فیسبوک او موږ

 لیمه احمدزۍ
 
دا مطلب می ځکه د فیسبوک او موږ په نوم نومولی دی چی پری د کومی خاص ټولګی احساسات زخمی نشي.
یو وخت کی به که چا غوښتل چی مشهور شی یا یی غږ او یا هم نوم خور شي نو یا به یی کوم مشهور تلویزیوني او یا رادیویی پروګرام ته ټیلیفون کولو او یا به یی هم لیک استولو. یو وخت کی په کابل کی د سباوون په نامه یوه میاشتنی مجله چاپیده چی ورکی به ځوانانو خپل احساسات او نطریات په شوق سره د خلکو اذهانو ته رسول. خو دا ټول کارونه خورا ګران وه ځکه له یوی خوا مصرف پری راتللو او له بلی خو به په کال کی یو ځل چرته چاته موقعه برابره شوه.

خو نن سبا د ټکنالوژی له برکت نه خلک کولای شي چی په یوه وخت کی د نړۍ په هر ګوټ کی له هرچا سره اړیکی وساتی او حتی په عامه پاڼو لکه فیسبوک، تیوتر، لینکد ان او داسی نورو پاڼو کی په یوه وخت سلګونو او یا هم زرګونو کسانو ته خپل پیام واستوی. تاسو ټول خو به خبر یاستی چی د مصر انقلاب د فیسبوک د پاڼی نه شروع شوی وه. نو د ټکنالوژی د قدرت نه نن سبا د نړی غټ سیاستمداران هم یریږی. یو وخت کی اوازه وه چی د عربستان پادشاه غوښتل چی په اربونو ملیونو ډالرو باندی د فیسبوک صفحه واخلی. دا هم د دی ټولنیزو پاڼو په اهمیت باندی دلالت کوی.


راځم د مطلب اصلی خبری ته: له ډیره وخت نه د فیسبوک په پاڼه کی د مشهورو او نامعلومو دوستانو او دښمنانو پوستونه ګورم. زموږ ځوانانو ته خو خدای ورکړی ده. ټول له یوه سر نه فوټوګرافران شوي دی. نیمچه ځوانانو خو به د پلارونو نیمه دارایی د دیجیټل کمرو په اخیستو مصرف کړي وي ترڅو وکولای شي فیسبوک لپاره ښکلي نه ښکلي انځورونه واخلي. چا به پکی د خپلی سالګری انځورونه اچولي وي، چا به ورکي د هوای ډګر کی اخیستلي عکسونه اچولي وی چی وښایی چی جناب عالی خارجه ته روان دی او یا به یو نیم کلیوال پکی د حج عکسونه ټومبلي وی. خو بس سخت ناتار روان دي. او چی کامنټونو ته بیا ورشي نو حیران به شی. څوک به ورته لیکي هلکه مه خرابیګی، واه واه ډیر مزیداراو بچه بیخي مقبول شدي او داسی نور.... بس همدا سلسله روانه وي او په ناحقه به د یو بل تعریفونه سره روان کړي وی.هغه د یوه عالم خبره راشه که تودګی!
 
یو نیم ماسټری او بچیلر (لیسانس) والا پکی سیاست هم ډزوي او یو بل پسي احتجاج کوي. زموږ سندرغاړو هم د فیسبوک نه خورا سخته ګټه پورته کړی ده. مخکی به یی چا نوی البوم په کلونو هم د ارباب رو‌ډ د کسټ اخیستونکو څخه نه اخیستلو اوس یی داسی په درز کی تبلیغات کوی چی څوک نه څوک خو به یی خامخا واخلي. د کنسرتونو د اعلانونو لپاره هم اوس مجبور ندی چی تلویزیونونو ته پیسی ورکړي، خو دا ګټی د فیسبوک نه زموږ یوه خاصه طبقه ورځنی پورته کوي.
 
