دفاع او داخله وزارتونه مخالفین روزی

م. زهیر
له بده مرغه له لس کلونو زیاتی مودی را پدی خوا چی د بهرنیو هیوادونو سرتیری په افغانستان کی میشته شویدی او تر ډیره یی د مخالفو وسله والو په وړاندی د جنګ پیټی پر خپلو اوږو اخیستی دی نو ورسره زمونږ د امنیتی سکتور برخی هم د ابتکار صلاحیت دهمدی بهرنیو ځواکونو پر غاړه وراچولی دی او د هغه دری متل په بنا \" الا بلا ګردن ملا \" تګلاره یی خپله کړیده . همدا راز  لکه چی ښایی د دی برخی د چارو مسؤلینو هم د دی پر ځای چی د افغان ځواکونو روزنی ته د کمیت او کیفیت له پلوه د پام اړولو تر څنګ هغوی د هیواد د دفاع په خاطرپه قوی روحیه روزلی وای ؛ زیاته پاملرنه یی په دی وزارتونو کی پر جګو پوستونو د خپلو پام وړ کسانو په ګومارلو ، قومی ، سمتی  او تنظیم پالنی ته اړولی ده چی د مایوسی او بی عدالتی یوه ښکاره روحیه یی په پوځیانو کی رامنځته کړیده .  که چیری څوک کومی اداری ته ورشی نو د شاوخوا کسانو د ژبی اوقومیت له مخی پوهیدلای شی چی د دی اداری یا ریاست په راس کی به څوک اود کوم قوم یا سمت پوری اړه لری. دا حالت په خواشینی سره تر دی دمه روان دی . دا د اداری فساد یوه بڼه ده چی متاسفانه نوری ملکی اداری هم ترینه پاکی نه دی او په دی برخه کی ماسره ډیر مثالونه شته خو زه دلته په دی موضوع نه بلکی په هغه څه غواړم رڼا واچوم کوم چی می عنوان ورته ټاکلی دی .
د څه مودی راهیسی لیدل کیږی چی بهرنی ځواکونه چی د افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه د هیواد د دښمنانو په وړاندی په جګړه بوخت دی ؛ د خپلو همکارانو یعنی افغان سرتیرو له خوا په نښه کیږی . یوازی په سږنی میلادی کال کی د څلویښت په شاوخوا کی بهرنی پوځیان د افغان سرتیرو له خوا تر برید لاندی راغلی او خپل ژوند یی له لاسه ورکړیدی . ارزونی ښیی چی د دی بریدونو لس فیصده د طالبانو د نفوذی افرادو له خوا تر سره شویدی او پاتی ۹۰ سلنه بریدونه  د روحی او عقیدوی عواملو له مخی تر سره شویدی. داچی د میاشتو او کلونو په موده کی چی زمونږ سرتیری په پوځی ښوونی او روزنی بوخت وی او د ډله ایزو رسنیو له خوا هم د طالبانو د کرغیړنو فعالیتونو او بشری ضد کړنو څخه معلومات تر لاسه کوی او بیا هم د بهرنیو ځواکونو په وړاندی د کرکی احساس لری ښایی ځینی دینی او فرهنګی عقاید به په دی برخه کی اغیزه ولری خو هغه څه چی د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه د عقیدتی او فرهنګی چارو د ریاستونو د کارکوونکو له خوا په نا آګاهانه توګه دی هر څه ته لمن وهی .دا ریاستونه د دی پرځای چی وسله وال ځواکونه د دښمن په وړاندی په قوی روحیه وروزی او هغوی ته د هیواد او نړی اوسنی شرایط او د نړیوالو سره دافغانستان د دولت د دوستانه اړیکو پر اهمیت رڼا واچوی ؛ برعکس هغوی ته داسی تبلیغات کوی چی ښکاره یی د بهرنیو ځواکونو په وړاندی را لمسوی . د دفاع په وزارت کی خو له پیله د عقیدتی او فرهنګی چارو په نوم یو ریاست موجود دی او د ګوټ ګوټ څخه یی د