نوماندان وزيران، پرتې ستونزې او د حل لارې.

ټاکل شوې، چې درې تنه نوي وزيران او د ملي امنيت لوی رئیس د تائيد او نه تائيد لپاره د ولسمشر په پيشنهاد ولسي جرګې ته وپيژندل شي، پيشنهاد کېدونکي وزيرانو له جملې، د دفاع وزارت پست لپاره سترجنرال بسم الله خان محمدي، کورنيو چارو وزارت لپاره مجتبی پتنګ، د سرحدونو او قومونو چارو وزارت لپاره د ننګرهار پخوانی والي حاجي  دين محمد   او د ملي امنيت لوی رياست لپاره د اقوامو او قبايلو پخوانی وزیر ښاغلی اسدالله خالد ولسي جرګې لپاره وړاندې کېږي، تائيد او نه تائيد يې د ولس د استازو کار دی، خو وئیل کېږي،چې آئیده اونۍ به هم ځيني نور وزیران تبديل شي، چې ليست به يې د ولس کور ته واستول شي، دا تبديلي په اوسني حکومت کې د مثبت بدلون او د ښه چوپړ په خاطر ترسره شوي، خو هغه ستونزې چې په ولاياتو کې پرتې دي تر دې مهاله يې د مثبت بدلون لپاره کوم ځانګړی دريځ نه معلومېږي، د سيمه ييزو ارګانونو هغه يوه ده، چې ويل کېږي، د يوې تجارت خانې بڼه يې غوره کړې، د واليانو، ښاروالانو، او ولسوالانو مقررۍ پکې د پيسو په زور ترسره کېږي، داسې هم ويل کېږي، چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پاليسۍ معين او يو شمېر نور چارواکي پدې تجارت کې لاس لري، پلازمينې ته اوس هم ځينی ښاروالان، ولسوالان او حتی واليان غوښتل کېږي، چې د ولسمشر د ۴۵ ګڼې فرمان د تطبیق او نظارت په خاطر بايد دوی دې ادارې (سيمه ييزو ارګانونو) ته مراجعه وکړي، دلته د ولسمشر له فرمانه څخه ناوړه ګټه پورته کېږي، مسوولين يوازې په دې نوم، چې ګواکې دوی هلته د ولسمشر د فرمان د تطبيق په اړه يادې ادارې غوښتې مګر بيا په اداره کې ورځينې نورې غوښتنې کېږي، اوس مهال چې هېواد له يو ډېر سخت سياسي بحران څخه تېرېدونکی دی، له يوې خوا مسلح مخالفين (آپوزسيون)، له بل لوري سياسي مخالفين (آپوزسيون)، د نظامي قدرت د انتقال پروسه، د صلحې روانې هڅې او د ولسمشر لخوا د ۴۵ګڼه فرمان د تطبيق موضوعات دي، چې بايد د هرې ادارې مسوول ورته جدي توجه وکړي، خو ليدلي کېږي، چې په يو شمېر ولاياتو کې ستونزې ورځ تر بلې زياتېږي او داسې معلومېږي، چې دا ټوله روانه لوبه د سيمه ييزو ارګانونو يو شمېر چارواکو په لار اچولې، د سيمه ييزوارګانونو خپلواکې ادارې نږدې سرچينې وايي چې اوس مهال د واليانو بستونو ته شاوخوا ۱۲۰ تنه نوماندان دي، چې پکې صرافان، قچاقبران، ترجمانان، د شرکتونو خاوندان او داسې نور اشخاص هم شته، دې سرچنې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله په يو شمېر ولاياتو کې يې راپورته شويو جنجالونو ته اشاره وکړه او زياته يې کړه؛ اوس مهال په زياتو ولاياتو او په ځانګړي ډول په پښتون مېشته ولاياتو کې زياتې ستونزې زيږيدلي دي، چې له جملې يې کنړ، ننګرهار، پکتيا، پکتيکا، لغمان، هلمند، هرات، لوګر او سمنګان يادولی شو، ده وويل د لوګر والي پوره درې مياشتې وړاندې مقرر شوی، خو اوس داسې معلومېږي، چې شايد په څو ورځو کې له دندې ګوښه شي، پکتیکا ولايات لپاره يو تن صراف د فرید په نوم ځان کانديد کړی او دی (فريد) داسې فکر کوي، چې ګواکې د پکتيکا ولايت مقام څوکۍ د ده په نصيب ده، خو يوازې د ولسمشر موافقې ته خبر ځنډېلې، سرچينه وايي له پکتيکا ولايت څخه رارسيدلي راپورنه ښايي چې فريد په پکتيکا ولايت کې رياستونو ته زنګونه وهلي او د خپلې خوښې کارونو پيشنهادونه يې ورته کړي، چې کوم کوم کارونه ترسره کړي، سرچينه وايي فريد په ټول پکتيکا کې آوازه خپره کړې چې دی به د نوي والي په توګه دې ولايت ته راځي او که چا يې سر له اوسه خبر ونه منله شايد په آینده کې له لوي ستونزې سره مخ شي، د سرچينې په وينا چې فريدنامی په لوی لاس د پکتيکا ولايت د والي کاري ساحه تنګوي او غواړي چې نوموړی ډېر په تنګ کړي، سرچينې همدا راز وويل د پکتيکا والي محب الله صميم تېره اونۍ په سيمه ييزو ارګانونو کې وويل مجبور يم چې د خپل ځان او څوکۍ عزت په خاطر له پکتيکا څخه کابل ته په لار راشم، سره لدې چې لار ډېره اوږده او د امنيت له مخې ډاډمنه نده، خو مجبوراً بايد په مياشت کې درې څلور وار راشم، کنه بيا مې څوکۍ په خطر کې کېږي، والي په خپله دا اقرار کوي، چې روان حالات په پکتيکا ولايت کې د پرمختګ ټولې لارې تړلي.