د اسدالله خالد پر سر د بهرنيانو اختلاف


 
نيويارک  ټايمز په  خپله پرونۍ ګڼه کې د  اسدالله خالد په اړه يوه ليکنه  خپره کړې، چې په هغه کې د ملي امنيت د رياست لپاره د اسدالله  خالد د نوماندۍ پر سر د بهرنيو او افغان چارواکو اختلاف په ډاګه کوي. نيويارک  ټايمز ليکي چې ځينې چارواکي د اسدالله خالد په اړه اندېښنه لري، چې که  نوموړی د ملي امنيت په څېر مهمې ادارې ته راشي، څرنګه چې پر ده باندې د بشري حقونو د تېري دعوې موجودې دي، نو دا به د افغانستان لپاره د پر شاتګ مانا ولري.  خو له بلې خوا د  اسدالله خالد کارېزماتيک شخصيت، له طالبانو سره د جګړې سابقه، له سي آی اې سره نږدې اړيکو او له نورو ډلو سره ښو اړيکو ته په کتو سره يو شمېر بهرني سياستوال دی د ولسمشر کرزي لپاره يو قوي سياسي او امنيتي ملاتړ ګڼي. د دوی په اند که چېرې اسدالله خالد د ملي امنيت د رييس په توګه وټاکل شي، نو دا به له ولسمشر سره  مرسته وکړي، چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم د ده نفوذ او واک پر ځای وساتي.
په  ليکنه کې راغلي، چې د احمدولي کرزي تر وژل کېدو  وروسته اسدالله خالد د کرزي د کورنۍ د  غړي حيثيت  غوره  کړی او د ولسمشر کرزي لپاره يې خپله  کلکه وفاداري ثابته کړې. نوموړی همداراز د  کرزي او شمال ټلوالې ترمنځ د پول حيثيت هم  لري، هغه ټلواله چې د کرزي لپاره يې ملاتړ ډېر مهم دي خو هغوی له  دې امله چې دی له پاکستان  سره ښې اړيکې پالي اندېښمن او شکمن دي. خالد ته د پاکستان د دښمن  په سترګه کتل کېږي. د ملي امنيت پخوانی رييس او د شمال ټلوالې يو مهم  غړی امرالله صالح دی يو ښه او زړور سړی ګڼي، چې له ټولو ډلو سره ښې اړيکې لري. نوموړی وايي، چې: دی په شمال کې هم  مشران پېژني او په  جنوب کې يې هم پېژني، نو له  دې کبله کولای شي هغوی سره نږدې کړي.
خو د بشري حقونو فعالين، چې د کندهار د ولايت پر مهال د خالد د شخصي زندانونو په اړه مالومات لري او همداراز يو شمېر سياستوال د  افغانستان د ننه او بهر بيا  اندېښنه لري، چې که  چېرې د  ملي امنيت په څېر مهمه  اداره چې له مخالفينو سره په  جګړه  کې ځپونکی رول لري، د اسدالله خالد لاسته ورشي، نو دا به د بشري حقونو او مدني لاسته راوړنو لپاره يوه ضايعه وي او وايي چې دی به د لوی امنيت په پلمه د مخالفينو د ځپلو داسې لارې چارې پيل کړي، چې له امله به يې د قانون د واکمنۍ او شفافيت اصول قرباني شي.
څرنګه چې په دوو کلو کې د  ناټو رول په افغانستان کې پايته رسېږي، داسې اټکل کېږي چې ښايي ولسمشر کرزی د خپل واک  د غځولو لپاره لاندې چارو ته لاس واچوي: يا  خو کېدای شي له  يوه  ډاډمن ځايناستي سره  د روسيې په څېر د پوتين – مېدوېدوف لوبه طراحي کړي؛ يا  خو ټاکنې شاته کړي او يا هم  خپل ورور (قيوم کرزی) راوړاندې کړي. د شنونکو په اند که چېرې اسداللله خالد د باور رايه ترلاسه کړي، نو کولای شي په دغو ټولو حالاتوکې د کرزي لپاره مهم مرستندوی او ملاتړ  وي. د ويکي ليکس د مالوماتو له مخې د ۲۰۰۹ کال د ټاکنو پر مهال نوموړي د  سرحداتو وزارت د بوديجې ډېره برخه د کرزي په ملاتړ ولګوله.
