اسلام، سوله او نړيواله ورورولي

اسلام د سولې او ورورولۍ دين دی، لکه څنګه چې یې له نومه ښکاري، اسلام له سلامتيا او امن څخه اخيستل شوی او هر مسلمان چې له بل مسلمان سره ويني، هغه باید د خبرو کولو دمخه پر خپل مسلمان ورور سلام واچوي او هغه ته ووايي زما له خوا په امن کې ياست او سلامتيا دې وي پر تا.
سوله انسانانو ته ارامي وربښي او سوله ده، چې له زړونو وېره، ډار، کرکه، نهيلي او نور شيان لرې کوي. سوله جګړه ايز حالت ته د پای ټکی ږدي، د رخې ځای مينې ته پرېږدي او انسانانو ته د پرمختګ لاره اواروي.
اسلام تل مسلمانانو ته د سولې د خپرولو او پياده کولو لارښوونه کوي او دوی ته وايي، چې خپل بل مسلمان ورور سره تل نيکي کوﺉ او تل په خپلو کارونو کې حوصله کوﺉ، دروغ مه وايی، خيانت مه کوﺉ، داړه ماري مه کوﺉ، مخدره او نشه يي توکي مه کاروﺉ او .... ځکه چې دا ټول د سولې ټيکاو ته زيان رسوي.
براء بن عازب وايي: موږ ته نبي كريم (ص) د اوو څيزونو په كولو سره امرى كړى دى، هغه د ناروغ پوښتنه، د مسلمان په جنازه كې ګډون او د هغې بدرګه كول، د پرنجېدونكي لپاره (يرحمك الله) ويل، د كمزوري مرسته كول، دمظلوم مټ پياوړي كول، د سلام اچول او د وېشونكي بښل دي.
کله مې چې د سولې په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د انټرنټ پاڼې کتلې، نو په يوې ليکنې مخ شوم، چې په هغې ليکنې کې يې د سلام په اړه داسې ليکلي و:
د السلام عليكم په هكله د سعودي عرب يو عالم (سلمان العوده) وايي، چې سلام څلور ماناګانې لري:
۱- چا چې سلام درکړ، نو پوهه شه، چې هغه د الله نوم تاسې ته ډالۍ كړ، ځكه سلام د الله نوم دى. مانا يي داده، چې ته د الله په ساتنه، رحمت او بركت كې نغښتل شوى يې.
۲-  سلام د سلامتيا په مانا: يانې تاسې دې له آفتونو، نارغيو څخه سلامت وئ، ستاسې، دين، آبرو او عزت دې الله تل په امان كې لري.
۳- سلام يانې امن او امان: څوك چې سلام درته واچوي، د خپل ځان له لوري درته امن اعلانوي، يانې زما لخوا په امن او امان كې ياست، زما لخوا مه وېرېږه، مه په اندېښنه كې كېږه او ډاډه اوسه، چې په ځواب كې بل مسلمان هم دا ځواب وركوي. 
۴- سلام د پاكوالي، سوچه والي او ستره والي په مانا دى: يانې چا چې سلام در کړ پوهه شه، چې پدې سلام سره د ورورۍ نوې ژمنه تازه شوه، د وفادارۍ، مينې او محبت دروازې پرانېستل شوې.
تاسې ګورﺉ، چې د اسلام پيل او پای ټول په سوله کې نغښتی دی، هر وخت د يو انسان سلامتيا غواړي او په امن او مان کې یې غواړي له هرې بلا څخه يې خوندي غواړي، نو د دې په پار تر ټولو غوره دين او د سولې دين اسلام دی.
 هر شی، چې د سولې پر ضد وي هغه اسلام منع کړي؛ لکه: دروغ ويل، ژمنه ماتول، فساد خپرول او داسې نورې ناوړې کړنې چې د سولې حالت ته زيان رسوي، هغه ټولې اسلام منعه کړي او د هغوی د ترسره کوونکو ته یې سزا ټاکلې، چې مخنيوی يې وشي.