ګروپی پاڼی
افغانانو بلا ډیری ګروپی پاڼی جوړی کړی دی. چا د جهادی مشرانو او شهیدانو په نوم پاڼی جوړي کړي. چا د غزاله جاوید د یاد بود په روی باندی پاڼی ښایسته کړي دی. چی بیا د خراسان کبیر لپاره تبلیغونه شروع کړي دی. چا پکی د راوا لپاره درز او غپ شروع کړی دی. زموږ د خلق او پرچم وروڼه هم وروسته ندي پاتي او بلا پاڼی یی جوړی کړي دی او پکی د خپلو حزبی مرامونو تبلیغ کوي. په خلاصه ډول بلا غواغا ده. څوک چا ته خایین وایی او څوک چاته. خیر نه غواړم چی دا لیکنه سیاسي کړم نو لدی بحث نه به تیریږم خو ددی پاڼو په لیدلو سره سړی په اوضح ډول لیدلی شي چی افغانان خصوصا تعلیم یافته افغانان په څومره ډلو تپلو باندی ویشل شوي دي. الله مو دی مل شي.
 
د ښځو فیسبوک:
زموږ تعلیم یافته او نیمی تعلیم یافته، خارج کی میشتي او نا میشتي خورګانی هم وروسته ندی پاتي. دوی هم د فیسبوک دنیا ته ګام ایښی دی. زیاتره داخلی اوسیدونکی د خارجی اوسیدونکو نه پدی توپیر کیږی چی په فیسبوک کی د خپل عکس په ځای یی د پیشوګانو، ګلونو، منظرو، چرګانو، تورو سترکو، حجاب، نیمه مخ، د بنګړو نه ډک لاسونو او نورداسی ورته عکسونه وی. زموږ فیسبوک د خورګانو لپاره هم ډیره ښه او بی ضرره مشغله ده. مخکی به خارج کی د غیبت لپاره تروریانو د جرمنی نه امریکا ته ټیلیفون کولو خو اوس یی مستقیما په کامڼټس باکس کی لیکي. مصرف هم کم او قصی هم اوږدي. مخکی به یی د شرینی خوری او سالګری عکسونه سره د پوستي له لاره یو بل ته لیږل اوس یی د فیسبوک له لاری شریکوي او ډیر یی لا ټولی دنیا ته په نمایش ګدي. خو د هر چا خوښه. یو نیم پکی لا د خپلو یو ورځنی ماشوم عکس هم پکی لا واچوی او بیا ورپسی د عکسونو د اچولو سلسله جاری شی. امروز فلانی جان مادر ګفت، امروز تشناب رفتن یاد ګرفت، امروز دو زد و غیره و غیره. بلا اټن دی. هغه ورځ می یوه خور ولیده چی د څو ورځو راهیسی دخپل پخلی عکسونه پکی ږدی او لیکي [اینه اشک مزه دار نوش جان همه دوستان نازنین، اینه منتوی مزه دار نوش جان همه دوستان عزیز، اینه بولانی مزه دار که مادر مرحومم خیلی دوستش داشت] په والله سر می ورته وګرځید چی دا خلک والله ښه وزګار دی او زه هم دوی نه زیاته وزګاره یم. بعضی پکی د خپلو احساساتو بیان هم کوی لکه (او ګاد تودی فیلس لایک هیل ، ا مس یو ) او داسی نور ږږږددوی په هکله خو یو کتاب لیکلی شم خو اوس نه.

زموږ لیبرال ښځو ته خو خدای ورکړی ده. هره ورځ به یی یو نوی انځور د نویو جامو سره ور اچولوی وي. ټولو نه د فلم جینکی جوړی شوی دی. هغه ورځ می د یوی فیشن ته کاته والله حیرانه شوم چی هغه د فلم جینکی به هم والله که داسی ښکلی او د سلیقی نه ډک فیشن وکی. نو د عکسونو د اچولو سره نو بیا نظریات را شروع شي. د دوست او دښمن له طرف نه به ولیکل شی [واو وات ا بیوتي! خوده سپند کو. پښتانه وروڼه بیا د خپلو احساساتو خالص اظهار داسی وکی: الله دی د بدو سترګو نه وساته) اوداسی نور.