لوېديزې سرچينې وايي چې د احمد ولي کرزي تر مرګ وروسته اسدالله خالد د کرزي کورنۍ ته نور هم  ډېر نږدې شوی او له همدې امله يې د کندهار ټول واک ده ته سپارلی دی. يو دېپلومات له ولسمشر کرزي سره د  کتنې پر مهال دې ټکي ته  پام  شوی و، چې کرزی له خالد سره داسې رويه کوي لکه يو پلار يې چې له زوی سره کوي. دغه دېپلومات زياتوي، چې که د دندې ۸۰ سلنه موخه دا وي چې پر امنيت باندې منګولې ښخې شي، نو خالد بايد  راشي، خو که چېرې د دندې اتيا  سلنه  موخه د بنسټ  جوړول او د قانون واکمني وي، نو بيا  به  دی غوره انتخاب نه  وي.
نيويارک ټايمز وړاندې ليکي، چې اسدالله  خالد پخوا د عبدالرب رسول سياف لپاره، چې يو محافظه کار سني دی او سعودي عربستان  ته ډېر نږدې دی، کار کاوه. په ۲۰۰۲ کال کې دی د سياف په مرسته د غزني والي شو خو هغه مهال نوموړی ډېر خام و. په لنډه موده کې يې وده  وکړه او د طالبانو پر مرکزونو يې زړور بريدونه وکړل. په ۲۰۰۵ کال کې خالد  په کندهار کې والي شو او هلته يې له قيوم  کرزي سره ډېرې نږدې اړيکې پيدا کړې او يو ځل هم له نوموړي سره يو ځای دوبۍ ته لاړ  چې له طالبانوسره خبرې وکړي. ويل کېږي چې ولسمشر کرزي خپل ورور احمدولي خان کرزی د ده په چارو کې له لاسوهنې منع کړی و. په کندهار کې د ده رول اختلافي و، له يوې خوا يې دخپلو جنګي تاکتيکونو له امله د  ناټو د ځانګړو ځواکونو ملاتړ  ترلاسه کړ، خو له بلې خوا يې يو شمېر لوېديزوال د خپلو کلانکاريو له امله قهرولي وو. همداراز له ده څخه شکايت  کېده  چې د قومي مشرانو درناوی نه کوي، د کتنو پر مهال خپلې پښې پر ميز ږدي او دې ته ورته نور. په ۲۰۰۸ کې خالد د کندهار له ولايت څخه لرې شو او ويل کېدل چې کرزی له ده  څخه ناراضه و. يو کال وروسته چې نوموړی د کابينې د وزارت لپاره په  پام کې ونيول شو، امريکايي سرچينو چې د  ده وړتيا يې ارزوله، نوموړی سخت فاسد او بې کفايته وباله. په  ۲۰۰۹ کال کې د کاناډا په پارلمان کې د يوه پخواني دېپلومات له خوا پر اسدالله خالد  سخت تورونه  ولګېدل. په افغانستان  کې د کاناډا پخواني دېپلومات  (رېچارډ کالوين) نوموړی د مخدره توکو قاچاقبر وباله او  ويې ويل چې ده به هغه کسان چې د ده د لارې پر سر به خڼد  وو، له  منځه وړل او وژل به يې.
تېرکال د  احمدوالي کرزي تر وژل کېدو وروسته نوموړی بيا کندهار ته لاړ  او هلته يې په ډېرې چټکۍ خپل کسان  وګومارل، چې له دې امله د کندهار والي توريالي وېسا حامد  کرزي ته شکايت وکړ.
يو بل دېپلومات وايي، چې د  جنوب زياتره امنيتي څانګې ده ته ګزارش ورکوي، او نوموړی اوس د کرزي د سترګو اوغوږونو حيثيت لري او همداراز په غزني کې طالب ضدپاڅون  ته هم د ده له لارې پيسې ورکول کېږي چې دغه پاڅون بيا د اسلامي حزب له يو شمېر غړو سره نږدې تړاو لري.
سره له دغو ټولو خبرو يو شمېر امريکايي چارواکي وايي، چې دوی به له خالد  سره مرسته وکړي چې پر سمه  لار لاړ شي او ډاډ يې ښودلی چې په  هر حال خالد  داسې يو څوک دی چې کار وسره کېدای شي.