لکه څنګه، چې مخکې مو هم وويل، اسلام ټول د سولې پيغام لري او تل يې په سوله امر کړی دی، دلته به د حديبې د سولې نوم راواخلو، چې د هجرت په شپږم کال  حضرت محمد (ص) له ډېرو صحابه و کرامو سره مکې ته د حج په نيت روان شو، دوی لا په لاره ول، چې د مکې کفارو ته خبر ورسېد، چې حضرت محمد (ص) له ډېرو صحابه و سره د مکې په لوري را راون دی، دوی ډېر وارخطا شول او کله چې يې خبر ترلاسه کړل، چې له دوی سره وسله نشته، نو نور هم د وارخطايي لړزانده څپه ورباندې زوروره شوه، کله چې مسلمانان د حديبې په نامه سيمې ته راورسېدل، هلته تم شول، قريش يې مخې ته راغلل او ورنه یې وپوښتل، چې څه خبره ده، مسلمانانو په ډېره سړه سينه ورته وویل، موږ جګړې ته نه؛ بلکې حج ترسره کولو ته راغلي يو، خو قريشو په کې ډول – ډول خبرې راپيدا کړې، چې له ډېرو خبرو وروسته د قريشو او مسلمانانو ترمنځ د سولې يو تړون چې د حديبې تړون په نامه ياديږي لاسليک شو، که د دې تړون معاهدو ته وکتل شي، په ښکاره په کې د مسلمانانو زيان و، خو په آر کې دا د مسلمانانو لپاره ستری بری و، په دې پار ډېری صحابه کرام خپه غوندې شول، چې ورپسې د خدی (ج) له لوري دا آيت شريف نازل شو:
ان فتحنا لك فتحا مبينا 
(بيشكه موږ بريا در په برخه کړه تاسې ته او ښکاره بريا مو در په برخه کړه)
تاسې ګورﺉ، اسلام موږ تل سولې ته هڅوي او موږ ته امر کوي، چې د سولې له لارې خپلې ټولې ستونزې حل کړو، د قران کريم د  يوه بل آيت شريف مفهوم داسې دی، چې تاسې د شخړه کوونکو ډلو ترمنځ سوله وکړﺉ.
په قران کريم ډېر ځايه داسې آيتونه دي، چې د سولې په اړه يې موږ ته لارښوونه کړې، له هغو څخه يو دا آيت شريف هم دا دی: (والصلح خير) (سوله غوره ده)
ګورﺉ، دلته يې داسې یو شی د سولې لپاره معيار نه دی ګرځولی، بلکې ويلې يې دي، چې سوله غوره ده، يانې تر بل هرڅه غوره ده، نو موږ بايد د اسلام د سپېڅلي دين په رڼا کې يون وکړو او خپلې ټولې کړنې د اسلامي لارښوونو سره سمې کړو، ترڅو په نړۍ او يا هم لږ تر لږه په اسلامي نړۍ کې سوله راشي او د نړيوالې ورورولۍ لپاره دريڅې پرانيستل شي.
اسلام تل په ورورولۍ امر کړی دی او موږ يې هڅولي يو، چې له يو او بل سره د يوه ورور په څېر ژوند وکړو، اسلام يوازې زده کړه نه راکوي؛ بلکې په عمل کولو يې هم موږ ته امر کوي، ګورﺉ، چې اسلام د نړيوالې ورورولۍ لپاره موږ ته څومره بېلګې وړاندې کړي دي، د هغو له ډلې څخه يو هم حج کول دي، تاسې هر کال وينی، چې 2500000 (پنځه ويشت لکه ډېر او لږ) مسلمانان د حج کولو لپاره يوه ځای ته درومي او هلته ټول هغه که بډای، امير، واکمن، زورواک، مسکين، کمزوری، مشر، کشر، نارينه او يا ښځينه وي، يو رنګه سپينې جامې اغوندي او په يوه لوري حرکت کوي، دا موږ ته د نړيوالې ورورلۍ ستر درس راکوي، بايد موږ له دغو بېلګو څخه پند واخلو او د خپل سپېڅلي دين په رڼا کې د خپل ژوندانه ټولې چارې سمبالې کړو.
اسلام ټول د سولې او ورورولۍ دين دی، بله ستره نښه يې داده، چې اسلام ټولو خلکو ته د عبادت کولو لپاره يو لوری ټاکلی دی، هغه کعبه شريفه ده، که تور وي، که سپين وي، يانې هر انسان ته يې د عبادت کولو لپاره يو لوری ټاکلی دی، چې له اوسني ساينس نه ډېر پخوا خدای (ج) د نړۍ منځی (مرکز) همدا ځای ښودلی و، چې بیا وروسته د نړۍ له پرمختګ سره ساينس پوهانو که هر څه وکړل د نړۍ منځی (مرکز) يې بدل نه شو کړای؛ بیا هم کعبه شريفه د نړۍ زړه وګرځېده او ټول مسلمانان بايد دغه لوري ته عبادت وکړي، چې پخپله يو لوری ټاکل د سولې او ورورولۍ له بنسټونو څخه شمېرل کيږي.
