شننونکي  : امریکا له افغانانو سره کړې په تېرو ۱۱ کالونو کې خپلې وعدې نه دي پوره کړې  .

شننونکي : امریکا له افغانانو سره په تېرو ۱۱ کالونو کې خپلې وعدې نه دي پوره کړې .
                         ( دسپټمبر د۱۱ ، د ۱۱ کالیزي په اړه ځانګړی رپوټ )
   په افغانستان کې دبهرني حضور یوولس کاله پوره کېږي له نن نه یوولس کاله وړاندې په واشنګټن او نیویارک کې دنړیوال سوداګریز مرکز او پنتاګونه اسمانڅکو ودانیو تروریستانو الوتکې وجنګولې چې امریکا او نړیوالې ټولنې یې پړه پر القاعدې شبکې واچوله .
     دامریکا حکومت له دغه بریدونو وروسته اعلان وکړ چې دالقاعدې شبکې مشر چې دوی ته یې ځای ځایکی افغانستان ښکارېده ، ددغه حملو مسول دی او که طالبان یې ورته ونه سپاري ؛ نو دوی به د انتقام لپاره په افغانستان یرغل وکړي ، دطالبانو دنظام انکار دهغوی دې  تصمیم ته لاره هواره کړه او امریکاخپله پرېکړه عملي کړه . دغه بریدونه په نيويارک او واشنگټن کې پر همدې ورځ هم مهالو بريدونو پر افغانستان او عراق د امريکا او ملگرو پوځي يرغل ته لاره پرانسته چې له ترهگرۍ سره د مبارزې په نامه د هغه مهال ولسمشر جورج بوش یې پرانستونکی و  .
    که څه هم امریکا دالقاعدې مشر تېرکال دپاکستان په ابېټ اباد کې ووژل شو خو ډېری افغانان وايي چې لاهم امریکا او بهرنۍ نړۍ خپلې وعدې په افغانستان کې نه دي پوره کړي او پاکستان ته یې ددې عمل سزا نه ده ورکړې  . په داسې حال کې چې په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان دوتلو پرېکړه کړې ده .
     دجلال اباد ښار یوه ۷۵ پنځه اویاکلن سپین ږيری حاجي بونیر له تېرو یوولسو کالونو راهیسې درسنیو له لارې دافغانستان حالات څاري ، دی وايي چې دخلکو په وضعیت کې زیات بدلون راغلی خو له زورواکو سر ټکوي او په وینا یې چې افغان حکومت  ددوی د  زور په اوبه کولو لا هم نه دی توانېدلی .او په ولس یې دحکومت اغېزکم کړی دی : « تغیر دا راغلی چې اردو ، عسکر او نورو امنیتي ځواکونو دشتون ترڅنګ ،دابادۍ ځینې کارونه شوي ، سرکونه پاخه شوي خو یوازې زور واکي نه دي اصلاح شوي ،حکومت باید هغوی مهار کړي وي »
    دسیاسي چارو شننونکی او داریانا په نوم خصوصي پوهنتون استاد شیرعلم امله وال وايي چې یوولس کاله وړاندې افغانستان له دیپلوماتیک اړخه محروم  پاتې هېواد و خو دطالبانو دحکومت له پرزېدو وروسته افغانستان یو ځل بیا به دې  وتوانېده  چې دنړۍ له  ګڼو هېوادنو سره سیاسي اړیکې ټینګې کړي ، امله وال په دې اړه صفا رادیو ته وویل : « افغانستان له نن نه ۲۰ کاله وړاندې په نړیواله کچه له انزوا سره مخ و ، دنورو هېوادونو سره یې هېڅ سیاسي او دیپلوماتیکې اړیکې نه وې ، ښه خبره داده چې په دې یوولسو کالونو کې له دې انزوا نه راووت . »
    امله وال وايي چې دنړیوالو او افغانانو دتمې سره سم که څه هم دبهرنیانو له وتلو وروسته کوم پاتې کېدونکی نظام نه لرو خو په تېرو لسو کالو کې هغه برخه چې پرمختګ په کې شوی دتعلیم او معارف برخه ده ؛ اما له هیلې سره سم یو ځواکمن پوځ ، ځواب ویونکی حکومت ، دجنګي جنایت کارانو  محاکمه  او دانتقالي عدالت نه  ترسره کېدل دافغان حکومت له منفي کړنو څخه دي .
