په مستعارو نومونو ليکنې وکړئ؛ خو...

 297484_10150310553104915_752884914_8075973_257112616_n.jpg herunterladen (45,8 KB)
ليک: لمر نيازی
 
اسلام عليکم! درنو لوستونکو د جمعې په ورځ انټرنېټ ته ناست وم، فېس کې هم بوخت وم او تاند وېب پاڼه مې هم پرانستې وه. په پاڼه کې مې نوي خپاره شوي مطالب لوستل. يو وخت مې پاڼه تازه ( Refresh ) کړه، نو په يوه نوې ليکنه مې سترګې ولګېدې چې د ليکونکي په توګه ورسره زما نوم ليکل شوی وو. ما ځان سره کړه چې، ما خو کومه ليکنه تاند ته نده لېږلې چې خپره دې يې کړي؟ ځان سره مې کړه چې دا څه کیسه ده.
د ليکنې سرليک مې چې وليد ((جمعه خان همدرده ۲۲ کلن توتاخېل ځوان په کومه ګناه شهيد شو!!))، نو پوه شوم چې کوم څوک غواړي زما له نوم نه په استفاده، مې له داسې چا سره ټکر کړي، چې هسې مې هم د ډاله غږ نه ورسره ځي. که څه هم تاند وېب پاڼې زما له ايمېل وروسته ليکنه په بيړه لري کړه، خو وروسته مې چې ځینې نور پښتو انټرنېټ پاڼې وکتلې او بلاخره مې د ياران په نوم په يوه بله پښتو پاڼه کې همدغه ليکنه په ورته سرليک او هماغه متن پيدا کړه، خو د ليکونکي نوم يې غيرت پکتياوال ؤ.
له دې کيسې وروسته مې په زړه کې راتېره شوه، چې د دې ليکنې او يا په پرديو نومونو د خپرېدونکو مطالبو په اړه بايد په ځوابيه بڼه تاند ته څه وليکم، تر څو په راتلونکي کې مې ناښکاره دښمنانان راته کومه حقوقي ستونځه پيدا نکړي.
غواړم لومړۍ د هغه نامعلوم کس د ليکنې په اړه يو څه وليکم، چې تاند ته يې زما په نوم استولې وه او بيا پر دې موضوع نظر ورکړم چې په مستعارو نومونو د خپرېدونکو ليکنو سره بايد د وېب پاڼو چلوونکي څه ډول چلند وکړي.
کيسه داسې ده چې کوم ښاغلي له پورته سرليک لاندې ((جمعه خان همدرده ۲۲ کلن توتاخېل ځوان په کومه ګناه شهيد شو!!)) په خپره شوې ليکنه کې په کيسه ايیز انداز د راوي په ډول ليکلي: ((... د اختر په لومړۍ ورځ مې د لمانځه اداکولو وروسته له خپلو يارانو سره اختر مبارکي وکړه ،يو بل ته د پښتنو د دود په څېر کورو ته ورتلو ډوډۍ روانې وې ... په سهار يې موږ بياهم يو بل سره د پرون په څېر د احتر دوييمه ورځ لمانځله ،باغکا ته د اختر مبارکۍ لپاره يوه ملګري ته تللی وم ،ملګرو سره په ګف شف لګيا وم خندا هم راسره ملګرې وه او د چايو پياله مې هم لاس کې وه چې يو ناڅاپه د ټوپک غږ شو، ملګري ته مې وويل دا څه دي کوم چا ؛خو به کوژدنه نه وي کړې يا د چا زوی خو به نه وي پيدا شوی ... ملګري سره څو شيبې کيناستم چې د ملګري له کوره رابهر شوم ګورم چې د خلکو شور ماشور و او دا نارې يې وهلې دريو پوليسو وويشتو،د والي باډي ګاردان و.)) هغه خپله کيسه همداسې غځوي: ((په دې وخت کې زه هم ورغلم ګورم چې يو درويشت کلن ځوان په سر باندې د ټوپک ګولو سوری سوری کړی و او په وينو کې لت پت پروت و. پوښتنه مې ترې وکړه ای خلکو دا کس چا وو ژلو او دا ولې څه