
ډاکتر مــحمد نواب ویساند:
د بغلان د بوری تولیدولو د فابرېکې
اقتصادي ارزښت
څرګنده
ده ، چې کور ، کالی اوډوډۍ د ضروریاتو نه ګڼل کیږی ، خو تل خواړه د
لمړنیو ضروریاتو په سر کې ځای لری چې زمونږ د هیواد بې وځله وګړی ورسره تل لاس او
ګرېوان دي .نېکمرغه سړی به هغه څوک وی چې نن سبا یې په کور کې اړین خواړه (
اوړه ، غوړی، بوره او هم چای ) چې زمونږ
په هېواد کې یو ستغه ستونزه وه او لا هم ده ، شتون ولری . سره لدې چې افغانستان یو زراعتي هېواد او
ډېرۍ وګړي یې په
کرنه بوخت دي ، خو یو زیات شمېر د اړتیا وړ خوراکي توکي ورته له نورو
ملکونو وارېدیږی . نه غواړم چې د هېواد د اقتصاد په عمومي ابعادو وغږېږم ،
ومې پتېیله چې په خپل وار د هر ځانګړی تولیدي سکټور ( واحد) ستونزې او نیمګړتیاوې چې اوسمهال
ورته د بل هر وخت نه سخته اړتیا ده ، را وسپړم او د له منځه وړلو لپاره یې
ځینې وړاندیزونه د کورنی محصولاتو د ودې او پراختیا په موخه او له
دې لارې د وګړو د اړتیا د پوره کولو لپاره وړاندې کړم . مخکې له دې چې ددې فابریکې اقتصادی ارزښت
په هکله چې په هېواد کې اوږده
سابقه لری او له
بده مرغه اوس د اومو موادو د کمښت سره مخامخ ده
، خپل آند وړاندې کړم . تېر ته یې یوه ځغلنده کتنه
په کار ده .
شــــــا لــــــید : په افغانستان
کې د لمړی ځل لپاره د جغندرو څخه د بوری
جوړولو کار په ۱۹۳۸ ز کال کې د یو لوی تجارتي - صنعتی شرکت ( قند سازی ) له خوا چې ماشینونه یې د
هغه وخت د چکوسلواکیا هیواد څخه د کریدت له
مخی پیرودل شوی وو پغاړه واخستل شو . جغندر د لمړی ځل لپاره د بغلان ولایت او د
هغه په خوا او شا
سیمو کې د بهرنیو کارپوهانو په سیده مرسته او لارښونه د صنعتی نبات یا بوټي ( اومو موادو
) په توګه د بوری د جوړولو په موخه په ۱۹۳۶ ز
کال کې په فني او اساسي توګه
تر کښت لاندې ونیول شول . د قند
بغلان فابریکې د ۱۱ـ ۱۳ زره ټنه د بورې د
تولیدولو د تخنیکي کلنیز ظرفیت ( چې په
هېواد کې ورته د ناصبه ظرفیت خطاب هم کیږی ) په درلودلو سره په
کال ۱۹۴۰ کې په کار پیل وکړ . ددې فابریکې په جوړیدو
سره د خوراکی صنایع په سکټوري یا
څانګیز جوړښت کی یو نوې
باب پرانستل شو . د نوموړې فابریکې د پراختیا په موخه په کال ۱۹۵۰ کې یوه نوی څانګه د پرس شوی بورې د معیاری کیدو او څرنګوالی
لپاره تیاره او پکار واچول شوه .
د خوراکی صنایع ددی سکټور د ودې ، پرمختګ او تشویق لپاره د همغه لمړیو څخه نه یواځې د کرنې او صنایع اړوند ارګانونو سره په ګډه د یو لړ اړینو تدابیرو نیولو له
لاری د نوموړی کرنیز توکې
د پراختیا لپاره هلې ځلې پیل کړې ، آن تر دې چې دولت د بورې د نرخ د کنټرولولو لپاره د بورې
واردول هم په خپل انحصار کې ونیول . که مونږ د نوموړې فابریکې تولیدي فعالیت ته د همغه پیل څخه ، چې ارقام یې د یادې فابرېکې د ارشیف څخه تر لاسه شوی ، بیا تر امنیتي شرایطو د خرابیدو تر مهاله ، چې په
لاندې څو کرښو کې لیدل کیږی ، پوره ځیر شو و به وینو چې د تولیداتو په کچه کې د دینامیک
مثبت خوځښت تر څنګ د همدغو پورتنیو تدابیرو سره سره بیا هم په ریتمیک
( موزون ) ډګر کې یو لړ نیمګړتیاوی
له ورایه لیدل
کیږي .
