په  منځني ختیځ  کې د لوی کردستان جوړول د امریکا نوی پلان

سرچینه: نداې ملت
ژباړونکی: خالد الرحمن
شام نه بعد د لبنان حالات په کوم لوري روان دی. د دې اندازه د دې خبر نه اخستی شو، کله چې عربستان،عربي امارات اوقطر خپل ولس ته امر کړی چې لبنان دې پریږدي او په اوسني وخت کې د لبنان سفرونه بند کړي.
د دې اقدام فیصله  هغه وخت  وشوه کله چې په بیروت کې د امارات سفارت دا خبر ترلاسه کړو، چې په شام کې د دولت مخالیفینو سره د همکاري په وجه به لبنان کې د خلیج مملکتونو سره تعلق لرونکې کسان به و تښتول  شي. د عرب اماراتو بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان په یو خبر کې ویلي چې، دا د لبنان دولت فرض دی چې د خلیجي مملکتونو وګړو حفاظت وکړي خو د افسوس ځای دی، چې تر دې دمه د لبنان دولت هیڅ ونکړل،د دې نه مخکې په لبنان کې د یو سعودي او یو ترک اوسیدونکي تښتولو خبرونه خپاره شوي وو خو تر اوسه د دي خبر تصدیق یا تردید نه دي شوي، اوس دا هم په ډاګه شوي چې کویت او بهرین هم خپلو کسانو ته د لبنان نه وتلو امر کړي.
د دي اقداماتو اړتیا هغه وخت پیدا کیږي کله یوه سیمه د جنګ په خطر کې وي،خو له دي نه دا واضحه ده چې د شام نه شروع شوی اور به صرف شام پورې محدود پاتې نشي بلکه دا اور به لبنان او ترکیه هم په خپل اغیز کې اونیسي، څرنګه   چې عراق تراوسه په دې اور کې پاتي ده. اوس چې  امریکه او اسراییل د ناټو په همکارۍ کوم قسم حالات چې يه منځني ختیځ کې پیدا کول غواړي هغی سره به هیڅ کله امن رانشي.
څرنګه چې د ترکیې دولت هم  له خپلو مخالیفینو سره په ټکر کې دی،او ورځ په ورځ د اپوزیشن په رویه کې مخالفت زیاتیږي او اپوزیشن دا دریځ وړاندې کوي چې لومړی وزیر طیب اردوغان غواړي چې  د ترکیه ولس د سیمې اوسني کړکیج په هکله  ګمراه کړي، او د دې خبرې اټکل هم کیږي چې په نږدې وخت کې به اپوزیشن په دې لړ کې  پراخه مظاهرې هم پیل کړي،ګمان کیږي چې امریکه او اسراییل به هم په دې مقصد  په ترکیه کۍګډوډي پیدا کړي ځکه چې د دې امکان شته چې شام نه بعد ترکیه هم د دې مقصد ښکار شي دا ځکه چې امریکه او اسراییل غواړي چې په سیمه کې د روس مخ نیولو په خاطر یو لوې کردستان جوړ کړي،دا خبره هم د فکر وړ ده چې منځني ختیځ کې د کرد  زیاته سیمه په ایران،عراق،ترکیه او شام مشتمله ده،او دا هم عجیبه ده چې یاد څلور ملکونه هم د یو قسم کړکیچ ښکار شوي دي،چې مونږ ورته دیو نوي منځني ختیځ نقشه هم ویلی شو، چې د بوش په دوره کې متعارف شوې وه .
په دي سلسله کې امریکې او اروپایي ټولنې یو پټ عملیات د (Ergenekon Operation) په نوم شروع کول غواړي چې هدف به يې د ترکیې متحد نظام پر ځاي فیډرال نظام رامنیځته کیدل وي او غټو قومونو ته به د خپلو سیمو واک وسپارل شي د دې شیطاني هدف پوره کولو لپاره په ترکیه کې د کورنۍ جګړې شروع کیدلو امکانات هم شته،(که غور وشي نو همدغسې حالات امریکې د پاکستان په بلوچستان،سند او خیبر پښتونخواه ایالتونو کې هم پیدا کړي).
د عربو خبري سرچینې وایي چې د اوپن سوساټي فونډیشن(Open Society Foundation)په نوم یو N.G.O چې نړیوال تاجر جارج سوروس جوړه کړې او مخکې یې هم د مالیزیا او اندونیزیا د اقتصاد ضعیفولو کې مهمه ونډه اخیستې وه،اوس په ترکیه کې د یوې لوې فتنې شروع کولو تیاری نیسي.



په دې هکله د ترکیې لیبر تنظیم د دولت نه غوښتنه کړې چې د شام پولې سره نږدې په  ادانه  ښار کې د امریکې جنرل قونسلګري دې وتړل شي ځکه چې قونسلګرۍ کې یې پوځیان ځای په ځای شوي او د ضرورت په وخت کې دا پوځیان شام ته لیږل کیږي چې دې عمل سره ترکیه به هم د دې جنګ برخه وګرځي.
