
مصطفی کمال تراب
لومړی پلا د پاڅون د بنسټ ډبره د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ ځايي اوسېدونکو وروسته له هغه کېښوده چې وسله والو د دوی د زده کوونکو پر مخ د ښوونځيو دروازې وتړلي او ښوونکې يې ګواښل.
که څه هم د اندړو ولسوالۍ پاڅون ته خلک په ښه سترګه ګوري او وايي چې په دغه سیمه کې يې امنيت راوستی، خو يو شمېر خلک په ټوله کې د ټولو پاڅونونو ويره لري او په دې باور دي چې په دغه پاڅونونو کې به ولسي خلک يو ځل بيا مسلح شي او له دې به قومي او کورنۍ جګړې پيل شي.
که له يوې خوا وکتل شي دا خبره تر ډیره بريده په حقيقت بدلېدای شي ځکه لومړی خو په پاڅون کې ګڼ اربکيان دي او د اربکيانو خو لا د مخه خلک تر سپېږمو راغلي وو او خپلې تربګڼۍ او دوښمنۍ پکې پالي چې څو پېښې د دې شاهدي هم ورکوي.
له دې ها خوا بيا د ځېنو نورو خوشبېنی هم تر يوه بريده پرې باور کېدای شي هغه ځکه چې وسله والو په يو شمېر سیمو کې ډیر ورانکارې کړنې تر سره کولې او تر سره کوي يې، لکه د ښوونځيو بندېدل، سوځول، د ځايي اوسېدونکو ځورول، د مشرانو وژل او ديته ورته نورې ګړنې چې خلکو ته د زغم وړ نه وې او د دوی پر ضد یې د پاڅون غږ پورته کړ او په خپله سیمه کې يې امنيت راوړ دا هم د دولت سره يو ډول مستقیمه همکاري ده.
خو دا چې ايا پاڅون کوونکې ريښتيا ولسي وګړي دی که ډرامه ده دا نو بيا دا اندېښنې څو چنده زياتوي چې خلک یې لري.
دلته بايد څه شي ته دیر پام ونيول شي.
لومړی دا چې که دا ولسي پاڅون وي او د يو ريښتنې وطن دوست تر رهبری لاندې نه وي نو د دې ويره شته چې بهرني استخبارات پکې مداخله وکړي او بل کار ترې واخلي چې د افغان ولس او افغانستان په زيان وی.
دویم دا چې که دا اربکيان وي او دولت د پاڅون کوونکو په نوم راڅرګند کړي وي نو بيا دې هم دولت تر څار لاندې ونيسي او د دوی کړنې دې له نږدې وڅاري نه د کندوز ولايت په شان چې مسلح کړي يې دې خو نور پوښتنه يې نه کوي چې د دوی دنده څه او څه بايد وکړي.
ځکه په ځينو وختونو کې په هغه سیمو کې چې اربکيان پکې وي ځايی خلک د وسله والو د ورانکارو کړنو دومره په تنګ نه وي لکه د اربکيانو.
له بلې خوا د کورنيو چارو وزارت دا اندېښنې بې ځايه بولې چې ګوندې پاڅون کوونکې دې بيرته د دولت به ضرر تمام شي دوی وايي د پاڅون کوونکو په منځ کې د دولت کسان دي او د دوی کړنې له نږدې څاري او دوی ته وخت په وخت رپورټ ورکوي.
دوی د خلکو دا ادعا ردوي چې ګوندې پاڅون کوونکې دې اربکیان وي دوی وايي پاڅون کوونکې د سيمې اوسېدونکې دي او د وسله والو د ورانکارو کړنو په تنګ راغلي او پاڅون یې کړی دی .
امنيتي چارواکې وایي چې پاڅونونه د دوی سره د امنيت په تامين کې پوره مرسته کولای شي او دوی هر وخت تيار دي چې مرسته يې وکړي.
که دولت د پاڅون کوونکو ملاتړ ونه کړي او پاڅونونه ناکام شي نو بيا د سيمې د اوسېدونکو هم خېر نشته دی.
بل دا چې د کورنيو چارو وزارت د فيل په غوږ کې ويده دي دوی دې سيمې ته ولاړ شي او له نږدې دې وګوري زه تللی ووم په دا وروستيو کې سمیې ته هلته پاڅون کوونکې اربکيان دي د دولت څخه معاش اخلي دوی وسله وال طالبان هم دي خلک ځوروي او ورته ښايی چې مونږ وسله وال يو او تر څنګ د سېمې اوسېدونکې هم دي پاڅون یې کړی دی خو په وروسته به یې په خوند پوه شي بيا به اوبه د ورښه تېرې وي او نه به راګرځي.
که دوی وایي چې پاڅون د دوی سره د امنيت په برخه کې مرسته کوي نو دوی دې بيا همغه سيمو ته ولاړ شي چې د دوی په خبره له ولسي پاڅونونو روسته پکې امنيت راغلی دی.
يواځې د ځايي امنيتي چارواکو رپوټونه اوري چې دلته امنيت ښه دی په لغمان کې نن صبا په مرکز کې د چا ژوند خوندي نه دی خو ولايتي چارواکو وپوښته وايي سل په سلو کې امنيت دی او هيڅ خبره نشته دی حال دا چې له خپل دفتر د باندې نشی تللی.
په ټوليزه توګه ويلای شو پاڅونونه د سيمې د امنيت لپاره مهم دي خو چې ولسي پاڅون وي او تر شا یې کومه بله لوبه نه وي پټه، نه دا اوسنې پاڅونونه.
ځکه چې دا د امریکا لوبه ده پاکستان به یې ګرموي او افغانستان به یې د لوبڅار په څېر ننداره کوي او بالاخره به د افغانستان په ګټه نه، په تاوان پای ته رسيږي.