۱ . لښتلیک :
کـــــــــــــــــــــــــــــــــــال
|
ترکښت لاندې مځکې (
هکتار ) |
د جغندرو محصولات (ټن
) |
د فابرېکې د کار ورځې |
د بورې تولید ( ټن ) |
۱۹۴۰ |
۱۱۶۰ |
۸۲۲۰ |
۲۳ |
۱۰۹۶ |
۱۹۴۵ |
۴۰۶۴ |
۳۴۹۱۰ |
۵۸ |
۴۳۰۵،۵ |
۱۹۵۰ |
۳۵۶۹ |
۳۳۷۱۰ |
۴۸ |
۴۵۸۰ |
۱۹۵۵ |
۳۸۰۸ |
۴۴۸۲۰ |
۶۰ |
۶۰۴۶،۵ |
۱۹۶۰ |
۳۸۳۸ |
۳۵۱۵۰ |
۵۶ |
۴۵۰۵ |
۱۹۶۵ |
۴۵۸۳ |
۵۳۷۵۰ |
۸۷ |
۷۴۲۸،۵ |
۱۹۷۰ |
۴۸۰۵ |
۶۷۷۴۰ |
۱۰۱ |
۸۶۱۶ |
۱۹۷۵ |
۴۸۲۶ |
۱۰۸۰۵۰ |
۱۷۵ |
۱۳۶۲۵ |
۱۹۸۰ |
۲۶۸۳ |
۲۲۰۱۰ |
۳۳ |
۲۷۲۸ |
۱۹۸۲ |
۱۰۲۵ |
۸۸۹۰ |
۱۷ |
۱۰۸ |
ددغه ناموزون تولید بنسټیز لاملونه په سیمه کې د زراعتي ـ صنعتي کومپلس نه شتون ، د کرونګرو تر منځ د کرنیزو مځکو ویش او د غنمو د کښت سره د جغندرو د کښت د سیالۍ پاتې راتلل ، د کرنې په برخه کې د وړ تکنالوژۍ نیمګړتیاوی ، په فابریکه کې د ماهرو کارګرانو کمښت او په خپل وخت د ترمیم چاری نه تر سره کول په ګوته شوي دي . که ددې سکټور شالید ته وګورو و به وینو چې د وخت اړوندو دولتی واحدونو په خپل وخت سره د خوراکی صنایع ددې برخې ساتنې ته ځانګړی پاملرنه اړولې وه . آن تر دې چې په ۱۹۸۳ ز کال کې د بزګرانو د هڅولو لپاره یی د پورتنیو تدابیرو تر څنګ ، په اومو موادو یانې جغندرو کې د قندی موادو د شتون پر بنسټ ، د قندی موادو د هرې سلوالې د پورته کیدو یا لوړېدو په بدل کې یی د ۸۶ نه تر ۹۶ افغانیو پورې د یو ټن د بیه د لوړوالې یوه ځانګړې شکله ( لښتلیک ) چې په لاندې بڼه لیدل کیږی جوړه او د وخت د وزیرانو شورا له منـــــــظورۍ وروستــــــه پــــکار واچـــــــول شـــــــــــوه .
۲ . لښتلیک :
د قندی مواد شتون په
کتګورۍ سره ، په سلواله |
د یو
ټــــــــــــــــــــــــن جغندرو بیه
، په افغانیو |
۰۱ ـــ
۱۳ |
۱۰۲۰ |
۱۳ ـــ
۱۴ |
۱۱۱۴ |
۱۴ ـــ
۱۵ |
۱۲۰۴ |
۱۵ ـــ
۱۶ |
۱۳۰۰ |
۱۶ ـــ
۱۷ |
۱۳۹۲ |
۱۷ ـــ
۱۸ |
۱۴۸۴ |
۱۸ ـــ
۱۹ |
۱۵۷۸ |
۱۹ ـــ
۲۰ |
۱۶۶۴ |
د بوری لګښت او معاصر نورماتیف : که د یادې فابریکې تخنیکی او تکنالوژیکې نیمګړتیاو ته په کتو یې اقتصادی تولیدی ځواک ( اقتصادی ظرفیت ) په کال کې یوولس زره ټنه بوره ونیسو . نو د معاصر نورماتیف له مخې، نه ، بلکه د وارد شوی بوری له مخې په کار ده چې د اوسني حد اقل اړتیا د پوره کولو لپاره نه یواځې د نوموړی فابریکې په بشپړ ظرفیت د چلولو لپاره لارې چارې ، چې لا د اړتیاوو لسمه برخه هم نه شی پوره کولای ولټول شی ، بلکه پکار ده ، چې افغان چارواکي د نوو فابریکو د جوړولو لپاره لاس په کار شی . که د معاصر نورماتیف له مخې یو انسان په کال کې ۳۲ کیلوګرامه بورې ته اړتیا لری خو د پخوانې شوروی اتحاد پر مهال د تاجکستان جمهوریت د خلکو له پاره دا نورماتیف ۲۴ کیلو ګرامه اټکل شوی وو . سره لدې چې د افغانستان د وګړو شمېر تر دا مهال په علمی توګه نه دې تثبیت شوی ، خو که د ځینو اټکلو له مخې یې حد اقل ۲۶،۵ میلیون وګړی وګڼو او هیواد ته په ۱۳۸۸ ل کال کې له بهره د وارد شوې بوری له مخې چې د۹۲،۵ زره ټنه په خواوشا کې ښودل شوی د یوه وګړی د بوری کلنیز لګښت ته چې نژدې درې نیم کیلوګرامه نه ، نه اوړی ، وګورو ، و به