
داسې ګونګسې دي، چې ښايي دملي امنيت رييس رحمت الله نبيل
له دندې لرې شي او پر ځای يې د سرحداتو وزير اسدالله خالد وټاکل شي. ويل کېږي چې د
نبيل د لرې کولو علت له يوې خوا په وروستيو وختو کې د امنيتي وضعيت خرابوالی دی،
خو تر هغې مهم علت يې دا دی چې نوموړی د ملي امنيت په اداره کې د اساسي اصلاحاتو
په راوستو کې پاتې راغلی دی. له ده څخه تمه کېده چې د ملي امنيت په اداره کې
تنظيمواکي او قومي نا انډولي له منځه يوسي او پر ځای يې يوه متخصصه او مسلکي اداره
جوړه کړي.