
نن می په روحی ویب پاڼه کی ولوستل چی یو کس د غزنی په ولایت کی خپله خور د ناروا جنسی اړیکو په تور وژلی ده. دی کس نه یواځی خپله خور دوه ځوانان یی هم د خپلی خور سره د جنسی اړیکو په درلودلو وژلی دي. ددی خبر په لوستلو می خدایګو په سر درد شو او د سترګو نه می به ناڅاپی ډول اوښکی تویی شوی.
موږ ټول په فخر سره وایو چی زموږ د ژوند لارښود او هدف د اسلام مقدس دین او د هغه احکامات دي. نو سوال دلته دی چی کله مو جذبات او یا غیرت راولاړ شي نو اسلام چیرته پریږدو؟ په قران مجید کی د زنا په هکله واضح احکامات شته دی. لومړی هیڅوک حق نلری چی قانون په خپل لاس کی واخلی. هیڅ پلار، ورور، د کاکا زوی، خاوند او نیکه دا حق ځانته نشی ورکولی چی خپله لور، خور، د کاکا لور، او ښځه ووژني. تورن کس باید قانون ته وسپارل شي او د قانون هغه وخت جزا ورکولای شي چی تور پری ثابت شي. زما ددی غیرتمند ورور نه سوال دی چی داسی کوم شواهد درسره وه چی خپله غریبه خور دی په داسی فخر سره ووژله؟ دا څنګه د اسلام له اوصولو نه خبر یی چی قانون به خپل لاس کی اخلی؟ ایا ستا د خور ژوند ستا د دی بی ځایه غیرت نه هم ارزانه وه؟ ایا تا کله د هغی د ژوند د نادودو په هکله فکر کړی وه. ځه ګواکی هغه زناکاره وه. نو هغه ولی داسی لارباندی لاړه؟ ایا د هغی ددی حالت زمه دار ستا د پلار او ته نه یی؟
په افغانستان کی چی قانون پلی کول په خپله یو ګران کار دی، د ښځو برخلیک باندی ډیر نادودی شوي او کیږي. زه دلته د هغو نادودو مثالونه نه وړاندی کوم ځکه ټولو به رسنیو کی بار بار لوستی دي او یا هم لیدلی یی دي. په داسی ټولنه کی ددین علما او ملایان باید هڅه وکړی چی خلک د اسلام د دین د اصولو نه خبر کړی. هغوی ته د اسلام په رڼا کی د ښځی د حقوقو په هکله معلومات ورکړي. رسنی هم دا دنده لري چی د خلکو اذهان د ښځو د حقوقو په هکله روښانه کړي تر څو په راتلونکی کی بیا یو ورور د خپلی خور غاړه پری نکړي او د خدای په ابدی لعنت باندی ککړ نشي.