یې وینو ، چې د نورماتیف او افغان وګړو د بوری د لګښت تر منځ څومره لوی توپیر تر سترګو کیږی . دا ددې ښکارندوی دې چې ددې سکټور مصنوعاتو ته د بل هر څه نه سخته اړتیا لیدل کیږی . نو ځکه د خوراکی صنایع دې سکټور پیاوړتیا او پرمختګ ته چې په هېواد کې د خوراکی فابریکوی صنایع چې د بلې هری برخې نه زیاته سابقه لری ځانګړی پاملرنه په کار ده ، تر څو د اړتیا وړ بوری پېرېدلو لپاره د هیواد څخه په هر کال کې د څه د پاسه ۳۳ ملیون ډالرو د وتلو ، چې کېدای شي په هیواد کې د مسلط اداری فساد او د ګاونډیو هیوادونو سره د ګډو پولو د پوره نه کنټرول له امله دا شمېره لدې هم نوره لوړه وي ، ډډه شوی وی .
وړانــدیــز : څرنګه چې هیواد وال پوره معلومات لری د تل په څېر بد نیته ګاونډیان کله نا کله د سیاسی وضعې د خړپړتیا نه په ناوړه ګټه پورته کونې سره د افغان لوری اړوند ، د ترانزیتی مالونو په وړاندې ستونزی را پېدا کوی . چې له امله یې د هیواد په دننه کې د یو لړ کړیو له خوا د کمزوری او فاسدې اداری نه په ګټې اخستنې سره دا فرصت غنیمت ګڼی او په لارو کې د بند پاتې شوو مالونو بیه له کنټرول نه وتلې لوړه بیایې . چې زیان یې یواځې بې وزله افغان ولس ګالی . دې او دې ته ورته ستونزو د اورۍ لپاره اړینه ده چې دولتی ، مختلط او خصوصی سکټورونه سره په ګډه د اومو موادو د پوره برابرولو لپاره ، چې یاده فابریکه همدا اوس ورته اړتیا لری ، د پراخیدونکې کارونې له لاری د نوو کښت ځایونو په لټه کې شی . که دا د صنعتی ــ زراعتی کومپلس په بڼه وی او یا په ځانګړی ډول ددې موادو د برابرولو لپاره د مځکې کومه جلا برخه د ګټورتوب په پام کې نیولو سره برابره او په کار واچول شی . او په تشدیدی کارونه کې د کرونګرو د غوښتنو د پوره کولو او د هغوی د هڅولو لپاره اړین تدبیرونه ، بندوبس او لاری چاری وسنجول شی . تر څو یاده فابریکه په پوره ظرفیت وچلیږی اود کورني وړ مصنوعات د تر لاسه کولو له لارې بهر ته د اسعارو د فرار مخه ډب شوی وی .
یــــادښــت : زمونږ ډېر هېوادوال د افغانستان اړوند اقتصادی څېړونو او شننو سره مینه لری او په دې واټ کې په واقعیت ولاړ د ځینو لارو چاور په ګوته کول اړین بولي ، خو په هېواد کې د باوري شمېرو او ارقامو د کمښت او هغې ته د نه لاس رسی له امله د اقتصادی پیاوړتیا ، پراختیا او ودې لپاره یې علمی څېړنې تل د ستونزو سره مل وی ، نو مې و پتېیله چې د یو لړ نیمګړو شمېرو ، ارقامو او تورو د وړاندې کول له لارې په دې او دې ته ورته نورو اقتصادی څېړنو او ارزونو کې د هېواد د اقتصاد د بیلابیلو څانګو وضعیت انځور کړم . تر څو د اقتصادی چارو مینه وال او وټپوهان د نورو لا زیاتو څېړنو او ارزونو په ترڅ کې د اقتصاد په وړاندی شته ستونزې او نیمګړتیاوې راوسپړی او د هغوی د حل لپاره لازمې ، ګټوری لارښونې او وړاندیزونه چې د هیواد د نننۍ وضع او شونتیاوو سره سمون ولری وړاندی کړي . کیدای شی د پورته وړاندې شوی سکالو په اړوند ځینې شمېری په نورو بیلابیلو منابعو کې بل ډول ښودل شوی وی . درانده لوستوونکې او شننونکې کولای شې د ځانګړی لیکنې له لاری هغه بشپړی کړ ی .
په ډېر درنښت
پای