د یوېشتمې پېړۍ فورمول ( فساد پر فساد له منځه ځي)



د سیمه اییزو ارګانونو خپلواکه اداره ددې لپاره جوړه شوېده چې د ښې حکومتدارۍ له لارې د والیانو، ولسوالانو، ښاروالانو او ولایتي شورا سیاسي، تخنیکي، اداري او لوژیستیکي ملاتړ وکړي، ترڅو د اوږدې بیروکراسۍ مخه ونیول شي. له هغې ورځې چې نوې رییس او نوي تنکي بي تجربې معینان راغلي، د محلي ارګانونو خپلواکې ادارې لاندې ځانګړتیاوي خپلې کړېدي:
۱.دتوطیو او پلانونو د جوړولو مرکز: لکه څنګه چې د سپټمبر د یوولسمې پېښي طراحانو چې د نړۍ ستر اقتصادي او تجارتي برجونه ونړول. دلته هم فراهي، ماموندزي او قاضي خیل هغه ترهګر دي، چې هم د شخصیتونو د ترور طراحان دي او هم بي شخصیته کاندیدان تولیدوي. تراوسه یې له سلهاوو زیات کاندید والیان ، په سلهاوو ښاروالان او ولسوالان تولید کړیدي او لکه ځانمرګیان او انتحاري موټرونه په هر ولایت کې په خپل هدف پسي ګرځي. ددغو ترهګرو تمویلوونکي د ځمکو غاصبان، قاچاقبران، مافیا او کاندید والیانو او ولایتي نور مسوولین دي. لکه څرنګه چې د تروریزم ریښې په افغانستان کې دننه نه دي، داسې د فساد او شخصیتونو د ترور منابع او طراحان له ولایتونو څخه د باندې په سیمه اییزو ارګانونو کې دي. دغه طراحان هڅه کوي سیاسي ملاتړي په ولایتي شوراګانو، ولسي او مشرانو جرګو او یا په سیاسي ډلو او ټپلو کې پیدا کړي. یوه اونۍ دمخه ولسمشر ته یې په والي پسي یې د ولسي جرګې یو غړی چي د روسیي جاسوس او یو متقلب انسان دی، له څو ماشومانو سره ولسمشر ته وروستي وو. د دوی د توطیوو اصلي ستراتیژي، لاریونونه، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې جعلي مشران، فاسدین او غاصیبین دي. زه یوه خبره کوم چې زه د خپلې هري خبری لپاره سند لرم، اما هوښیارانو ته اشاره بس ده.
ولسمشر چې کله ۴۵ ګڼه فرمان صادر کړ، کوم چې باید د فساد په راکمولو او د نظام په اصلاح کې ورنه ګټه پورته کړای شوې وه. اما د پالیسۍ مرستیال ددغې متلونو پر بنسټ چې اوسپنه په اوسپنه ویلیکېږي او یا تېږه په تېږه ماتېږي. د فرمان د تطبیق لپاره د ۲۱ مي پېړۍ نوې فورمول ایجاد کړ: چې فساد پر فساد له منځه ځي!!!!
د لغمان والي په خلاف چې کوم احتجاج چې ډیری پکې ماشومان ول: د محلي ارګانونو د یوې سرچیني په حواله یو نری غوندې شکایت کړې وو چې له ده نه یې د ځان ګرولو غوښتنه کړې وه!!
د کونړ والي خو په هر مجلس کې وایي: مړه دا هسې یو شی ( شیګنې)دی، نور والیان خو ځمکې لري، زه ورته څه شي ورکړم! کونړ خو ټول غرونه او درې دي!! دې د ظالم زوی ماته هم سترګې پټې کړیدي.
د شمال ټول والیانو خو د مارشال صیب په غوږ کې د دوۍ ټولې غوښتنې پو کړېدي! د سرپل پخوانی والي او د غوراوسنی والي خو خلیلي د دوی په (ونډو)، (فساد)، (بي کفایتۍ) ښه خبر کړیدی.
۲.دلیوانواداره: دا یوازې دا نه چې دا اداره د توطیو مرکز دی، بلکې سم لیوان په کې راټول شوي دي. په ښکاره یې له سړي غواړي. دکابیني د بريښنا او اوبو وزیر خو عبدالبصیر سالنګۍ ته مخامخ ویلي وو چې: (قیمت یک ولسوال چند دالر است؟!) هغه ورته ویلي وو. که از والي کابل پرسان کن. بیا هغه ورته ویلي وو. که چرا تو والي نیستي؟ نی خیر، من هستم، اما ۷۰۰۰ پول را از ولسوال باګرامی ګرفته است. اسماعیل خان په ځواب کې ورته ویلي وو. برو بابا: یه دیوانه از هر کس میخواهد. من میترسم، من که وزیر هستم، از من پول تادیه بیل برق نه خواهد. بیا یو بل چاته په یوه بل ځای کې داسې نقل کاوو. چي قسم په خدای د خپل وزیر اکبر خان د کور د برق بیل هم په ښاروالانو او والیانو تادیه کوي. د هرات والی صیب خو وايي: چي د پالیسۍ مرستیال چې کله هرات ته راځي نو نیغه په نیغه ښاروالۍ ته ځي!!!