جوماتونو ملایان راټول کړیدی او د افسری رتبی یی په اوږه ورټومبلی دی . دا ملایان د اردو عسکرو ته هغه څه تبلیغ کوی کوم چی په لیری پرتو کلیو او بانډو کی د جومات ملایان خلکوته د لمانځه په و خت په جوماتونو کی وایی . هماغه تقریباْ مشابه تبلیغات یعنی د مسلمان او غیر مسلمان تر منځ دنه پخلاینی او کرکی روحیی ته هوا ورکول او د کفارو په وړاندی جهاد کول او داچی دا جهاد هیڅکله هم ختمیدونکی نه دی او د مسلمان او غیر مسلمان تر منځ  دوستی ناروا دی او داسی نور . دا ډول تبلیغات چی د منظم پلان او تقسیم اوقات له مخی عسکروته تر سره کیږی په غیر مستقیم ډول سرتیری دی ته هڅوی چی هغه بهرنیان چی د دوی شاو خواته ګرځی راګرځی همدغه کفار دی او د دوی په وړاندی جهاد روا دی او د دوی په وړاندی وسله وال عمل د ثواب کار هم ګڼی . ما یوه ورځ  د دفاع وزارت دیوه ملا څخه پوښتنه وکړه ؛ دا ملا چی د لویی ږیری خاوند دی او د ډګروالی رتبه ورکړل شویده نوما ورنه وپوښتل چی د دین له پلوه انتحاری عمل روا دی که نه ؟ هغه راته وویل « دا متنازعه مسئله ده که چیری د انتحاری هدف خارجیان وی نو دا عمل روا دی او که داخلیان وی نو روا نه دی» اوس دی لوستونکی فکر وکړی چی دا ډول کسان چی په لوی لاس دولت ګومارلی دی او لوړی تنخواه ګانی هم ورکوی د دوی روزل شوی سرتیری به د بهرنیو په وړاندی څه ډول احساس ولری او د هیواد په دی حساسو شرایطو کی چی زمونږ هیواد وال د سیمی د استخباراتی شبکو له لوری د دین په نوم د هیواد ورانولو ته هڅول کیږی او غواړی چی په راتلونکی کی هم خپل شوم اهداف تر سره کړی ؛ آیا زمونږ چارواکو فکر کړیدی چی دوی پخپله په خپلو لیکو کی په غیر مستقیم ډول دښمن روزی ؟
ښاغلی بسم الله محمدی چی کله د کورنیو چارو وزارت ته نوماند شو نو تر هغه وخته په هغه وزارت کی د عقیدتی – فرهنګی ریاست شتون نه درلود او هغه خپل یو ابتکار چی دولسی جرګی غړوته وړاندی کړ هغه دا وو چی که دی وزارت ته یی د وزیر په توګه د تایید رایه وګټله نو لومړی کار به یی دا وی چی د عقیدتی او فرهنګی ریاست به هلته منځته راوړی . نو لکه چی وینو د بی علمه ملایانو په راټولو سره او د دی ریاست د کارکوونکو له خوا د جهاد په تبلیغ او غیر مسلمانانو په وړاندی د کرکی او نفرت په خورولو سره اوس په هغه وزارت کی هم په بهرنیو ځواکونو د بریدونو ارقام ډیر شویدی.  دا ملایان اصلاْ د خپلی عقیدی او ذهنی وروسته پاتی والی له امله د دی وړتیا نلری چی د ننی عصر او و خت د غوښتنو له مخی د دین څخه داسی تفسیر وړاندی کړی چی سرتیری په دی قانع کړی چی د موجوده نړیوالو ځواکونو په وړاندی د جهاد مسئله نفی کړی او ووایی چی هغه غیر مسلم چی زمونږ سره مرسته کوی او د دوی په مرسته د دی هیواد ځمکنی بشپړتیا خوندی ساتل شویده اوتر ډیره بریده هیواد دسوکالی او پرمختګ په لور روان دی؛ هغه بهرنیان چی د هغوی په پیسو جوماتونه او دینی مدرسی جوړیږی د هغی په وړاندی جهاد روا نه دی او هم دا ورته روښانه کړی چی  ګاونډی دښمن هیوادونه چی د