ګناه يې کړې وه یو کس چې د همدې وژل شوي کس سره د صحنې شاهد و وويل چې د والي باډي ګار دان و او د بازار سوالګره چې له نورو ځايونو پکتيا ته راغلې وه له ځانه سره يې د باغکا دشتې ته چې کلي سره نږدې وه د زنا لپاره راوستې وه خو چې کله دې وژل شوي ځوان لخوا منع کړل شول او ورته ويې ويل چې تاسو ؛خو د والي صيب همدرد باډي ګاردان ياست تاسو ولې دا کار کوئ ... زه به هيڅکله هم دا اجازه در نه کړم چې دا کار وکړئ چې په دې کې يو کس چې مالوميده شراب يې څښلي و په قهر سره دې ځوان ته وويل همدرد به خپل کار کوي موږ پرېږده چې خپل ځان خوښ وساتو او په ښکنځلو سره يې د ټوپک خوله پرې را تاو کړه او په سرباندې یې وويشتو چې له څو ثانيو وروسته یې ساه ورکړه په دې کې يو بل عسکرچې له دوئ سره ملګری و د وژل شوي کس قاتل ته وويل چې دا ولې ؟هغه ورته وويل نن مې شراب ښه ډېر څښلي دي قوماندان صيب طلا راته ټيليفون کې وويل که ستاسو ممانعيت څوک کوي نو زما لخوا امر دی ختموئ یې... ))
دا پورته متن د يادې خپرې شوې کيسه يوه برخه ده، تاسو يې ټول متن په دې اړيکه لوستلی شئ http://yaraan.com/politics/7709.html
اوس راځم يادې موضوع ته. بايد ووايم چې د قتل ياده پېښه حقيقت لري، رامنځته شوې وه؛ ولې په دې ليکنه کې له يوه ساتونکي څخه دا روايات چې (موږ پرېږده چې خپل ځان خوښ وساتو.... نن مې شراب ښه ډېر څښلي ... ) دومره غير
منطقي راوړل شوی چې ماشومان به يې هم ؤ نه مني، دا مکالمه سمه دمه د هندي فلمونو ډيالوګونو ته پاتې کېږي، چې پر شرابو يو نشه کس دې، د ځان په اړه د ډېرو شرابو د څښلو کيسه وکړ... اهاهاها ښه سناريو ده.
او تر کومه ځايه چې د ليکنې د محتوا خبره ده، په دغه موضوع کې د جمعه خان نه بلکې د معاون عبدالرحمن منګل کسانو لاس لاره، خو د پېښې د پېښېدو د څرنګوالي په اړه هم دقيق معلومات نشته، چې يو خو زه په خوست کې ومه او بلخو ځينې کسان بيا وايي چې په ياده قضيه کې قاتل او ملګري يې نه؛ بلکې مقتول د ناروا جنسي اړيکو د فاعل په رول کې وو ( خدای ښه پوهېږي)
دې احمق چې په خپله ليکنه کې يې زما په ادرس د اختر د ورځې جريان لیکلی؛ ټول دروغ دی. دا ښاغلی په دې ندی خبر چې زه ( لمر ) د خوست اوسېدونکی يم، کور مې په خوست کې دی، په اختر کې هم په خپل کور کې وم. نو اوس ترې پوښتم چې په اختر کې به کوم لېونی خپل کور پرېږي او اختر دې بل ځای تېر کړي؟؟؟ دا چې يوازې د وظيفې او درس ويلو لپاره په پکتيا کې اوسم، نو زه دې بيا څه ډول د اختر په ( فاميلي ) ورځ يا ترې دوه ورځې وروسته په پکتيا کې موجود و اوسم؟! زه په کوم منطق د دغې پېښې عیني شاهد کېدلی شم؟ جالبه ده.
که د ليکنې د متن خصوصياتو ته راشو، نو جوته ده چې ګرامري او نحوي ستونځې لري او زه بيا له املايي نښو په خالي يا اوږدو پراګرافو عادت نه يم؛ ځکه ګوتې مې پر کيبورډ داسې عدت شوې چې د ليکنې هر اړخ ته ډېرې حساسې وي.
