
زه یوه ښځه یم. ټول عمر می مینه تقسیم کړی ده. زه د خپل پلار د کور غیرت، د خاوند د کور ناموس، د زوی د کور برکت یم. غیرت لفظ سره خو به تاسو ټول بلد یاستی؟ ښه نو چی بلد یاستی نه یی تعریفوم.
زه چی وړه وم لا می ښی او چپ لاس نه وه پیژندلای چی مور می نغری ته کینولم. ورسره یی وړوکی ورور هم راکه چی واخله دا هم درسره سنبال که. د ښونځی په دریم کی وم چی پلار می یوه ورځ په غوسی راته وویل چی د خری لوری نور دی په لاس کی کتاب او قلم ونه ګورم. مور دی یواځی ده ورشه ورسره مرسته وکه. چی دا ښونځی ووایی نو څه توره به وکی؟ د خری دی څټه ورکه شی او د ښځی دی ګټه. په هغه وخت کی می د خری څټه نه پیژندله خو اوس یی پیژنم او د پلار د خبری په معنی هم اوس پوهیږم. یاره ښځه خو غیرت ده. غیرت باید خوندی وی او باید کار ونکی او نه هم اقتصادی استقلال ولری. خیر دی خبری نه به تیریږم.
نور نو په ښونځی بنده شوم. زموږ ګڼ کور وه. کا کا ګان او تروریانی می په يوه انګړ کی موږ سره اوسیدل. یوه شپه می کاکا راته وویل: بی عقلی تر هغی چی ټول په دسترخوان ناست نه وی نو نشی کولای بیغمه پلتي ووهی. ورشه ورکه شه اول ټولی کاسی راوړه بیا څار وکه چی ټول دسترخوان ته ناست دی بیا راشه او ډوډی دی زهر او ذقوم کړه. ددی امر نه وروسته بیا ما چیرته دا کوښښ ندی کړی چی اول دسترخوان ته کینم. تر هغی به ولاړه وم چی ټول کینی. د ډوډی په وخت کی به هم کله چی په یو او کله بل څی پسی لیږلم. او بی عقلی ورشه کاسه رواړه. ورشه هله لاس پاک راوړه اوداسی نور. نور می نو نه یادیږی چی کله به می په مړه ګیډه ډوډی خوړلی وي.
زما د ټولی ورځی مشغله د اوبو راوړل، د نغری اور بلول، د لوښو وینځل، د وړوکی خور یا ورور ناپاکه جامی یا لتی وینځل وه. کله کله به چی د ژمی په یخو شپو کی می لوښی ووینځل نو ګوتی به می د یخ له لاسه شنی واوښتی او کرښتی به شوی. د ډیری مجبوری له لاسه به می بیا د تخرګ لاندی ونیولی چی ګرمی شي.
نور بیا