افغان مسجد

 نظر محمد مطمين
 
مسجدونه د الله عز وجل کورونه او د اسلامي ټولنې د ژوندي پاتې کيدو اړينه ذريعه ګڼل کيږي، په کومه ټولنه کې چې مدرسه او مسجد ودان وي دا دهغې ټولنې له اسلام سره مينه او اړيکې په ډاګه کوي، دغه ډول چيرې چې مسجد او آذان نه وي هلته  د دین  روح نه وي . اسلامي ټولنه په اذان او جومات له نورو ټولنو جلا کيږی او همدا يې د اسلام ښکاره نښي ګڼل کيږي .
جوماتونه ودانول د مسلمانانو دنده ګڼل کيږي او رسول الله صلی الله عليه وسلم چې مدينې ته هجرت وکړ  په لومړي سر کې يې د نبوي جومات د ودانولو ډبره کيښوده، له همدې امله  الله تعالی فرمايي:  إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللّهِ مَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَأَقَامَ الصَّلاَةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَلَمْ يَخْشَ إِلاَّ اللّهَ فَعَسَى أُوْلَـئِكَ أَن يَكُونُواْ مِنَ الْمُهْتَدِينَ .  سورة التوبة 18
ژباړه: د الله عزوجل د مسجدونو ودانوونکي (منجاوران او خدمتګاران) خو هماغه خلک کېدای شي چې الله عزوجل او د اخرت ورځ ومني او لمونځ قائم کړي، زکات ورکړي او له الله عزوجل نه پرته له بل هيچا څخه ونه وېريږي. له هماغوی څخه دا توقع ده چې په سمه لاره به لاړشي. 
 دا ډول د مسجد په اړه دبخاري شریف حديث دی چې:
عن عُثْمَانَ بْنِ عَفَّانَ رض قَالَ: وَإِنِّي سَمِعْتُ النَّبِيَّ صل الله عليه وسلم  يَقُولُ: «مَنْ بَنَى مَسْجِدًا يَبْتَغِي بِهِ وَجْهَ اللَّهِ، بَنَى اللَّهُ لَهُ مِثْلَهُ فِي الْجَنَّةِ». (بخارى ۴۲)
ژباړه : له عثمان بن عفان رض څخه روايت دی وايې چې له رسول الله ) څخه مي واوريدل چې ويې فرمايل (هر هغه څوک چې د الله د  رضا له پاره مسجد جوړکړي الله   به د جوړ کړي مسجد په شان کور په جنت کې ورته جوړ کړي.
جوماتونه د مسلمانانو ترمنځ د اړيکو او مينې د زیاتېدو لپاره هم يوه مهمه سرچينه کيږي، له همدې امله علماء کرام د جمعې او جُمعې د لمانځه يوه ګټه همدا بولي چې په جمعه کې يو مسلمان له خپلو نږدې ګاونډيانو سره وينې او د هغوی له حاله ځان خبروي، او د جمعې په لمانځه کې د ټول کلي خلک يو له بل سره ويني.
دغه راز مدرسه هغه مرکز دی چې تل يې اسلام ژوندی ساتلی دی او مسلمانان يې له خپل دين څخه خبر ساتلي دي، د بنوي جومات د ودانولو ترڅنګ رسول الله صلی الله عليه وسلم هلته يوه مدرسه هم د دې لپاره جوړه کړه چې صحابه کرام پکې د دين احکام زده کړي او نورو مسلمانانو ته يې ورسوي.
افغان بنسټ چې غواړي دا کړېدلی ولس له خپل دین سره تړلی وساتي د روان کال د وږي مياشتي پر لسمه نيټه د جمعي په ورځ سهار پر ۰۹:۴۵ بجو يې د کابل ښار په زړه کې د احسان مېني په ښارګوټي کي د "افغان مسجد" د بنسټ ډبره د يو لړ مراسمو په ترڅ کې کيښوده.
د افغان بنسټ مشران له ډيري مودي راهيسي په دي لټه کې وو او لاهم دي چې د افغان بنسټ د اړوندو ادارو له پاره خپل ملکيتونه پيدا اوهلته د افغان بنسټ اړوندو ادارو له پاره پکې  ودانۍ ولري.
