داربکیزم یوبل تورانځور

 
اربکي ملېشودتېرپه څېریوځل بیادسپټمبرپر۲مه نیته دکندوزولایت مرکزاړوندکنم کلي کي «پنځلس »تنه ولسي وګړي په ډیري بې رحمۍ شهیدان کړي ،څه کسان یې  ژوبل کړي اویوشمېرنوریې بیابندیان کړي دي .ولسي وګړورسنیوته ویلي چي :«دقدیرپه نامه دیوه پخواني ګیلمجمي  ټوپکمار چي  اوس په اصطلاح دمحلي پولیسویااربکیانوقوماندان اودڅوپوستومشریې دی ،ایله جاروټوپکوالوپریادشو ي کلي هجوم وروړی اوسهارچي خلګ له کورونوراوتلي له  یوه  مخه   یې له تیغه تیرکړي دي  ».  پېښه وروسته له هغه رامنځته شوې چي دیادشوي  قوماندان یووسله وال  نامعلوموکسانووژلی ؤاوټوپکمارو یې غچ دولسي خلګوڅخه  واخیست .
تېره میاشت  بیادمرکزي ولایت  اروزګان څخه داربکیانودوحشت خورابوږنونکی خبرخپورشوپه خبرکي ویل شوي چي :«دخاص روزګان ولسوالۍ دشالي ناوي دسیرو  دمتکزو اوساکانوپه سیمو کې محلي پولیسو دخلګوپرکورونویرغل کړی «اتلس»  تنه عام  وګړي یې شهیدان کړي اودخلکوکورونه یې چورکړ ي دي ».له سیمي نه عیني شاهدانورسینوته ویلي چي  اربکیانو دعامووګړو«اته »عرادې  موټرسایکلان  سوځولي اودخلکو څخه یې نغدي پیسي  اودلاس ساعتونه وړي دي .دعیني شاهدانودویناپه اساس چي محلي پولیسوځیني خلګ ژوندي وڅاهانوکوهیانوته هم اچولي دي .تردي وړاندي هم محلي پولیسویااربکیانوپه یاده شوې  ولسوالۍ اونوروسیموکې په ځلونوورته کړني ترسره کړي دي .
په دې وروستیوکي دهیوادله ګڼوسیموڅخه دمحلي پولیسواواربکیانو(ملېشو)دظلمونواووحشتونوپه اړه خبرونه خپریږي ،محلي پولیس اربکیان (ملېشې )په افغانستان کي دامریکادماته خوړلي تښتیدلي «جنرال پیټریووس» هغه وژونکې اختراع ده چی په عراق کي یې په مټ دکورنۍ جګړې اورته پیک وواهه  چي له  امله یې په لسهاووزره خلګ په خپلمنځي نښتوکي ووژل شول ،دوکانونه ،مارکیټونه ،مسجدونه ،زیارتونه اونورعام المنفعه تاسیسات داورخوراک اوله خاروسره سم شول .
په تأسف سره چي دافغانستان په ځینوسیموکي هم جنرال پیټریووس خپله اسلام اوافغان دښمنه دسیسه تریوځایه په کارواچوله اوپه تېره دکرزي دمصلحتي اوبلواک رژیم په مټ یې هغه پخواني بدنامه جنګسالاران اوپه نشیوتوکوروږدي کسان  دڅوپیسوپه بدل کي کرایه کړي ،وسلې یې ورکړي اوملکي افغانان په یواوبل نوم پرې  ځوروي اوشهیدوي  .په تیروورځوکي دهیوادله شمال اومرکزي سیموڅخه ګڼ راپورونه ووچي ولس له اربکیانوڅخه ترپزې راغلي دي ، دخلګوڅخه په زوردعشرپه نامه پیسې اخلي ، وهي اوټکوي یې اودشپې له خوابیادلویولاروپرسردټوپک په زورپیسې ،مبایلان ،ساعتان اونورقیمتي شیان ترې اخلي ،که څوک دخپل مال په اړه څه ورسره وایې په ډیروحشت یې ګواښي ،سپکي سپوري ورته  وایې ،دټوپک په کونداغونویې  وهي اوحتی له ژونده یې بې برخي کوي .
