
ارشادرغاند
یوه نوې لوبه چې افغانانو ته په لوی لاس د نورو زیاتو په شان پلان شوې وه او اوس یې د عملي کېدو ورځې دي، د سیمه ییزو پولیسو په نامه په ځینو سیمو کې د یوه وسله وال ځواک اېجادول دي.
له پیله چې د دې کار اراده شوې وه،خلک او شنونکي یې مخالف وو،مخکې لیدل شوي وو، چې دې کار ښه نتیجه نه وه ورکړې.
امریکا چې له افغانستانه تر دوه زره څوارلسمه له افغانستانه د زیاتو سرتېرو د وېستو وعده کړې،ګومان کېږي، چې پخپل لګښت د دې رامنځته کړي ځواک له رامنځته کولو څخه له اوسه نیولې،تر راتلونکې پورې د کومې بلې بدې لوبې فکر کړی.
د سیمه ییزو پولیسو له فعالیته تراوسه چې لیدل شوي،هدف،عمل او نتیجه ترډېره د ټوپکواکۍ او خپلسرۍ د واکمنولو هڅه ده.
مخکیني ټوپکوال اکثره، چې په دې لوبه کې لازم ګڼل شوي،پراخې پیسې،امکانات او واکونه ور بښل شوي،دوی د زوړ ملا او زوړ جومات په ګومان د پخوانیو خوبونو دناعملي شویو صحنو عملي کېدو ته خوشبینه کړي.
عجیبه دا ده،چې د روانو حالاتو واکمنې غاړې د بشري حقونو ناره ډېره وهي، خو د دې کار په پیلولو سره یې تر ډېرو ډېر مخالفت د بشري حقونو کمېسون وکړ،خو د نورو زیاتو خبرو په شان چې د تپیل شوي سیاست په مقابل کې بابیزه ګڼل کېږي،پردې اندېښنو هم چا غوږ ونه ګراوه.
د دې ځواک د رامنځته کېدو طراحان او حامیان عجیبه دلایل د دې کار لپاره وايي:سیمه ییز پولیس د ناامنۍ په مهارولو کې ښه ثابتیږي!
دوی د دې پرځای چې نور ولس تېر باسي،پرخپلې کم اهلۍ د دې لپاره چې د ناامنۍ لاملونه او حل لارې نه پېژني،لا زیان کوي،ځکه ولس له ترخو تجربو او بدو ورځو څخه د دې پوښتنو ټول ځوابونه ترلاسه کړي.
کورنیو چارو وزارت چې دا ځواک پخپله غېږه کې پالي،ویلي،چې تر دوه زره څوارلسمه به د سیمه ییزو پولیسو شمېر تر دېرشو زرو تنو واړوي.
دا وزارت،افغان حکومت او بهرني ملاتړي یې که رېښتیا د افغانانو پر بدې ورځې ځوریږي،باید هغه ستونزې چې د دوی د خپلمنځۍ ناهمغږۍ،فساد او ناسمو سیاستونو له وجې رامنځته شوي او تر هرچا دوی خپله پرې ښه پوهېږي،کمزورې او له منځه یوسي.
ډېر تصور د سیمه ییزو پولیسو په اړه همدا دی، چې اوسني جنایتونه یې تردوه زره څوارلسم وروسته د نورو سرخوږیو لپاره له اوسه سترګې سرې کول دي.
د پولیسو په نامه دا وسله وال له اوسه په ډېرو سیمو کې د بدنامو افرادو په ګټه په کار او موجودیت تورن دي،دا پر هغو اندېښنو یوه بله جدي زیاتونه ده، چې افغانان یې د خپل نېږدې راتلونکي په اړه لري.
شک کېږي، چې په اوسني فساد ځپلې واکمنۍ کې بدکرداره څېرې د راتلونکې واکمنۍ د ګواښلو او خپلو ګټو د ساتنې لپاره په دې تحمیلي ځواک کې خپلې ګډې شریکې کړي.
که افغان حکومت او بهرني ملګري یې دا جدي اندېښنه له اوسه زر اواره او د افغانستان د امنیت،سیاست او نورو لومړیتوبونو په اړه خپل روښانه سیاستونه څرګند او خلک پرې قانع نه کړي،دوی ته به هم سرخوږي زېږونکي سیاستونه یې له سرخوږیو تش نه وي.