نو اوس د دغه کس په اړه چې زما له نوم او سيمه اييز شهرت نه ناسمه استفاده کوي، زما خپل برداشت دا دی چې دا ليکنه د پکتيا د هغو فرهنګيانو او يو شمېر خبريالانو کار دی چې ما په پکتيا کې د ځمکو د ناقانونه وېش له امله د والي همدرد د يو مخالف په توګه پېژني او خپله يې دغه ښاغلي په وېش کې ونډه لري. دغه کسان ماته د دوی په ولايت ( پکتيا ) کې د يوه پردي او جنجالي خبريال په توګه ګوري. حتی په رسمي غونډو کې څو – څو ځلې دا ډنډورې غږېدلې چې: (( لمر خو د خوست دی، دلته ولې ژورناليستيک او فرهنګي فعاليتونه کوي؟ )). په هر حال زه يو کوچی خبريال يم، کوچيان نه سرحد لري او نه يې هم پېژني. فکر کوم د دغې ليکنې ښاغلي به په خپل نوم د څه ليکلو جراءت نه درلوده چې اوس دا ( ټل ) زما له نوم نه په استفاده فتح کوي.
خو زما دريځ دا دي چې که څوک هر څه ليکي په پوره جرائت دې وليکي. دا هم حقيقت لري چې په ولاياتو کې ډېر داسې واقعات له خپرېدو پټ پاتې کېږي چې که خپاره شي، نو د چارواکو چوکۍ به په خطر کې واچوي. دا هم بايد ووايم چې په پکتيا کې نه يوازې همدا موضوع؛ بلکې د ځمکو د ناروښانه وېش مسله هم هغه څه ده چې له وېب پاڼو پرته په نورو رسنيو کې نده خپره شوې او لامل يې هم دا دی چې په موضوع کې له فرهنګيانو، خبريالانو، قومي سپين ږيرو رانيولې تر ولايتي شورا، د ملي شورا د وکيلانو او ولايت مقامه پورې ټول شريک دي. د ټولنې په ټولو قشرونو کې داسې اړخ ندی پاتې چې د دغو عامه منافعو څخه په دفاع کې هم خپله غږ پورته کړي او هم د خلکو غږ واوري. زه د ولس او مسلک په استازيتوب د دې غوښتونکی يم چې ځايي اداره د دولتي ځکمو د ناڅرګند وېش يا چور په اړه او هم د نورو فسادونو په اړه د خلکو پوښتنو او اندېښنو ته ځواب ووايي او دا ځواب بايد قانوني او عادلانه توجه ولري.
که څه هم زما دغه دفاعيه ليکنه د هغه نامسلکي چلند په اړه ده چې يو چا زما له ادرسه ترسره کړې. خو د ليکنو د محتوا د ارزښت په اړه بيا زما شخصي رايه دا ده چې، پښتو وېب پاڼې بايد دغه ډول ليکنې له دې امله له خپرولو پرې نږدي چې ګويا په مستعار نوم ده؛ بلکې د هرې واقعې د حقيقت په اړه دې لږه پلټنه وکړي او خپره دې يې کړي. په پښتو وېب پاڼو کې د دغه ډول مسايلو د خپرولو تر ټولو ګټور اړخ دا دی چې تر ډېره په هغو حقايقو راڅرخي چې د شخصي ګټو او سليقو له امله يې ځايي خبريالان خپرول نه غواړي، او يا يې راډیوګانې، ټلويزيونونه او خبري اژانسونه په دې بهانه نه خپروي چې خپله ( خپرنيزه پاليسي؟ ) اجازه نه ورکوي. زه له تاند، بېنوا، ټول افغان، ياران ... او نورو وېب پاڼو څخه مننه کوم چې ډېر کله يې ناويلي حقايق د ليکنو او پرانستو ليکونو په بڼه خپاره کړي او په دې کار سره يې د لوستو او نالوستو خلکو زړونه ګټلي.
په پای کې مې له تاند او نورو وېب پاڼو غوښتنه دا ده: هغه مطالب چې په مستعارو يا د بل چا په نومونو در رسېږي، بايد له خپرولو وړاندې يې د ليکوال د شناخت او د محتوا د پوره او کره صحت په اړه پلټنه وکړل شي. غواړم په دې اړه نه يوازې تاسې بلکې ټولې پښتو انټرنټ پاڼې ځينې ټکو ته متوجه کړم.
 
ناويلي حقايق خپار کړئ! خو...
