
د څو ورځو مو د رسنیو له لاری ګونګوسي اوریدی چې ګواکی بسم الله خان محمدی به د دفاع وزیر په توګه ، غلام مجتبی پتنګ د کورنیو چارو وزیرپه توګه ، اسدالله خالد د ملی امنیت ریس په توګه او کریم خرم د ټولټاکنو دکمیسون د ریس په توګه ولسی جرګی ته ور وپیژندل شي .
دادی اوس نو په ریښتیا هم د دفاع ، کورنیو، ملی امنیت، قبایلو اوسرحدونو وزارتونو کُرسیوته نوماندان ور وپیژندل شو خو د کریم خرم خبره پکی دروغ شوه ځکه تیر ماښام دغه خبره ایمل فیضی ردکړه.
اصله خبره داده چې څو ورځي وړاندی پارلمان دغه محترم ددی لپاره سلب اعتماد کړ چې نشی کولای د کورنیو چارو وزارت په ښه توګه مدیریت کړی ځکه دلته اوس په وزارت کې د دندی ترلاسه کولو معیار دادی چې باید د شورای نظار یا جمعیت غړی وی یا هم د شمالی ټلوالی سره نژدی اړیکي ولری.
یوه بیلګه یې داده چې کله وزارت داخله ته ولاړ شی حتی پیره دار او خانه سامان هم د پروان، پنجشیر او شمالی دی سړی حیران پاته شی نور افغانستان خلک نشته او که څه ټکه راولیدلی؟
زمایودوست د کابل په ختیځ یوه لری پرته سیمه کې اوسی چې راته ویل دلته یوه کوچنی د پولیسو پوسته ده حتی حوزه هم نده ،خو کله چې حنیف اتمر لیری شو او بسم الله خان دا پوست اشغال کړه ددی پوستی پرسونل هم بدل شوه بله ورځ مو کتل دلته د پوستی مشر او نور ټول عسکر یی د پنجشیر څخه دي.
چون زمونږ کورونوته نژدی پوسته ده د یوه څخه می وپوښتل هغه پلانی عسکرچې یوڅه ناڅه می پیژندل څه شو؟ راته یې ویل ( برادر اونها دیګر رفتند ما آمدیم ) ما ورته وویل برادر از کجا استی؟ ځکه قواره او رفتار یی هم عسکرته نه پاته کیده د پنجشیر د کومی دری نه دهقان راوستی وه راته وویل ازپنجشیراستم زه پوه شوم چې سړی خو تش پاڼی دی بیا می وپوښتل (چقه وخت می شه که پولیس استی ؟ ) راته یی ویل سه روز می شه که ازقریه امدیم دیګر نو شروع کردیم این وظیفه را).
داهغه حساس ځای دی چې کابل ته د ختیځ لخوا دخولی نقطه ده باید ښه او منظم پولیس وی چې د پولیسو آکادمی څخه فارغ وی یا هم د ډیری مدی د پولیسو ځانګړی روزنه یې تر لاسه کړی وی خو دلته یو څوک ولاړ وه چې نوی ښارته راوستل شوی وه.
پدی وزارت کې سمت پرستی ، قوم پرستی او ارتباطات ډیره عامه خبره ده، نو اوس خبره داده چې یو څوک په کورنیو چارو وزارت کې ښه مدیریت نشی کولای آیا هغه به په دفاع وزارت کې څه معجزه وکړی؟
دلته یو څه د پارلمان وکیلانو ته هم توهین او سپکاوی دی ځکه په دوی باندی د هغه چا منل چې څو ورځی وړاندی یی سلب اعتماد کړه لکه ماشومانو سره لوبه ، یعنی که تاسو په دی پوست کې بسم الله خان بی اعتماده بولی نو په بل پوست کې در وړاندی کوو!
مونږ خو نه پوهیږو چې په دی ملک کې قحط الرجال دی که څنګه کرزی صاحب دا څو تنه ټوپک سالاران کله په یوه کله په بل پوست ټاکې ؟ خو داسی معلومیږی چې ددوی شاته کوم زور شته چې د چوکې نه لویږی.
دغه لاندی دمقرریو لیست وګورﺉ چې د بسم الله خان د دوری خدمت چې نظار شورا او جمعیت ته یی کړی درمعلوم شی!!!