سرچينې همدا راز پکتيا او هلمند ولاياتونو ته هم اشاره وکړه، او ويې ويل، په هلمند ولايت کې ښاروال د ښې معاملې وروسته راغلی، سرچينې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د ښاري پراختيا مخنيونه هم جدي ستونزه ياده کړه اويې ويل، په پکتيا او هلمند ولاياتو کې يو شمېر خود غرضه کړۍ نه غواړي چې ښار پراختيا وکړي او ښاريانو ته هغه لازم سهولتونه چې بايد ورته ترسره شي نه ترسره کېږي، سرچينې که څه هم د هلمند ښاروال نوی وباله او ویې ويل چې د هلمند ښاروال کاري تجربه کم لري چې له نشت سره حساب ده خو ولې د پکتيا ښاروال بيا په کار پوه سړی خو ځينيو ستونزو یې مخه نيولې.سرچينې همدا راز کنړ، ننګرهار او لغمان هغه ولاياتونه ياد کړل، چې اوس مهال پکې تر هروخته زیاته ولسي ناارامي په دې خاطر راغلې چې ولس د ځينو مشخصو کړيو په لمسون پاريدلی ترڅو د واليانو پرخلاف لاریونونه، او غونډې وکړي چې واليان يې تبديل کړي.سرچينې د کابل بګرامي هغه ولسوالي ياده کړه، چې ښاروال یې د ۷۰۰۰۰ (اويازره) امريکايي ډالرو په مقابل کې مقرر شوی او  هېڅ راز کاري تجربه يې نه درلوده، خو ولې چې پيسې يې ورکړې مستقيماً ښاروالۍ پست يې اشغال کړو.سرچينې وويل؛ که څه هم زه د دې ادارې کارمند يم خو ډېر يې زړه ماتی کړی يم، ده په ډېر خواشينۍ سره يو لوړپوړيزې ودانۍ ته اشاره وکړه او  ويې ويل زړه مې دومره تنګ دی، چې لدې ودانۍ ځان لاندې وغورځوم او خودکوشي وکړم، ده وويل داسې يوه اداره چې په ولاياتو کې سالمه رهبري، سالم او کاري چوپړ برابر کړي، هېوادوالو ته خدمت وکړي دوی اوس يوازې په پيسو ټولونې لګيا دي، پیسې ټولوي او د ولس په غم کې ندي، ده که څه د کابل ژوند يو څه ارامه ياد کړ خو ويې ویل په ولاياتو او لرو پرتو ولسواليو کې هېوادوال هم کار غواړي هغوئ هم هغه خدمت غواړي چې نورو ته ترسره کېږي، هغوئ هم غواړي په اوسني حکومت کې ځان وګوري خو داسې نه کېږي، ځکه د سيمه ييزو ارګانونو هرې اړونده اداره کې اداري فساد زيات شوی، سرچينې راته دمثال په ډول وويل که يو څوک د بيسو په مقابل کې مقرر شي، هغه به هېڅکله هم هېوادوالو ته پرته د کومه امتيازه خدمت ونکړي ترڅو چې ده ته څه ورنکړي، پداسې حالاتو هېوادوال زړه ماتي کېږي او له اوسني حکومت څخه فاصله پيدا کوي، ملګري راته وويل؛ دې ادارې له ټولو کارمندانو خپل حمايت اخيستی او یوازې يې په پيسو پورې محدود کړي.ده همدا راز يو شمېر واليان بې صلاحيته وبلل او ويې ويل؛ له يو شمېر واليانو بېښي صلاحيت اخيستل شوی، او خبرو ته يې غوږ نه کېښودل کېږي چې ژوندۍ بېلګه يې د بغلان والي ده، بغلان والي درې اونۍ وړاندې له بي بي سي دري څانګې سره په مرکه کې له خپل بې صلاحيتۍ څخه ډېر سروټکوه او ويې ويل زه د هېڅ راز صلاحيت څخه برخمن نه يم، سره لدې چې د ولسمشر نماينده يم هېڅ راز د نماينده ګۍ صلاحيت نه لرم، ده وويل که زموږ د واليانو دا حساب وي، په ولایاتو کې به مراجعين او هېوادوال چاته ورشي او چاته به خپل مشکل ووايي.د يادې سرچينې د خبرو اوريدو وروسته، داسې معلومېږي که په ادارو کې رېښتياهم مثبت بدلون راځي، نو بايد سيمه ييزوارګانونو ته دې لومړيتوب ورکړل شي، د يادې ادارې په رئيسه هئيت دې يو ځل بيا کتنه وشي، او په ولایاتو کې د روانو او زياتېدونکو ستونزو د مخه نيوي لپاره دې يادې ادارې ته يو ایمانداره شخص وټاکل شي، او که توجه ونشي ليرې نده، چې د قانون حاکميت به يوازې د پلازمينې تر پولو پورې محدود وي خو که هلته هم حالات دا رنګه وي بيا به له هېچا هم ګیله نه کوو.امين