دا د امــن جــرگه  لا څــه مانـا لــري؟

زما په اند دا يوه داسي كرغيړنه او تكه توره توطيه ده چه غواړي دلــوى پښــتون توكم ټـټرپه ډيره بي شرمي
 اوناروا سره په دوو برخووويشـي په دي كرغيړنه توطيه كي ترټولولمړى زموږ دخاوري غليمانواود لسـتوڼي مارانويواو بل ته  په ډيره بي شرمي سره لاس وركړى دى ترڅودخپل پير ISI عبادت په ښه تـوگـه وكړاى شي اوداتوره،كرغيړنه اوشرميدلي كرښه په افغان اولس د رسمي پولي په څيرومني.
نن مي له ازادي راډيوڅخه واوريدل چه ۷۰۰تـنه به كابـل ته راشي جرگه به وكړي ترڅودامن په راوستلو كي 
ونډه واخلي خو كوم امـن اوپه كومه بيه؟
دا ۷۰۰تنه څوك او چا را جوړ كړي دي؟
په كابل كي واك د چا اوچا راوستلي دي؟
داټوله نړۍ چه راغلي امن نه شي راوستلى څنگه به دا ۷۰۰ تنه دومره غښتلي وي چي امن راولي؟
ظاهراٌ خويي ډاكترفاروق ته په لاس كي ميكروفون وركړى دى دهغه له هري خبري خو ځكه ډيره بده انگيرنه
كوم چي د دغه ژبه ورفاروق ترشاه توري توري بلاوي وينم توطيه ډيره لـويه توطيه راته بريښي لنډه يي داچي
 دا به له مظلوم پښــتون قام سره ستره او نه بښونكي جفا وي خو دومره په ډاگه اوپه ډاډ ويلى شم چه دابه نه
څوك ورسره ومني اونه به عملي شي ځكه چه اوبه څوك په ډانگ نه شي بيلولى دبرلـــين ديوال څنگه ونړيد.
څه چه يادونه يي اړينه گڼم هغه داده چي:
۱ـ نه زموږدامنفور،خيټوراو تش په نامه پارلمان داحق لري چه په دي اړوند خوله چوله كړي اونه دكابل اداره.
۲ـ داجرگه دامن جوگه كيداى نه شي نه بايد وخت ورباندي ولږيږي اونه اولس وغولول شي .
۳ـ نړيواله ټولنه خپله ځانگړي ستراتيژي لري دهغي دعملي كولو لپاره له هغوى سره جدي خبري داولس په ژبه
 په كاردي نه د وطنپلورونكو اوجنگي جنايتكارانوپه ژبه.
۴ـ دافغانستان اوسنى حالت استرار ته اړاوژر تر ژره د تش په نامه پارلمان نړيدل په كاردي .
خوږو لوستونكو!
له سخته درده او ناچاري له وسله والو مخاليفينو څخه دا هيله كوم چي كه ريښتيا هم زموږ دځوريدلى، لرغون
او سپيڅلى پښتون قام درد ورسره وي نوخپل دوښمن د وپيژني، دخبرو لاردخپله اوخپله وسله دپه هغه چا ور 
واړوئ څوك چه لر اوبرسره بيلوي اوكه نه نوبيا خوبي له شكه چه دوى هم دISI پاخه موريدان دي.