خلك ما غواړي هاهاها

خوږو لوستونكو!
دجرمنى دشپيگل له مجلي سره مي ديوو سترجنگى جنا يتكار او ملى خاين مركه ولوسته ورته حيران شوم او له ځان ســره مي وويل چه رښتيا هم دا سړئ هيڅ شرم نه لري.
څنگه له خلكو سره لا د مركوجرت لري او په څومره سپين سترگي سره دټولو نړيــوالـو په سترگـــوكي خاوري وراچوي.
كابل خود ده دجنايتكاري ډلگۍ لـه لاسه كنډر كنډر،ملى وحد ت ټوټه ټوټه،اوپه سلهاوو زروبيگناه هيــوادوالـوخپل ژوند لـه لاسه وركړاوبيا ده كولاب ته پناه ويوړه اواوس لا وائي چه ماخلگ غـواړي .
ښه مي په ياد دي چه همدي ښاغلي خپلو ډډو ته په ارگ كي لمرهم نه شوى وركولاى اوشپه اوورځ به په غوجل كي پروت ؤ دا مــلالۍ جويا خو رښتيا ويلي چه په پارلمان كي څاروي ناست دي اوكه نه د دوودريو خــروارو بادامــوخـوړل خـوپه يو كال ګي د څوتنو په وس نه وي.
خيرپه هرصورت كله ئي چه كولاب ته په ځغاستو كړبيا ئي هلته هم دولسمشري دعوه كوله نړيوالي ټولني هم خپلواوتوبوتو ته پريښى ؤ لكه دانن هم چه په نړيواله ټولنه دروسانو او او بشــردوښمنو ايراني ډلو دگټو لپاره تيرئ كوي .
اړين گڼم وليكم هغه چا چه كــولاب ته په ځغاستوكړهغه په پاكستان كي روزل شوي جنگي ډلي دي چه دطالبانو په نـوم بلليكيږي اودپښتون قام دتباهي لپاره په شعوري اوغيري شعوري ډول چاري په مخ بيايي چه دئ ورسره ښــي پوره اړيكي لري كه په ياد مو وي ترلــوگــره ئي ورته اسماني ملايــكي ويلـي بيا ئي ظاهــراء تاكتيك بد ل كړملى شتمني ئي له بانكونـوراټوله اودكابل هستي چه څه وه ترنظامي وسـا يطـوپوري ئي ټولــه دملى خاين (مسعود)په څټ پوري ور وتړله اوپښي ئي دكولاب په خواسپكي كړي.
په هروخت كي ئي ډول ډول لوبي اوبي شميره قتلونه وكړل نن پښـــتون وژنه سبا هـزاره بله ورځ اوزبك اوداسي نوراوبيا به ئي كله په مــكـه شـــريفـه كي قــرانونه خوړل اوكله به ئي بيا ډول ډول ناروا تړونونه له جنايتكارو جنگي ډلو سره تړل.
داښاغلى له درينيمولسيزوڅخه زيات ISI خرخره كړئ ترڅودمسعوداونوروهيوادپلورونكو په شان زموږمـــلى وحد ت ويجاړاوزموږدخاوري تماميت په خطركي واچوي لكه عمــلاء ئي چه دا ناوړه او شرميدلي ناملي جبهه دڅوشرميدلوغلواوجاسوسانو په گډون جوړه اودگران هيواد لا وراني ته ئي مټي را ونغښتي .
دخندا ځاى دئ چه د داسي دولت په مقابل كي جبهه جوړوي چه هلته دكورنيو چارو وزارت،ددفاع وزارت،ملي امنيت،يعني په ټولو وسلوالو قوتونو كي ئي خپل غله تخته كړي اودا نور ټـول وزارتـونـه ئي تركنترول لاندي اود ډيرئ ولايتونوكنترول هم دهغوجنگي مجرمنو،ټوپكسالارانواونشيي توكـودسـوداگروقوماندانانوپه ولكه كي دى كــوم چه دجمعيت اســـلامي په وطن پلورونكي ډله پوري تړاولري وا وا دا ده جبـــهه تردي به لا غټه سپين سترگي په نړۍ كي وي ؟
په ياده شوي مركه كي ئي په ډيـره سپين سترگي داجـرت هم كړى او وائي چه معمولاء د دريمي نړۍ ولسمشـران وروسته له قدرته بل ملك ته پناه وړي خوزه په خلگو گران يم ځكه په هيواد كي اوسيږم بيا وائي چي ماهلمند اوقندهارته سفرونه وكړل او هلته په زرهاووتنو ماته ښه راغلاست وويل.
ماته نودا پوښتنه پيدا شوه چه دزرهاوو تنو په منځ كي ولي ځانمرگى بريد درباندي ونه شو؟
بيا مي وويل چه نه پوښتنه حل ده ځكه چه دځانمرگوبريدونوپه نښــه كولــوكي خوته ورســره مل مل يي او داڅــوك كه دتا ښه راغلاست ته را غلي وي نو زما په اغلب گومان به ستا د مخــدره موادو انډيوالان اوستا دمافيائي تورځنځير كـړۍ وي بــل داچه ته د گران افغانستان د كړيدلي اولس په منځ كي نه بلكه دغلــوپه منځ كي ځاي لري اوبس .
غيســـــــــى