احسان ښارګوټي چې د بګراميو په سيمه کې پروت دی، ددغه ښارګوټي د اجرائيوي کميټي غړو پريکړه وکړه چې دافغان بنسټ له پاره په نوموړي ښارګوټي کې د مسجد له پاره ځمکه ورکړي،  د بنسټ د مشرانو د پرله پسي هڅو له امله ددغه بنسټ مشران وتوانيدل چې د مسجد سربيره د افغان مدرسي له پاره هم د وقف ځمکه پيداکړي.
حاجي صاحب ګل چې مشهور په حاجي طوطی دی دافغان مدرسي له پاره دمسجد سره نښتي ځمکه وقف کړه اودده پردغه شخصي ملکيت به د افغان مدرسي ودانۍ جوړيږي
دافغان مسجد او افغان مدرسي لپاره ټوله ځمکه ۴۰۳۲ متر مربع ده، داچې افغان بنسټ په ټوله کې د ځمکي له کموالي او ستونزي سره مخ دی، د بنسټ مشران د احسان ښارګوټي د مشرانو او ځانګړي ډول د حاجي طوطي دغه اقدام ته د قدر په سترګه ګوري او هيله لري چې د مدرسي، ښوونځي او پوهنتونو له پاره به هم په راتلونکي کې د اړونده اداره خپل ملکيتونه پيدا کړي ترڅو ددي لاري  د زده کړو څخه بې برخي ماشومانو ته د زده کړي شرايط برابر او په دي برخه کې د خپل توان او وس سره سم خدمت وکړي.
د افغان بنسټ مشر مولوي عبدالسلام ضعيف څرګنده کړه چې د افغان مسجد له پاره ۴.۵ بسوي ځمکه ځانګړي شوی ده او دمسجد نقشه په اماراتو کې د پوهو او مشهورو انجنيرانو له خوا جوړه شوی ده، او دوی به هڅه وکړي چې چمتو شوي نقشه عملي او يو ښايسته مسجد جوړ کړي.
ضعيف صاحب زياته کړه چې د افغان مدرسي د نقشي له پاره هم کار روان دی، د اوس له پاره دمسجد او مدرسي له پاره د پانګي د کموالي سره مخ يو که وتوانيدو چې پانګه پيداکړو نو انشاء الله ژر به د افغان مدرسي د ودانۍ د بنسټ ډبره هم په احسان ښارګوټي کي کيږدو.
د يادونې وړ ده چې په دې مراسمو کې د هيواد وتلي عالم د ټولو استاذ شيخ الحديث محمد نعيم اخندزاده صاحب رحمه الله چې په کڼ اخندزاده صاحب سره يې شهرت درلود، زوی مولوي صاحب روح الله هم ګډون درلود او د ضعيف صاحب په غوښتنه د افغان مسجد د بنسټ  لومړنۍ ډبره د نوموړي په لاس کيښودل شوه، دغه راز په دې مراسمو کې ښاغلي مولوي وکيل احمد متوکل، حاجي محمد اکبر آغا، حاجي مولناعبدالرزاق فتاحي د سوداګري پخوانی وزير.  ښاغلي مولوي فضل محمد فيضان د سوداګري وزارت پخوانی معين.  د احسان ښارګوټي د اجرائيوي کميټي مشر مجروحي ، حاجي طوطي او ګڼ شمير علماوو، روحانينو، سپین ږيرو او ځوانانو ګډون درلود.
افغان بنسټ په ډير لږ وخت کې وتوانيد چې د هلکانو او نجونو لپاره په جلا او بېلو او يوه له بل څخه ليري ودانيو کې افغان ښوونځی، د ولايتونو څخه د مستحقو يتيمانو له پاره په افغان ښوونځي کې دزده کړو او ليليي چمتوکول، دارالحفاظ،  افغان مدرسه چې ليلیه او نهاري زده کوونکي لري، او بالاخره په دي وروستي وخت کې يې افغان پوهنتون هم پرانيست چې د شرعياتو ، انجنيري، اقتصاد او حقوقو پوهنځي لري.
موږ په دي هيله يو چې افغان بنسټ د هيواد نورو سيمو ته هم پاملرنه وکړي او له زده کړو څخه د ډيرو بې برخي زده کوونکي له پاره به دغه ډول مدرسې او ښوونځي پرانيزي.
پای