په ټوله نړۍ کې، چې څومره انسانان ژوند کوي، هغه ټول د آدم (ع) اولاده ده، الله (ج) فرمايي: تاسې مې په خپلو منځونو کې د دې لپاره په قومونو او قبيلو وېشلي ياست، چې يو بل سره وپېژنی، دا وېش د پېژندنې په بنسټ شوی، نه د بېلوالي لپاره، دا تور، سپين، سور، غنمرنګ ټول د الله (ج) له لوري نښانې دي، نو د دې توپير پر بنسټ د کرکې هېڅ جواز نشته، یوازې او يوازې د پېژندنې لپاره دا ټولې نښې په انسانانو کې رامنځ ته شوي دي او لړاوی یې یوازې په تقوا او پرهېزګارۍ کې ده.
په اسلام کې د ورورولۍ نه موخه يوازې دا نه ده، چې سړي په خپلو کې سره برابر دي، په دې ورورولۍ کې ښځې هم شاملې دي، له نړيوالۍ ورورولۍ نه موخه دا ده، چې د انسانانو ترمنځ د رنګ، نسل، ژبې او جنس په برخه کې توپير پيدا کول روا نه دي، ټول انسانان برابر دي، خو د ځينو جزيي توپيرونو سره، چې د نارينه او ښځينه و ترمنځ شته، لکه چې په يوه مبارک آيت کې راغلي دي:
(الرجال قوامون علی النساء)
ژباړه: نارينه وو ته مو پر ښځو د لوړوالي درجې ورکړي دي يا نارينه پر ښځو غښتلي دي).
لکه څنګه چې نارينه ته جسماني ځواکمنتيا ډېره ورکړل شوې ده، نو له دې امله نارينه وو ته په ښځينه وو يو درجه غوره والی ورکړل شوی دی او په نر لازمه ده، چې د ښځې ساتنه وکړي، همدارنګه په بل ځای کې رسول (ص) فرمايي: په اولاد د مور حق د پلار په پرتله درې برابره ډېر دی، يانې که يې له 100 واخلو؛ نو 75 سلنه د مور او 25 سلنه د پلار شوې، په دې ځای کې بیا د ښځو درجه ډېره ده.
څښتن تعالی (ج) د خپل رالېږل شوي کتاب په لومړي سورت (فاتحه) کې ټول شيان په ډاګه کړي دي، چې رب د عالميانو دی او داسې يې نه دي ويلي، چې رب د نارينه و دی، يا د ښځينه وو بلکې رب د عالميانو دی.
حضرت محمد (ص) د ورورولۍ د ټينګښت لپاره فرمايي: ((کله، چې د لمانځه لپاره درېږو؛ نو اوږه له اوږې سره او پښه له پښې سره نږدې کړﺉ او سره ویې لګوﺉ)).
بل ځای سنن ابو داود، کتاب الصلوآة کې د يو حديث مفهوم داسې دی، چې حضرت محمد (ص) وفرمايل: کله چې تاسې د لمانځه لپاره درېږﺉ؛ نو خپل صفونه سيده کړﺉ او اوږه له اوږې سره او پښه له پښې سره ولګوﺉ او د شيطان لپاره ځای مه پرېږدﺉ)).
ستر لارښود محمد (ص) دلته د هغه شيطان يادونه کوي، چې د نسل پرستۍ شيطان دی، د رنګ، ذات، قوم او ژبې د تعصب شيطان دی، چې په خپلو صفونو کې یې له ځاېدو مخه ونيسی.
اسلام په دې نړۍ کې د رښتينې نړېوالې ورورولۍ د ټينګېدو  لپاره يو بشپړ اخلاقي نظام دی، اسلام يو داسې اخلاقي قانون جوړ کړی او خپور کړی، چې د هغه په مرسته به په ټوله نړۍ کې د ورورولۍ ټينګېدا شونې وي.
نو راځۍ، چې د سولې د ټينګښت لپاره د اسلام يانې قرآن په رسۍ خپلې منګولې خښې کړو؛ يانې د قرآن او د احاديثو په لارښوونه کې تګ وکړو او خپل ژوند ته د سولې ډيوه راولو.
د تلپاتې سولې په هيله