سوالګر که زورور

سوالګر که زورور...؟
په افغانستان کې د څو لسيزو پر له پسې جګړو ډېرو افغانانو ته زيانونه واړول ډېر افغانان وژل شول، معيوبه، او د خپل هيواد پرېښودلو ته اړ شول. د دغو جګړو له امله نن هرافغان ځوريږي. دې جګرو له پورته يادو  زيانونو سره سره نورې بدبختۍ هم له  ځان سره راوړي، چې يوه لويه هغه يې په هېواد کې د بې سارو سوالګرو موجوديت دى، چې ډيرو افغانو په دغو جګرو کې د کور مشران له لاسه ورکړل اوس دغه کورنۍ مجبوره دي، چې د کور د اړتياو د پوره کولو لپاره  پيسې لاس ته راوړي، خو دوى چې يا يې لاس و پښه له لاسه ورکړې او يا هم په ذهن ژوبل دي سوال ته مخه کړي ده.
خو د دغو سوالګرو نه  هر افغان تر پوزې راغلى دى، د کابل په هره جاده، سرک، او کوڅو کې سوالګر تر سترګو کيږي نه يواځي په کابل ښار کې، بلکې په ډيرو ولايتونو کې همدا حال دى.
د دغو سوالګرو ډېره برخه ښځې اوماشومان دي، ځينې په زوره له خلکو پيسې اخلي خلکو ته لاس ور اچوي او يا يې پښو ته پرېوزې، خو ځينې نور يې د پسيو په بدل کې نامشروع کارونو کوي. همدا رنګه د سوالګرو ماشومانو نه د پيسو په بدل کې ناوړه ګټه اخستل کيږي.
د افغانستان په شمال کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د هغو ماشومانو په اړه اندېښنه ښولې چې ویل کیږي، د دروېزې کولو لپاره ورنه کار اخیستل کیږي. دوي وايي چه ان ماشومانو ته د بې هوشه کولو لپاره نيشه  کونکي مواد ورکول کيږي.
په کابل او د مزارښار په یو شمیر برخو کې داسې ډېرې سوالګرې ښځې لیدل کیږي، چې د سړکونو ترڅنګ ېې په پلې لارو کې خپل ماشومان اچولې وي، چې د ناوړه وضعیت په لیدو یې د خلکو احساسات را پاریږی.
دوي وايې پدې سره ښې پيسې لاس ته راوړي. روغتيا پوهان وايې چې د نشيي موادو استعمال پر ماشومانو ډېرې زر بدې اغزې کوي او ډېر زيانونه لري. نشيي توکي نه تنها د ماشومانو لپاره مضر دي، بلکې د هر انسان د صحت لپاره زيان لري. روغتيا پوهان وايي چې مخدره توکي د ماشومانو په عصبي سيستم او د بدن په نور غړو بد تاثير کوي او ان د بدن ځيني غړي يې فلج کيږي او په لږ وخت کې د مرګ سبب کيږي.
د سوالګرو له ډلې له کوچنيانو يې ناوړه ګټه اخستل او ښځې يې د پيسو په بدل کې نامشروع کارونو ته مخه کول هغه ستونزه ده، چې خلک يې ډير اندښمن کړي دي.
دا ستونزه دومره لويه ده، چى چارواکې يې د مخنوي سختى هلى ځلى کوي، خو لا بشپړ پرې برلاسي شوي نه دي.
ولسمشر د سوالګرو د راټولو لپاره يو کميسيون جوړ کړ او خپل دوهم مرستيال كريم خليلي يې ددې کميسيون مشر وټاکه، چې د دې كميسيون اصلي سكرتريت د سرې مياشتې پر غاړه ؤ او ۸ دولتې ارګانونو لكه، د  كورنيو چارو، عامې روغتيا،  د ښځو چارو، د اطلاعاتو او فرهنګ، د حج او اوقافو او د كار او ټولنيزو چارو وزارتونو او كابل ښاروالۍ یې غړيتوب درلود.
د كميسيون د كار په پيليدو سره ټولو اړوندو ارګانونو ژمنه وكړه، چې دا ځل به په دې كار كې برياليتوب ترلاسه كړي او ډير ژر به ددې ناوړه پديدې ټغر له هيواد څخه ټول كړي.
خو دا دی اوس، چې د كميسيون له كار څخه ډېر وخت تير شو او په داسې حال كې، چې د دې كميسيون كار لاهم روان دی، خو بيا هم په دې كار كې د پام وړ برياليتوب او پرمختګ نه تر سترګو کيږي.
په دې ورستيو کې داسې ويل کيږي، چې ډير سوالګر له ګاونډي هيواد پاکستان څخه افغانستان ته راځي او د تجارت په شکل په کابل، کندهار، بلخ، ننګرهار او ځينو نور ولايتونو کې کار کوي.
دغو تجارتي سوالګرو خلک تر پوزې راوستي، په زور ترې پيسې غواړي، ښاريان يې د ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي خو دولت د بهرنيو سوالګرو مخه نه هيڅ نه ده نيولې.
دولت بايد  سوالګرو ته جدي پاملرنه وکړي د دغو بدبختيو ټغر په ټولو کې دې کوښښ وکړي او سوالګرو ماشومانو ته دې د درس زمينه برابره کړي او هغه سوالګر چې له ګونډيو هيوادونو څخه راځي، د هغوي بايد مخه ونيول شي او کوم سوالګر چې د ګاونډيو هېوادونه نه راغلي هغه بايد له هېواده وباسي که نه نو د دغو پنجابيانو له زړونو او موخو خداى خبر...  
 
حسيب الرحمن (نورمل)