخباراتي کړيو کار کوونکي وي، په دې کار کې پخوانى شوروي اتحاد ترټولو وړاندې و، په کوم هيواد کې به چې د يو سفارت لپاره درې کار کوونکو ته اړتياوه نو شوروي اتحاد به درويشت ور استول، او دغه شل تنه به د کي جې بي کار کوونکيوه، د افغانستان په اوسنۍ اداره کې هم پخواني (خاديان) تر بل هر چا زيات دي چې د (کيجې بي) له لورې روزل شوي دي، د دې ادارې کار کوونکو دا دې اوس امريکايي چلونه همزده کړل، چې لا پسې تقويه شول.
تر دې وړاندې په بار بار په کابل،خليجي هيوادونو، اروپايي هيوادونو، مالديف، ايران، او نورو سيمو کې د دې ډلګوټې تشپه نامه استازي او د افغانستان د حکومت سره د هغوى اړيکې له هيچا پټې نه دي، هېرهدې نه وي چې د حکمتيار صاحب دوه خپلوان هر يو غيرت بهير، او همايون جرير په ډيرومواردو کې د دې حزب له نوم په ګټې اخيستنې سره شخصي ګټې په نظر کې نيولي او داسېيې څرګنده کړې چې هر څه په خپل ابتکار تر سره کوي، جرير په دې کې تر بهير وړاندېدې، او زړه مخينه لري، چې همدغه کار په دې ډله کې د لا نورو درزونو د رامنځته کېدوغمازي کوي.
اوس هغو خلکو ته ور يادوو چې دمار سوري کې څوک او مار چيچلي څوک دي؟ مذاکرات او خبرې څوک کوي؟ او پټې يې کوي که ښکاره؟
دا کوم منطق دى چې هم افغانستان اشغال شوى ګڼى او هم يې د ازادۍ جشنونه لمانځى؟ له يوې خوا د کرزي د ادارې سره سياف او رباني غندې او له بلې خوا د همدې ادارې د مسئولينو په څنګ کې د کرزي ملي ترانه اورى؟ له يو پلوه په هيواد کې د اسلامي نظام د راوستلو لپاره د سر او مال دقربانۍ چغې وهې او له بلې خوا د موسيقۍ د مستو بنډارونو په لمړي کتار کې ځاى نيسې؟
 
يادونې
(١) ډلګوټې مې ځکه ورته وويل چې دغه تنظيم اوس تنظيم نه دى پاتې، که د بهرني بادار لاس يې له اوږو پورته شو نو بيادې خېر غواړي، دغه ډله اوس د حکمتيار، سباوون، فاروقي او ارغنديوال په ګوندونوويشل شوى ده، مزمل، بهير، جرير، هلال او داسې نور هم ترېنه پوزې ته راغلي دي چې کله به بړاس کوي.
(٢) مار څه شى دى؟ د دې لپاره دشهادت په ويبپاڼه د شمشاد تلويزيون سره د حکمتيار مرکه ولولئ هغه خپله تعريف کړىدى.
(٣) د اسلامي امارت پر ضد د حزب دتبليغاتو يادونه ځکه کوم چې حزب په اندړو کې د طالبانو پر ضد پاڅېدلي خلک خپلاړوند او اقدام يې جرآتمند بولي، مشري يې هم د حزب غړي کوي.
(٤) هېره دې نه وي چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفير د پخواني حزب اسلامي غړى دى، ويل کيږي چې نوموړى د کرزي لخوا د همدې لپاره په پاکستان کې ټاکل شوى چې حکمتيار ورته په همدې اړه شين څراغورکړى و، چې له دې لارې سره که څه هم کابل ته استازي ونه استوو نو ستاسې سره هرهموضوع په اسانۍ بحث کولاى شو.