ښامارانو په څیر یی خولی زمونږ د هیواد په لور خلاصی نیولی دی او په همدی تمه دی چی کله به دا ځواکونه افغانان یوازی پریږدی چی بیا د دوی له خوا زمونږ پر خلکو چپه میچنی وګرزول شی . دا مسایل په فطری توګه دا ملایان د خپلی عقیدی سره په تضاد کی بولی . دا روحانیان هیڅکله هم دا تبلیغ نه کوی چی بهرنی ځواکونه د ملګرو ملتونو  د سازمان د منشور د (۵۱ ) می مادی پر بنسټ چی غړو هیوادونو ته د خپل هیواد نه د دفاع حق ورکوی اوهمدا راز د امنیت شورا د ۲۰۰۱ کال د دسمبر دمیاشتی د شلمی نیټی د          ( ۱۳۸۶ ) پریکړه لیک له مخی چی د ملګرو ملتونو ځواکونه  ( ایساف ) افغانستان ته د تروریستی شبکو د له منځه وړلو په خاطر او د طالبانود رژیم د راپرځولو په موخه چی د دی شبکو ملاتړی ووُ ، او همدا راز د ناټو سازمان د منشور د ( ۵) می مادی پر اساس نړیوال ځواکونه افغانستان ته واستول شول .
د تروریستانو او القاعده شبکو ډلګیو چی د طالبانو په وخت کی یی دلته په افغانستان کی خصوصاْ د پخوانی اردو په وضع الجیشی ځایونو او مرکزونو کی ځالی جوړی کړی وی ، دا ځایونه  د عربو، پنجابیانو، چیچنایانو او نورو تروریستی ډلو د مرکزونو په توګه استعمالیدل چی سیمی او نړی ته یی ستر ګواښ رامنځته کړی وو .
د دفاع او کورنیو چارو په وزارتونو کی د عقیدتی او فرهنګی ریاستونو جوړول د پخوانی اردو د سیاسی چارو د بدیل په توګه رامنځته شویدی چی  له بده مرغه فرهنګی پسوند یی یواځی د نوم د فیشن په توګه کارول کیږی او دا برخه یی په نش حساب ده  چی کیدای شی یوازی داسلامی چارو ریاست ورته ووایو . البته دحکومت په سطحه یو وزارت د ارشاد ، حج او اوقاف په نوم موجود دی خو په هر وزارت کی لومړی د داسی مذهبی چارو دریاست رامنځته کیدل یو اضافی بوج دی چی پر دولتی بودجه پریوزی . دوهم داچی دا اداره د داسی کسانو په واک کی ده چی د پوهی سطحه یی ډیره ټیټه ده او دناسم استعمال له امله یی د ګټی په ځای تاوان ډیر دی او په اصطلاح د دوی بی مسئولیته تبلیغات یوازی د دښمن ژرندی ته اوبه وراچول دی . ښه به وی چی د دی ریاستونو په کړنو له سره غور وشی او د هغی پرځای داسی اداره رامنځته شی چی وکولای شی په واقعی توګه پوځیانوته مورال ورکړی او د هیواد دحساسو حالاتو په پام کی نیولو سره د اردو او پولیسو غړی وروزی . دغه راز داچی زمونږ خلک مسلمانان دی او زمونږ د وسله والو ځواکونو سرتیری او افسران هم ټول مسلمانان دی او په خپلو وضع الجیشی سیمو کی دینی لارښود ته د لمانځه د ادا کولو په وخت د ملا امام په توگه اړتیا لری نو په دی برخه کی داسی بریدملان( خورد ضابطان ) او سرتیری  د وسله وال پوځ په لیکو کی شته چی وکولای شی دا دنده په ښه توګه سرته ورسوی او د همدی کار لپاره په پوځی قطعاتواو جزوتامونو کی د ملا امام په توګه  استخدام شی . پاتی شوه پوځیانو ته د مورال ورکول او دهغوی دسیاسی ذهنیت روښانه کول او د دښمن په وړاندی د هغوی ذهنی آماده کول ، دا د عقیدتی ریاستونو  د روحانیونو له خوا نشی تر سره کیدای .