
ګرانو دوستانو سلامونه می ومنی!
لکه څنګه چه تاسو ته بهتره معلومه ده دا دری نیم لسیزی نا خوالو مونږه افغانان څومره وزوره ولو ،وو یی وژلو او آن چه د افغانی غیرت او همت څخه يي خلاص کړو ... خو دا هر څه مونږ وزغمل څو مونږ او زمونږ راتلونکی نسل له دی ناخوالو څخه خلاص شی خو بد بختانه چه زمونږ د ګوناهونو په وجه پر مونږ داسی مشران حاکمان شول چه په فساد او جنایتونو کی شیطان هم ورته تعظیم کوی او د ځان څخه يي زیات فاسد او ملعون ګڼي، دا فسادونه څه د رهبرانو له خوا یا د دی فاسد حکومت له خوا او یا د طالبانو او حکمتیار له خوا چه وی خو ظلم په دی غریب او بیچا ره قوم باندی کیږي ...
نور زه ستاسو قیمتی وخت نه ضایع کوم ،د یو دوست قیصه درته په مخکی ګدم نور تاسو قضاوت وکړي ، یو دوست راته قیصه کوله چه مونږ اته نهه( 8-9 ) کسان وو غوښتل مو چه ایران ته لاړ شو ، چه کله زاهدان (ایران) ته رسیدو ایرانی عسکر په مونږ پسی راغله ، چه کله مونږ د تیښتی هڅه وکړه نو پر مونږ یی ډزي شروع کړی چه په نتیجه کی زمونږ 3 ملګری ټپیان شول او مونږ ونیول شو ، روسته چه کوم ظلمونه ایراني عسکرو مونږ سره وکړه یو الله (ج) معلومه ده او د څه ورځو بند وروسته يي مونږ واپس افغانستان ته ستانه کړو ، نو مونږ فیصله وکړه چه هر څه وي په خپل هیواد کی دی وی ....
د وړوکي اختر نه روسته مونږ لوګر چرخ ولسوالی ته په دی خاطر لاړو چه هلته د خلکو په وینا د انګورو کاروبار وکړو مونږ دوه کسان وو چه چرخ ولسوالی ته نږدی شو مونږ طالبانو له موټر څخه را کوز کړو او یو نا معلوم طرف ته یی یوړو پدي وجه چه مونږ راغلیو یو چه پولیسو یا امریکایانو سره کار کوو ، چه کله يي هلته یوړو ومو لیدل چه څلور کسان يي نور هم نیولی دی ،بیا روسته يي مونږ شپږ 6 کسان یو بل ګروپ ته تسلیم کړو چه هغو کی عرب ، پاکستانی ، او داسی نور طالبان وو ، هغو مونږ نه څیړني (تحقیقات ) شروع کړه او دومره یی ووهلو چه د ایرانی عسکرو وهل او شکنجه ورته ډیر اسانه وه، فرق یوازی دومره وو چه ایرانی عسکرو په خپل هیواد کی ووهلو چه په غیر قانونی ډول ایران ته تللی وو، او دلته په خپل هیواد کی پردیو ( عربو او پاکستانیو) وهلو او دا شکنجه دری 3 ورځو پوری دوام وکړ چه په نتیجه کی یی یو کس په شهادت ورسیده او روسته یی په هغه ډزی هم وکړي .... بیا یی مونږ ته وویل چه دا وژل شوی کس ځان سره یوسی او په څلورمه شپه یی مونږ خوشی کړو ،بیا دشپی مونږ پولیسو ته چه د چرخ ولسوالی په شروع کی پراته دی ځان ورساوه او دا هغه د پولیسو پوسته ده چه طالبانو سره یی موافقه کړی چه مونږ به تاسو ته (طالبانو ته) او تاسی به مونږ ته څه غرض نه کوی ...
او هغوی دا وژل شوی کس د سري میاشتی په واسطه کابل ته یووړ ، اوس تاسی ووایی چه ایران ته لاړشو که لوګر ته ؟؟؟؟؟ مننه