    سرچینه روانې جګړې ته اقتصادي جګړه وايي او زیاتوي  چې ددغه جګړې سرته رسول هم دافغان حکومت او طالبانو له وسه وتلي دي ، هغه په دې اړه زیاته کړه :« لکه څرنګه چې امریکا افغانستان ته دترورېږم په ځاله پسې راغله همداسې دې اوس هم دترورېزم په ځاله پسې لاړه شي ، دا خو معلومه خبره ده چې دترورېزم ریښې اوس له پاکستانه پرته بل ځای نه دي .»
    که څه ډېری نور شننونکی بیا دزده کوونکو په مخ دښوونځیو پرانسته ، په تعليمي او اقتصادي ډګر کې دخصوصي سکتور وده ، دلویو لارو جوړېدل ، دپارلمان او ولایتي شوراګانو شتون ، داساسي قانون جوړېدل ، له ګڼو هېوادونو سره دوروستیو ستراتیژیکو تړونونو لاسلیک  او دنړۍ له نږدې اویا هېوادونو سره دافغان دیپلوماتیکي اړیکې دافغان حکومت نورې عمده لاس ته راوړنې ګني خو دبهرنیو ځواکونو او په ځانګړي ډول دامریکایانو له خوا دملکي خلکو وژنه او خپل سري عملیات هغه څه دي چې طالبان یې یو ځل بیا ځواکمن کړل او دولس او حکومت تر مینځ یې فاصله ډېره کړه .
     افغان شننونکی او تاریخ پوه استاذ حبیب الله رفیع دسپټمبریوولسمې پېښه او له افغانانو سره امریکا کړې وعدې یوه « ډرامه » بولي او ددې لپاره جوړه شوې وه چې په افغانستان کې واکمنو بې ارادو کسانو له شتون نه ګټه واخلي او مړه شوې جګړه را ژوندۍ کړي ، هغه په دې اړه صفا راډيو ته وویل : « جګړه دامریکا یوه ډرامه ده ، دوی ځکه افغانستان خوښ کړ چې دا یو بې څښتنه هېواد و او داسې کسان یې واک ته ورسول چې دامریکا دهېڅ عمل په مقابل کې یې دهغوی دمخنیوي هڅه نه کوله .»
      استاد رفیع وايي که چېرته افغان چارواکو کومه ملي اراده درلودی نو په توانېدلي و چې له همدې کبله یې امریکایان مجبور نه شوی کړای چې کړې وعدې پوره او افغانستان پرې ودان کړي :« نو په دې اساس سره دامریکا وعدې دروغ وې او ترسره یې نه کړې ، بله داچې دافغانستان حکومت ملي اراده نه درلوده ، له همدې کبله یې امریکان مجبور نه شوی کړای چې خپلې وعدې ترسره کړي ترڅو وران شوی افغانستان پرې ودان شي .
   په تېرو لسوکالونو کې دروزل شوو افغان امینتي ځواکونو شمېره له درې سوو زرو څخه اوړي او نړیوال دا تمه لري   چې دژمنې سره سم به تر ۲۰۱۴ کال پورې خپل ټول امنیتی ځواکونه له افغانستان نه وباسي او چارې به یې افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي .
     په تېرو یوولسو کالونو کې په افغانستان کې دافغان حکومت  دوسله والو مخالفینو سره په مخامخ جګړه ، ځانمرګو او سرک غاړې بریدونه کې له درې زرو نه زیات بهرني سرتیري چې ډېری یې امریکان دي او همدا راز په زرګونو ملکي افغانان  او وسله وال مخالفین وژل شوي دي .
       ددې ترڅنګ دچارو کارپوهان دامریکا داقتصادي بنسټونو کمزوري ، په امریکا کې اونورو هېوادونو کې دسرتېرو له  را استولو سره دولسونو مخالفت ، دطالبانو دجګړو شدت ، په افغان امنیتي ځواکونو کې دطالبانو نفوذ هغه څه بولي چې امریکا او متحدین یې په افغانستان کې له روانې جګړې نه ستړي کړي دي .یو زیات شمېر نورو افغانان بیا که شوو پرمختګونو ته خوښ دي خو ورځ تر ورځې دامنیتي وضعیت خرابي دافغان حکومت دمصلحتونو او دبهرنیو پوځیانو یا نړیوالې ټولنې د ناغېړۍ پایله ګني .