یو خواشینونکی خبر

 
 د ملي دفاع وزارت په وینا، شاوخوا دوه مياشتو کې د ملي اردو ٦٠٠ منسوبين وژل شوي او له وسلوالو مخالفينو هم سلګونه تنه وژل شوي، سلګونه ټپيان دي او سلګونه نور نيول شوي دي.
 څومره د خپګان خبره ده په دوه میاشتو کې د ملي اردو د ځوانانو شاوخوا ۶۰۰ مورګانې بورې، زامن یتیمان، پلرونه بې اولاده، ورونه او ښورګانې بې وروره او ښځې کونډې شوي دي.
په بله خوا کې بیا د مخالفینو وسلوالو هم خپل خپلوان د غم په تغر کینول.
ښه ددي دومره لوې زیان ګټه څه ده؟
ایا د یوبل په وژلو درنه خدای راضي شو؟
خپل هیواد ته مو څه ګټه ورسیده؟
فامیل ته مو کومه ګټه ورسیده؟
کوم خارجي دشمن مو پکې وواژه؟
ګټه یې چاته ورسیده؟
مونږ ته؟
امریکا ته؟
پاکستان ته؟
ایران ته؟
افغانان سره ورونه ندي؟
نو بیا ولې موخپلو منځو کې سره یو بل ووژل؟
ته خبر یې اوس نړۍ هر افغان تروریست بولي، کرکه ترې کوي، په خپلو هیوادونو کې یې تنګوي، د وحشیان ګومان ورته کوي، د نړیوالو  په اذهانو کې داسې یو غلت تصویر د اسلام په اړه ځای پرځای شوی چې ګومان کوي نعوذ بالله اسلام د وحشیانواو یا د تروریستانو دین دی.
هغه پګړۍ چې پخوا به میړنو د افتخار په بڼه په سر کوله اوس یې څوک د شرمه په ایښودلی نشي ځکه که یې پرسر کړي د واره د تروریست تاپه پرې لږي.
که ته وایې چې زه مسلمان یم او جهاد کوم خو ستا مقابل لوری هم ستا مسلمان ورور دی پنځه وخته لمونځ کوي، روژې نیسي او د خپل ناموس او وطن نه دفاع کوي، بیا یې ولې وینه تویوې؟
ته خو ځان ته د قران ټیکدار وایې نو بیا ولې په دې نپوهیږې چې الله فرمايي: وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِناً مُّتَعَمِّداً فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِداً فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَاباً عَظِيما  (النساء:93).
ژباړه: هغه څوک چې مومن قصدا ووژني دهغه سزا دوزخ دی چې په هغې کې به د تل لپاره استوګن وي، پرهغه د الله غضب او لعنت دی او الله (ج) د هغه لپاره لو عذاب تیار کړی.
نو ته بیا ولې غواړې ځان د دوزخ کندې ته اچوې او او ځان د الله (ج) د لعنت او غضب لایق جوړوې؟
ته په دې فکر یې چې د دولت مامورین او عام وګړي د کفارو ګوډاګیان دي ته په کوم دلیل دا خبره کوې؟ که له دولت سره کار ونکړي دې دومره خلکو ته به کاراو روزګار له کومه شي؟
که ته په دې فکر يې چې دا د ملي اردو ځوانان د کفارو سره کارکوي، د کفارو په مرسته مونږ وژني نو بیا ولې ته د ملي اردو سره نه یوځای کیږې چې په ګډه د کفارو په خلاف وجنیګیږې او حقیقي جهاد فی سبیل الله وکړې.
ته په دې نپوهیږې چې ستا پرسر څومره معاملې کیږي؟ که ته په پوهیدای دا کار به دې هیڅکله نکوو!
تا کور کې یوه سرتورې مور پریخې چې شپه او ورځ ستا له غمه ژړیږي، همیشه یې سترګې د ویر په نم لمدې وي او هره ګړۍ په دې ویریږي چې ستا د مرګ خبر ترلاسه نکړي. تا ته د ګل په شان ماشومان په انتظار دي او هره وخت دا پوښتي چې پلار مې کله راځي!
راځه دا د ځان ځاني کارونه پریږده، د پردیو په لمسون وطن مه تباه کوه، خپله ورونه او خویندې دې موژنه، خپل وطن اباد کړه او خپل حقیقي دښمن له پښو وغورځوه ترڅو د خپل هیواد، مور او پلار ویاړ وګرځې.
د یو هوسا، پرمختللي، اباد او ازاد افغانستان په هیله.