په ننګرهار او کابل کې یې زیات کورونه را ونیول!
زه خوشحال کمزوری نه یم چې په ډار کړم – په ښکاره ناري وهم چې خوله یې راکړه!!!
د خولو ورکولو او اخیستلو د پالیسۍ مرستیال فرید ماموندزي د فساد د زیاتولو او رشوت را ټولولو دلالۍ دنده پر مخ بیايي، اوس چې یو څه موړ، سوړ او پوهه شو او د غلاګانو دپلوماتیکه طریقه یې زده کړه، نو فراهي د دغو غلاوو مسوول ګڼي. اوس یې دا د دلالۍ دنده قاضی خیل ته سپارلې ده. د هلمند ښاروال، د هرات ښاروال، دخوست ښاروال، د پکتیا والي، د پکتیکا والي، د وردګو د ولایت ښاروال، د غزنۍ والي او ښاروال، د لغمان ولسوالان او ښاروال، د ننګرهار ښاروال، د لوګر ښاروال او والي، د فراه والي، او ... خو د پالیسۍ مرستیال سم خسیان (بې خوټو)کړل. اوځان یې پرې ښه بلارب کړ. نوره یې دنده قاضی خیل چې لا تراوسه د بشري منابعو د ریاست سرپرست دی، وسپارله. دا خو اند په مقرریانو کې د یوې میاشتې معاش له خلکو غواړي. دا هم قاضي دی او هم خیل . دا نامانوس ترکیب لا خطرناک دی!!
د کابل والي خو وايي چې له ما یې هرڅه ولوشول، اما اوس په خپل عزت وېرېږم. د پکتیااو پکتیکا والیان خو لومړني ګاکان ول. د سرینا، کابل سټار او انټرکانټینیټال، دوبۍ، او ترکيي د هوټلونو مصارفات به یې داسې ترې اخیستل لکه طالبان چې دخلکو څخه عشر او زکات په کلیو او بانډو کې په زور اخلي او اوس لکه چي دا د ځنځیر یو څه سست شویدي، نو یې د لاریونونو او خلکو را پورته کولو تګلاره د دوی په خلاف هم پیل کړېده. د وردګو والي هم یو چېرته یو څه پسپسک کړی وو چې موږ له ډاره تر کابله د رسمي کار لپاره نشو راتلای!! د باګرامۍ په ولسوال پسي چې کله مظاهري شروع شوي، نو په یوه عام مجلس کې یې ویلي وو چي خپلې ورکړي پیسي څنګه را ټولي کړم!!
د نوموړو د میلیمستیاوو، د بهرنیو سفرونو، د کورونو کرایه او مېلو مصارفات له ولایتونو څخه را ټولوي! اوس که دا ( فساد په فساد د ختمولو) فورمول ته همداسې دوام ورکړي، نو والیان، ښاروالان او ولسوالان هم مجبورېږي چې د دوی اطاعت وکړي او خېټه یې ور ډکه کړي، هلته به بیا ۴۵ ګڼه فرمان د فساد دلا پراخوالۍ یوه موثره وسیله وي!!
۳.(سخن ګو) که (ګو): دوی د ځان د مطرح کېدا لپاره یو بې سواده چې پخوا یې د ځمکو تجارت کاوو او په مشرانو جرګه کې د ځمکو د یوه پخواني غاصب وکیل منشي وو، بشیر بهرام (سخن ګو) ګمارلی دی. دده مرکې چې واوري دده په خبرو کې (ګو) شته او (سخن) په کې نشته. زه د یوه والي هم نه ملاتړی یم، اما په هیڅ حال له حقایقو سترګې نه پټوم. زما راتلوونکی تحقیقاتي ریپورټ به په محلي ارګانونو وي، نو ځکه زما معلومات یو څه ثقه دی. د لغمان، پکتیا، لوګر او .... ولایتونو پسې یې لاریونو ته خلک و هڅول او دا لړۍ د پراخېدا په حال کې ده. سره له دې چې د محلي ارګانونو اداره د والیانو د تقرر او انفکاک هیڅ صلاحیت نلری، اما دوی عامه ذهنیت ډېر سخت خرابوي. د ځمکو غاصبین او کاندید والیان چي دوی ورنه له پخوا پیسی اخیستي او ورباندي تجارت کوي، هڅوي چې په والیانو پسي تبلیغات کوي. په الله قسم چي د محلي ارګانونو کاندید خام فکره او ماشوم والي ځینو ژورنالسټانو په ځانګړي ډول دویب پاڼو او د فیسبوک ځینو ملګرو ته ټلفون کړی وو، چي تاسو ولیکي چي زه د والي په توګه فلاني ولایت ته روان یم. ترڅو نوم مې په رسنیو کې هم واخیستل شي اوس چونکي دا کاندید والیان له نوموړو څخه خپلې اډوانس پیسي بېرته غواړي او دوي نن او سبا ورته کوي او مطبوعات هم راپاروي. د ښاغلي (ګو) دې لاندې مرکې ته ځېر شي.