ماسره په دی پاڼه کی څه خارجی ښځی هم شته خو والله که یی په کلونو کو پوست او یا هم نوی عکس ګورم. که زیات نه زیا ت څه ولیکی نو د خپلو نویو کارونو او لاسته راوړنو او یا هم د نویو ساینسی پرمختګونو په هکله به وي. ددی نه سیوا ما د هغوی نه کوم فیشني عکس لیدلی او یا هم د پخلی عکسونه. نه می لیدلی چی کوم سمتی پاڼی یی جوړی کړی وی چی یو بل پسی کنځل وکړی او نه می هم لیدلی چی ورنه د غیبت لپاره کار واخلي.
 
داسی خارجیان هم پیژنم چی د همدی فیسبوک له لاری کار پیدا کوی، خپل بزنس لپاره خرڅلاو مومي او وده ورکوي. د هغوی لپاره د ژوند هره لمحه قیمتي ده او ورځني ګټه اخلی. د خپل وزګار وخت نه یا د کوم کتاب په لوستلو او یا هم د نوی کسب په زده کړه کی ګټه اخلی. خیر ټول به یی داسی نه وی، خو څومره تعلیم یافته یی چی ما لیدلی همداسی وه.
 
ښه نو دا ښو ځما يو وړوکی د سترګو حال وه. خو د افسوس خبر داده چی ډیر کم کسان می په افغانانو کی  ولیدل چی علمی نظریا ت یی شریک کړي وی. ډیر کم کسان ګورم چی د ټولنی د اصلاح لپاره ددی ټولنیز پاڼو نه ګټه واخلي. نن سبا دی پاڼو ځوان او زوړ له کاره ویستلی لکه څنګه چی هندی ډرامو او مبایل فونونو کابل کی خلک له کارنه ویستلی. زموږ هیواد د دنیا په غریبو هیوادو کی حسابیږی چی که د خارجیانو خیرات راباندی ودریږی نو موږ ددی جوګه نه یو چی خپلی یوی ناروغی خور ته یوه د درد ګولی هم جوړه کړو، نو ولی زموږ دا نسلونه له  ځان پرستي، سمت پرستي، وخت ځایه کولو نه لاس نه اخلي؟ نور نو قضاوت لوستونکو ته پریږدم.
 
زه دا حق ځانته نه ورکوم چی دا نصیحت وکړرم چی موږ دی دوستانو سره خپل معلومات نه شریکو او یا هم خپل انځورونه دی نه شریکوو، خو زه د ټولو پام ددی کارونو ټولنیز تاثیراتو ته رابولم. زه دا نه وایم چی زموږ خوریانی دی د اشک او منتو عکسونه په فیسبوک کی نه شریکوی، خو زه دا فکر کوم  ددوی دا عمل دا ښیی چی دوی څومره اوزګاره او بی مطلبه وخت تیروي. زه دا نه وایم چی د خپلی سالګری انځورونه دنیا سره مه شریکوی، خو زه دا نظر لرم چی زه به خپلی شخصي خوښی صرف ځان سره ساتم او ځان نه به عامه شتمنی نه جوړوم. ددی په ځای به یو علمی مطلب دوستانو سره شریک کړم چی هم یی دین او هم دنیا ته ګټه ورسوی، او یا به د کومی دندی په هکله معلومات خپور کړم چی بعضی دوستانو سره می مرسته وشي چی دنده پیدا کړي او یا به هم د کومی تعلیمی سکالرشپ په هکله معلومات خپاره کړم چی کوم ځوان ترینه ګټه پورته کړي.
 
وسلام