سرچپه پریکړی

لیکنه / فرهاد حسن
د افغانستان د حکومت پریکړی او ځینې کارونه سرچپه وی او په زیاتو مواردو کې پرخپلو پریکړو پښیمانه وی او  کله ناکله داسې هم کیږي چې دحکومت پریکړی د ولس لخوا چلنجیږې ، د بیلګي په توګه تیره اونۍ ولسمشر کرزی د  افغانستان د ملي امنیت رییس جنرال رحمت الله نبیل له دندي څخه ګوښه کړ. دغه کار د افغانستان په هرګوټ کې عام خلک حیران کړل.  
دولسمشر کرزی دغه کار په ملي او بین المللي کچه ډول ډول غبرګونونه راپورته کړی او دغه موضوع د هیواد په رسنیو او وستلونو کې ډیره توده شوه  او ټولو خلکو په یوه خوله حامد کرزی په دغه کار پړ وباله او له نوموړی یې وغوښتل چې جنرال نبیل بیرته پرخپله دنده وګماری.
په دی برخه کې د ولسي جرګې موقف د ستاینې وړ دی او په لومړی ځل دغه جرګې خپل ملیتوب ثابت کړ او په یو اواز یې له حامد کرزی څخه وغوښتل چې جنرال نبیل بیرته پرخپله دنده وګماری .
ولسي جرګې جنرال رحمت الله یو هر اړخیز او ملي شخصیت وباله او دهغه پر لیدی کیدو یې سخته اندیښنه وښوده.
په ریښتا هم په لرو پرتو سیمو او ښارونو کې مو له یوشمیر ولسي وګړو سره خبرې اترې وشوی هغوې ټول د جنرال نبیل پر ګوښه کیدو خفه وو او د حامد کرزی پردغه کار له هغه نه ګیله من وو.
او زیاترو یې بیا ویل چې  نور نو په دې حکومت باور کول خپل ځان غولول دی .
ما له یوه 50 کلن قومي مشر سره د افغانستان د حکومت په اړه خبرې اترې کولی هغه راته وویل چې نور راته ددغه فاسد حکومت نوم مه اخله ما ویل چې کاکاجانه ولی دومره مایوس او خفه یې؟ هغه راته وویل، چې ابله ورځ یې دملي امنیت رییس جنرال نبیل له دندی ګوښه کړی .
کاکا جان په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د جنرال نبیل مخ ته هر څوک دهرڅه لپاره ورغلی خبره یې ورته منلی او فورا یې عملي اجرات کړی دی، ده وویل چې زموږ له کلی څخه د شخصي خصومت پراساس یوتن دملي امنیت د ځواکونو لخوا نیول شوی وو، موږ دخپل وکیل سره د نبیل دفتر ته وراغلو هغه راسره ښه روغ بړ وکړ او راته وی ویل چې څه خدمت دی ، موږ ورته وویل چې دملي امنیت لخوا زموږ یو بي ګناه کلیوا ال نیول شوی دی، هغه پرته له کوم ځنډه راته وویل، چې تاسوپه دی شاهدی ورکوی چې هغه بیګناه دی موږ وویل بل هو صیب، له موږ څخه یې یو تضمین خط واخیست او هغه بندی په همغه ساعت راخوشی کړ.
کاکا وایې که دافغانستان په حکومت کې دده په څیریو کسان نور هم وی نو دا حکومت به اوس ډیر پیاوړی او له عوامي ملاتړ څخه به برخمن وو.خو افسوس چې دافغان حکومت چارواکې د وړ ، مسلکي او مخلصو کسانو په قدر نه پوهیږي او ترڅو چې حکومت دغه اصل ته پام ونه کړی ترهغې به له هراړخیزو ستونزو سره مخ وی.
د جنرال نبیل د ګوښه کیدو په اړه بیا دچارو شنونکي دغه کار ته دشک په سترګه ګورې او وایې چې دولسمشر دا اقدام د ګاونډیو هیوادونو د فشار په نتیجه کې پورته کړی دی.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست همیش د ګاونډیو هیوادونو د لاسوهنو پرخلاف په نره اواز پورته کړی ا و دامکان ترحده یې د هغوې دپلان شویو دسیسو مخنیوې کړی دی.
ملي امنیت داځل په افغانستان کې دایران له منحوسي څیرې هم پرده پورته کړه او په نیمروز ولایت کې دوروسیتو ځانمرګو بریدونو  ګوته یې ایران ته ونیوله او دغه کاریې ددغه هیواد د سپاه پاسداران کار وباله.
ددې ترڅنګ یې په ولسي جرګه کې د کونړ پرولایت د پاکستان له لورې د توغندیزو بریدونو څخه پرده پورته کړه او دغه کار یې د پاکستانې فوځ لخوا یو ستر جنایت وباله.
او په دغه برخه کې چپتیا یې یو ملي خیانت او جنایت وګاڼه که څه هم افغان حکومت ددغه بریدونو پرواندی له یوه کال څخه راپدیخوا روژه نیولی او له هرډول څرګندونو څخه ډډه کوی.
ملي امنیت د افغانستان دنورو ادارو او چارواکو برخلاف د ملي ګټو پرسر د چا سره سودا او معامله نه ده کړی او تل یې هڅه کړی چې  ددې مظلوم او بیچاره ولس ددوښمنانو دسیسي شنډی او خنسا کړی.
همدا لامل دی چې دهیواد ددوښمنان په هرځای کې چې وی لومړی ګذار ددغه ادارې پر کارکوونکو کوې.
تاسف ځای دي چې داځل دافغانستان دوښمنانو ددغه اداري پر مشر تابه د حکومت له ادرسه یو حیرانونکی اونه توجه کیدونکی ګذار وکړ.
د ملي امنیت کارونکي له هیواد څخه ددفاع په خاطر د ژوند سکونه بي برخې  او هره لحظه ددوښمن د برید  له اندیښنو سره مخ دی، شپه او ورځ په زیات زیار ویستلو سره هڅه کوې چې هیوادوالو ته خوشالی او ارام راولی،د ځان په غم کې نه بلکي د ملت په غم کې سوځی.
حکومت باید دملي امنیت د کارکوونکو زیار ویستنې او سرښندنو ته د قدر په سترګه وګوری او هغوې دی تقدیر کړی .
زه دیوه افغان په توګه د افغانستان له ولسمشر حامد کرزی څخه غوښتنه کوم چې د ملي امنیت رییس جنرال نبیل دی بیرته پر خپله دنده وګمارې او نوموړی دی لاهم تشویق کړی ترڅو لازیاتي لاسته راوړنې ولري.
د جنرال نبیل د ریاست پرمهال ملي امنیت د پام وړ کارونه کړی او تر ټولو غوره یې داده چې دملي یوالي په رامنځته کولو کې یې ډیر څه کړی او ددې احساس هله وشو ، چې جنرال نبیل له دندي ګوښه شو.
د تلویزونو په پردو ، په انترنیتي پاڼو او د ورځپاڼو په لومړیو مخنو کې مو ولیدل چې د افغانستان بیلابیلو قومونو او سیاسي ګوندونو د جنرال  نبیل پرګوښه کیدو د حیرانیتا او خفګان څرګندونې کړی وی.
د جنرال نبیل پر لاسته راوړنو سترګي پټول دهیواد دیوه اصیل بچې په حق کې ستره جفا ده او د جناب حامد کرزي د پریکړی په اړه به قضاوت تاریخ ته پریږدو او وه به ګورو چې ددغه پریکړې په اړه تاریخ څه قضاوت کوی.
 
په درنښت
ستاسو ورور فرهاد حسن