
د طالبانو زوال
د پاڅونونو انجام به
څه وي؟
سره له دې چې طالبان هڅه کوي خپل مورال لوړ
وښيي او په تېره يوه مياشت کې يې په بېلابېلو سيمو کې د عامه وېرې خپرولو لپاره
خونړي بريدونه ترسره کړل، خو اوس په ديارلسو مختلفو سيمو کې د طالبانو نفوذ تر سخت
ولسي فشار لاندې راغلى دى.
تر اتو ډله ييزو بريدونو وروسته هم د غزني
په اندړو کې ولسي قيام مخ په لوړ او طالباني دفاعي سيستم مخ په ځوړ روان دى.
غور، حصارک، کونړ، فارياب، نورستان،
بادغيس، جلريز او د پکتيا په بېلابېلو سيمو کې ولسي تشکيلات د طالبانو پر ضد ټينګ
درېدلي دي.
((په هر قيمت چې وي د طالبانو ټغر ورټولول
په کار دي، خو د دولت له خوا د پاڅونونو نه نظارت او د پاڅونونو نه همکاري دا وېره
رامنځته کوي، چې پاڅونونه به په ډېرو سيمو
کې خپلسري محلي زورواکۍ رامنځته کړي.))
وروستى پاڅون د غور دى، چې له څلوېښتو ورځو
کليوالو ورته تيارى نيوه او پرون عملا د طالبانو په ځپلو پسې را پاڅېدل، خو سيمه
ييز چارواکي وايي، مشري يې د پخوانيو جهادي قوماندانانو په واک کې ده.
تر دې يوه ورځ وړاندې د ننګرهار د حصارک
کليوالو ناغه وټاکله چې که هرڅوک وسله والو طالبانو ته ځاى ورکوي، نو نغدي جريمه
به پرې کوي او له قامه به رټل کېږي.
د حصارک د معروف خيلو يو کليوال محور ته
ويلي:((موږ له طالبانو دومره په تنګ شوي يو، چې له دا ډول اجباري اتحاد پرته نشو
کولاى د طالبانو د ظلمونو مخه ونيسو.))
په کونړ کې ټولنيز ولسي تشکيلات په کليو کې
زلميان داسې يو حشر ته رابولي، چې د طالبانو په مقابل کې د خپلو کورونو او
جوماتونو ساتنه وکړي او هغوى که پاکستاني طالبان دي او که افغان له سيمې وشړي.
د کونړيانو په باور پدې کار سره به د پاکستان
هغه دليل کمزورى شي، چې افغانستان ته د طالبانو په پلمه توغندي راشړي.
په جلريز کې يوه لويه ډله د طالبانو په
مقابل کې منظمه شوې او غواړي د ټولې سيمې د طالبانو ټغر ټول کړي.
د نرخ او جلريز ولسواليو کليوال وايي، د
طالبانو د استبداد له کبله خپلې کروندې، جوماتونه، ولسي اړيکي او حتا له کوره د
باندې ګرځېدل ورته ستونزمن شوي دي.
کله چې په ټول افغانستان کې ولسي پاڅونونو
زور واخيست طالبانو او د هغوى بهرنيو ملاتړو په عام ولس کې د وېرې روحيه خپله کړه.
وسله والو طالبانو د اختر د خوښيو په ورځ په نيمروز، کندهار او ننګرهار کې داسې
بريدونه ترسره کړل، چې هېڅ بهرني او افغان سرتېري ته پکې زيان ونه رسېد بلکې ټول
عام وګړي پکې تلف شول.
د کابل پوهنتون محصل سليم حيدر وايي:((طالبانو
ځکه دغه بريدونه ترسره کړل چې عام ولس د طالبانو په مقابل کې د هر ډول انسجام او
حرکت له ذهنيته را پرېباسي او پدې توګه يوازې له افغان ځواکونو سره د جګړې کړاو ور
په غاړه وي.))
حيدر وايي، د طالبانو پروژه نوره په ختمېدو
ده، خو دده په باور وېره داده، چې په ولسي پاڅونونو حکومت هېڅ ډول نظارت او ورسره
اړيکي نلري، نو ډېرى محلي زورواکي به هم کوښښ وکړي چې د ولسي پاڅونونو په عنوان
وسله وال بغاوت ته لاس واچوي.
حکومت بايد تر هر پاڅون وروسته په نوموړيو
سيمو کې عامه خدمات پيل کړي او پراخه کړي واى. د وېرې بل ټکى دادى چې په حکومت کې
ځينې جنکسالار خصلته کرکټرونه د ولسي
پاڅونونو ناوړه استفاده کوي او پدې توګه په خپلو سيمو کې د شخصي ملېشو د جوړولو په
لټه کې دي، خو ولسي پاڅونوال له دا ډول مداخلو سخت تنګ شوي دي.
================