۱- ليکنه يا راپور ولولئ، د صحت او د کره والي په اړه يې له بېلابېلو سرچينو معلومات واخلئ او په بې صبرۍ يې مه خپروئ ( د خبري راپورونو کره والي ته بايد ډېر پام وشي )
۲- د مطلب د ليکوال يا خبريال د مسلکي او ټولنيز کرکټر په اړه ابتدايي معلومات وکړئ
۳- له ليکوالو وغواړئ چې مطالب له خپلو رسمي ايمېل ادرسونو درولېږي او بيا دا ورسره سپينه کړئ چې، ليکنه دې ورته په خپل نوم خپره شي، بې نومه دې وي او که په مستعار نوم؟
۴ – د وېب پاڼو چلوونکي بايد دې اړخ ته پام وکړي، چې د يو بل ليکوال او خبريال اصلي او يا هم مشهور شوی مستعار نوم، د چا د مستعار نوم په توګه ونه کاروي.
۵- هڅه دې وشي چې د ليکوونکو د اصلي هويت په اړه معلومات پټ وساتل شي او د دې ليکوالو د هويت د پټ ساتلو لپاره دې يوازې د اسلامي او افغاني کوډونو په رعايتولو ټينګار وشي. که په دې کار سره ځينې ناتفسير شوي وضعي قوانين و هم ننګول شي، باک يې نشته.
۶ – که امکان ولري، نو له ليکوالانو وغواړئ چې له سرخلاصيو ليکونو او ليکنو سره يو ځای ځینې داسې کتبي سندونه او ثبوتونه هم درولېږي، چې د ليکنې په کره والي دلالت وکړي. د دې کار ګټه به دا وي چې هم به د چارواکو، اشخاصو او ادارو په اړه مهم اسناد د ورکېدو او د له منځه وړلو له ګواښ څخه بچ شي او هم به له راتلونکو قانون پالونکو حکومتونو سره د چارواکو د فسادونو په څېړلو او نورو برخو کې مرسته وکړي.
۷ – هغه ليکنې چې په داسې موضوعاتو ليکلې وي چې نېغ په نېغه د خلکو ژوند، حقوق، ملي ګټې، تجارت، زده کړې، روغتيا، کلتور... ته څرګند ګواښ وي، بايد په بيړه او کثرت سره خپرې شي. په دې برخه کې دې وېب پاڼې ځينې مسلکي محدودتونه هم مات کړي، خو دغه هېوادنی اخلاقي مسووليت دې پر ځای کړي. د بېلګې په ډول، هره دا رنګه ليکنه دې په ټولو پښتو او افغاني وېب پاڼو کې خپره شي. د دې لپاره چې حقايق تکثير شي، نو له پوښتنې پرته دې يې له نورو ويب پاڼو هم راکاپي کړل شي. خو يو څه چې رسنۍ يې بايد د مسلکي حقوقو او اخلاقو په توګه له پامه ونه غورځوي، هغه د لومړی لاس خپرندويه سرچينې د نوم يادونه ده، چې بايد په دويم لاس خپروونکو رسنيو کې يې راوړل شي.
۸- هڅه دې وشي چې د يوې ادارې او يا اشخاصو په اړه خپاره شوي مطالب د امکان تر بريده هماغه مرجع ته مخې ته کېښودل شي ( يا ترې ليکلی ځوابي غبرګون وپوښتئ او يا يې له يې بلې لارې دې ته مجبور کړئ چې نظر څرګند کړي)، تر څو لوستونکو ته دا موقع برابره شي چې د دواړو خوا د څرګندونو د پرتلنې له لارې واقعات او موضوعات په رښتينې بڼه درک کړي. او د دې کار بله ګټه به دا وي چې انټرنېټي نړۍ به له پښتو متونو او د افغانستان د روانو حالاتو په اړه له شته حقايقو او جريانونو ډکه شي او دا کار بيا په خپل ځای د هېواد په هر اړخيزه تاريخ ليکنه کې هم له څېړونکو سره مرسته کولای شي.
په پای کې دومره وايم چې: دا زما خپل نظريات او وړانديزونه دي او شايد ډېر موافقين او مخالفين ولري. زه د يوه خبريال او ليکونکي په توګه له دې سره کلک موافق يم چې، د ځانګړو اصولو، د کلام د عفت او د خپل ديني او اخلاقي حيثيت په پام کې نيولو سره دې هر هغه څه په مستعارو نومونو خپاره شي، چې په اصلي نوم خپرول يې ليکونکي ته يوازې د سر او عزت په بيه تمامېږي.