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې وياند بشير بهرام وايي، چې دوى ته د ګڼ شمېر ولايتونو د مسوولينو په اړه شکايتونه رسېدلي دي. هغه یوه اژانس ته وويل، چې په دې برخه کې د واليانو او د نورو مسوولينو په اړه ډېر شکايتونه کړي دي. ده زياته کړه: ((موږ په دې اړه څېړنې کړې او خپل راپور مو رياست جمهوري ته لېږلى دى، پرېکړه به هغوى کوي.))
پورته ریپورټ د یوه ولایت په اړه شوی وو، اما دوی یې ترڅنګ ټول والیان نه بلکې ټول مسوولین (ښاروالان، ولسوالان، معینان هم شامل کړي دی). ځکه غواړي ټول تر فشار لاندي ونیسي. اصلا تراوسه دا (ښاغلی ګو) په دې هم نه پوهېږي چي د بډو اخیستلو مرستیال چې کومه پالیسۍ جوړه کړیده، هغه د دوی د بي کفایتي څرګندویه ده. په والي پسي په مطبوعاتو کې خبري، اصلا په خپل ځان پسي خبري کول دی. دا (ګو) به دومره سیمه اېیزه اداره لا بوینه کړي، چې اوس خو بوی ټول افغانستان نیولي، انشا الله سیمه او نړۍ ته به هم سرایت وکړي. هلته به بیا کوم بل ملک په افغانستان باندی د (ګو د بوي) په تور نظامي حمله وکړي.!! ځکه د کمونیزم، شر او فساد، او تروریزم تورونه خو لا له پخوا راباندي لګېدلي دی. د محلي ارګانونو دا ستراتیژي د انتقال د پروسي لپاره هم ډېره خطرناکه ده، ځکه بهرنیان به فورا ووایي چې طالب او ټروریزم خو مو ختم کړ، اوس (ګو) هم صادروي، لهذا موږ نه وځو! بیا به یو بل جنګ د (ګو) په سر وی!!
دغو (ګو واکو) ډېره خطرناکه لوبه پیل کړېده. ځینۍ بې ضمیره لیکوالان، بي کاره مامورین، بي کاره سیاسي مبصرین، فاسد عناصر او ځینې سیاسي ډلې او ټپلې دې ته هڅوي، چي په والیانو پسي لیکنې وکړي، لاریونونه وکړي، داخلي مفتشین، حتي څارنوالان تشویقوی چې پاک نفسه کسانو ته دوسیې جوړې کړي. له ولسشمر سره فاسدو او غلو مشرانو ته د ملاقات زمینه برابره ول او ګڼ ګڼ نور پروګرامونه پر مخ بیول ترڅو فساد پر فساد له منځه یوسي!!
څرنګه چې زه د محلي ارګانونو خپلواکه اداره کې کار کوم، ماته بشپړ معلومات شته چې دا ډول موضوعات د افغانستان د امنیت، د پردیو د مداخلي او د پاک نفسه والیانو لپاره څومره خطرناک دی. والیان هم سپیني کوتری نه دی، اما په محلي ارګانونو کې سم .... روان دي.
زه تاسو ته چلنچ درکوم چې د۴۵ ګڼه فرمان دتطبیق په موخه چې پکې د والیانو ارزونه راغلې ده په ریښتیا به هم زور واکه او د مرکزي نظام د منګولو څخه وتلي والیان لکه عطاء نور، شیرزی،جګدلک او داسې نور دټلوالې او دمارشال ملګري والیان به په ددغې ارزونې دسرو ګرښو لاندې راشي او کنه؟؟؟ هیڅکله هم نه.
له پورته دریو ځانګړتیاوو سره ددغې ادارې مشرتابه کې باید جدي او فوري تغییرات راشي. د ۹۵ فیصده افغانستان سرنوشت خو د توطیه ګرو، لیوانو او ګو واکانو ته نه سپاري.