امریکه او اسراییل غواړي چې د شام دولت نسکور کړي او پر ځاي يې څه وخت لپاره اسلام پالا دولت  رامنځته کړي او وروسته د خپلې خوښې  داسې یو دولت رامنځته کړي چې په بدل کې د شام اړوند کردستان نه لاس په سر شي، څنګه چې د عراق کرد سیمه د امریکې او اسراییلو په لاس کې ده.
په موجوده حالاتو کې ایران او عراق نه غواړي چې د بشارالاسد دولت دې نسکور شي،خو
که چیرته په شام کې د روس او ایران ملاتړی  اوسنی دولت نسکور شي او  ورسره  د ایران
او حزب الله اړیکو ته د پای ټکی کیښودل شي نو د  یو لوی کردستان جوړولو ته به تر یو حده لار هواره شي او ورسره دا سلسله ترکیې ته هم وغځول شي.
بل طرف ته د  ترکیې اړیکې خپلو مهمو ګاونډیانو سره مخ په خرابیدو دي، چې د دې اغیزې به د ترکیې په اقتصاد هم وشي، طیب اردغان چې د عراق په شمالي سیمه کې میشتو کردانو د آزادۍ  ملاتړ کوي،عراق به دې ته مجبور کړي چې انقرې سره په تعلقاتو نظر واچوي،خو دې سره به  ترکیه د  ایران او عراق رقابت ځان ته نور هم زیات کړي ،خو له بله اړخه د ترکيې پوځ او سیاسي تنظیمونه  د شام په مسله کې د امریکې او د شام د دولت د مخالفې ډلو  د ملاتړ کولو  په وجه په دوه ډلو تقسیم شوي دي ،خو ترک ولس په دې هکله سخت اندیښمن دی، او کله چې امریکې غوښتل چې  شیلډ میزایل پروګرام په ترکیه کې فعال کړي نو هغې وخت کې هم  د ترکیې ولس له غبرګون سره مخ شول.او امریکه چې د شیلډ میزایل د نظام   په فعال کولو کې جارجیا او پولینډ کې ناکامه شو او اوس يې په کردستان کې تجربه کول غواړي.
خو دا یو حقیقت دی، امریکې او اسراییلو کوم پلان چې په منځني ختیځ کې شروع کړی د هغې مقصد دا دی چې څنګه وکړای شي د  چین او روس  په  منځني ختیځ کې د تیلو زیرمو ته د لاس رسۍ لار بنده کړي،په دې هکله هنري کسنجر مخکې هم په خپل یو خبر کې ویلي وو،چې په راتلونکې جنګ کې به اسراییل د منځني ختیځ د نیمې نه زیاته سیمه تر خپلې ولکې لاندې راولي یعنی د تیلو او قدرتي وسایلو زیاته سیمه به اسراییل ونیسي نو ځکه روس او چین کوشش کوي چې په منځني ختیځ کې د امریکې او اسراییلو د پلانونو مخنیوی وکړي. که چیرته امریکه او اسراییل د ناټو په همکارۍ په خپل پلان کې بریالي شي نو روس به د طرطوس بندر نه لاس په سر شي او روس سره چین به هم مجبور کړي چې د اسراییلو تابع شي،نو همدا وجه ده امریکه په افغانستان کې  د ناټو پوځیانو کینول غواړي  او هندوستان ته په سیمه کې یو فعال کردار ورکړي تر څو پاکستان  د عربو د تیلو د زیرمو د ساتنې لاره هم ونیسي،نو اوس د دې انتظار دی چې چین به څومره پاکستان سره همکاري وکړي او یا د خپل ویجاړ اقتصاد د ښه کیدو  په موخه د چین،روس او سهیل ختیځې اسیا بازار ته به مخه کړي او کنه؟
بل طرف ته اسراییلو د مصر په سینا سیمه هم نظر خخ کړی او غواړي چې په دې سیمه کې د چاودنو پر بنسټ تاوتریخوالی پیداکړي او  تر خپلې ولکې لاندې يې  راولي، ددې  لپاره په لیبیا کې د ناټو هوایي ځواکونه تیار ناست دي ، او څه یو میاشت مخکې په یاده سیمه کې د یوې چاودنې په لړ کې ۱۶ مصري پوځیان ووژل شول، په دې هکله د عربو اطلاعاتي سرچینې وایي چې د دې شاته د اسراییلو لاس کیدای شي.
د منځني ختیځ د مختصرې تجزيه کولو سره په دې کې څه شک نشته چې نړۍ به ډیر ژر د کوم نوي بحران سره مخ شي .