
نن ورځ هر
انسان پدې پوهه دى چې ټوله ګټه هيڅ وخت او په يواځى صورت لاس ته نشي راتلى نيمه
يادنيمې لږ څه کمه ګټه چې بل ته ورکړى خپلې
اصلي موخې ته به ورسيږي . نن سبا
دهوښيارو زمانه ده کم عقله به ډير کم
وليدل شي يوازې يو شمير افغانانو نه بغير چې په خپل لاس خپل وطن دنورو داهدافو
دپاره ورانوى نور هيڅ څوک نشته چې خپل کور او خپل وطن وران کړى دپوليو يا فلج
واکسين او تبليغي جماعت يا ډله دپټو معلوماتو دراټولو دښې وسيلى مثالونه په لاندې ډول سره يادوو .
تيمور لنګ
يا ګوډ تيمور چې دکابل نه هندوستان ته دزرو تنو پوځيانو سره دخيبر دلارې دتلو اراده وکړه دلارى دستونزو په اړه يې دخپلو
جنرالانو سره پدې مشورى وکړى چې په خيبر کې به مسلمانانو په پرنګيانو بريدونه کول
يو پوځي مشاور چې دپرنګي دنيرنګو ماهر ؤ
ګوډ تيمور ته يې وويل دخيبر درى ته چې نږدى شوى دخپل پوځ څو تنو سر لښکرو ته سپين
بيرغونه چې کليمه پرى ليکل شوى وى ورکړه او دخيبر درى په رسيدو سره د الله اکبر
نعره کوى ستا پوځ به سلامت هندوستان ته ورسيږي همدا ډول وشول دگوډتيمور پوځ چې
داسلام په نعره کې خيبر ته ورسيد مسلمانانو يې تود هرکلى وکړ لار ئې ورکړ مسلمانان
او خصوصاً پښتانه داسلام په نامه که هر څو ورته تاوان رسيږي سرقربانوي .
دويم مثال :
مولانا عبيدالله سندى رحمه الله پرنګيانو د ٢٧ علماء سره دمالټا په زندان کې بندى
کړ اخر يې ورته وويل تاسې او ستاسې ملګرى به په يو شرط مونږ پريږدو چې داسلام
تبليغ به کوي خو دجهاد نوم به نه اخلي ، مسلمانان به د سياست نه لرى ساتى ، يو ازې
دلمونځ دعوت بۀ ورته کوي او دثوابونو احاديث به ورته بيانوى ددې دپاره بۀ مونږ
داحاديثو ځانګړى په هره ژبه ژباړل شوى کتاب درکوو يوازې او يوازې دهغه کتاب احاديث
به بيانوى خپلې ډلې به زياتوى دکورونو مصارف به زمونږ په غاړه وي يعنې څومره چې
ستاسې اړتياوي په يوه وسيله به ستاسې اړتيا پوره کوو مولانا عبيدالله سندي ترى انکار وکړ ځکه هغه هم عالم او هغه مجاهد و .
بيا پرنګيانو يوه بله اسانتيا هم ورياده کړ ، چې هر هېواد ته دتبليغ دپاره دتلو
اراده لري ستاسو سره بۀ زمونږ همکارى موجود وي مولانا عبيدالله سندى دزندان تورې شپى په ځان ومنلى خو دا شرطونه يې نه منل
بالاخره مولانا صاحب سره د ٢٧ زندانى علماء لومړى په نړيواله جګړه کې له زندانه را
خلاص شو .
اوس ديوې خو
داسلام دسيورى لاندې مقدس نوم دتبليغ او د روغتيا دسيورى لاندى دپوليو نوم دى چې
هر څلورم تبليغى او هر دويم دپوليو واکسيناتور بيلا بيلو پټو ادارو ته دپټو
معلوماتو دراټولو دپاره کار کوي تاسې وګورئ په هر اداره کې چې وظيفه اخستل کيږي
رشوت به ورکوى بې شميره ستونزى به په مينځ کې لري يوازې دا دوه ډلى دى چې په اسانى
سره پکې دنده ترسره کيدى شى که تبليغ ته يې دکور مصارف درته په بله لاره درکوي او
که واکسين پروګرام کې شامليږي دقابليت او سند پوښتنه نشته .
دريم دا چې
تراوسه پورې به چا هم نه وى څرګنده کړى چې تبليغى نصاب مولانا ذکريا ته چا ورکړى
او چا ورته له عربي ژبې ژباړلې دي او هم
دانده څرګنده چې دفلج واکسيون په کوم هېواد کې جوړيږي ؟ ولې دخپل هېواد ډاکټران
ترې بې خبره ساتل کيږي او د فلج تر نامه لاندې فرموله څرنګه ده .