ننني اربکیان کټ مټ پروني پاټکیان اوټوپکیان دي هغوی چي پرون یې دمجاهدپه سپېڅلي نامه پریواوبل بریدونه کول نوهري ډلي چي به دبلي هغې ترکنټرول لاندي سیمه لاندي کړه د«سرغوڅ ،مال لیلام »په شعاربه یې دمقابل طرف څه چي دکلیوالوهرڅه  دځان حق باله  اودولس پرځان اومال یې لوبي کولې ،آن دخلګوڅخه یې دخپلولوڼواوزامنواختیارهم اخیستی ؤ، هرهغه هلک یانجلۍ چي خوښه به یې شوه په زوریې ځان ته  کښېنول اوپرهلکانوبه یې ډله ییزجنسي تیري کول .ننني اربکیان هم دخلګودمال ،ځان اوناموس پرلوټلوصرفه نه کوي ،مادي شتمنۍ اومعنوي ارزښتونه یې تالاترغه کوي او.....څه وخت مخکي مي دازادۍ راډیوڅخه دکندوزداوسیدونکوفریادونه واوریدل چي ویل یې :«سیمه ییزقوماندان دخپل زوی دسنتۍ (ختنه کولو)په مناسبت میلمستیاجوړوي اودکلیوالوڅخه یې دکورپرسردرې - درې زره روپۍ غوښتي دي ،خلګوویل چي :موږخپلوبچیانوته دډوډۍ پیداکولوپوري حیران یوخوقوماندان صاب دزوی سنتۍ ته په سلهاووخلګ دعوتوي اودبې لاریومحفلونه دایروي هغه هم داسي چي لګښت  به یې غریب ولس پریکوي ».
دکمونیستي رژیم دملېشوکردارپه نویمه لسیزه کي ټولوولیدچي دخپل زیږونکي نظام سره یې څومره وفا!!وکړه اوبیایې دجهاددبدنامونکوڅېرواوتنظیموپه ملتیادافغانستان اوافغان ملت سره جفاهم ټوله ولیده چي هرڅه نارواوي اولوټ اوتالان یې چي غوښت هغه یې ترسره کړ،بالاخره یې دافغانستان دتجزیې پلانونه اونقشې جوړي کړې .که پرواقعیت دخاوروشیندلوهڅه ونه کړو ،نوکه دطالبانوغورځنګ نه وای راټوکیدلای اوس به دافغانستان په نامه همداپیژندشوې جغرافیایې ټوټه دنړۍ پرمخ نه وای موجوده .
ننني اربکیان اومحلي پولیس داستعماردمشهورفارمول «بېل یې کړه ،اېل یې کړه »بدیل ترکیب خوهماغه زوړمفهوم افاده کوي ،ځکه جوښت یې په لوی لاس پرسمتیت اوقومیت بناشوی دی .دااوس اوس دهیوادپه مختلفوسیموکي اربکیان لکه دګورچینجان سره خوري ،دیواوبل پرافرادواوکلیوحملې کوي ،دخپلمنځي رقابتونوله امله ولسي خلګ په دې پلمه چي دفلان کلي اوقوم سره تړاولري ځوروي اوبندیانوي ،نوڅرګنده ده چي پایله به یې دنویمي لسیزي دناخوالوتکراراویاخدای جل جلاله مه کړه ترهغه هم بدترحال وي .
دبشردحقونوسازمانونه ،مدني ټولني او.....بایدداربکیزم دتباکونکي پروسې پرضدخپل ږغ پورته کړي اودملګروملتونوڅخه وغواړي چي څومره ژرکیدای شي همداوژونکې پروژه نوره ودروي ،دکرزي ادارې ته هم بویه چي اوس لا،لاس پکارشي اودغلواومعتادو(هغوی چي دمخدره موادواستعمال ،قتل اوجاسوسي یې عادت اومسلک دی )دمسلح کولوڅخه لاس واخلي ،کنه همداملېشې به ورځ تربلي خپل بانډونه قوي کوي ،وسلې اوپیسې به زخیره کوي ،له یوې خوابه دولس په برخلیک لوبي کوي اوله بلي خوابه خپله دکابل کاواکه رژیم ته سرخوږی جوړوي .