
که مونږه دواړه د يو بل نشو نو څه به کوو
دا راته ووايه چې ژوند به کاوه نه به کوو
بيا هم ژوندون دي دې کې هر رنګه خبرې راځې
بد خو دې ورک شي مړه يار خير دې ښه به کوو
که خلک هر څه ، څه ووايې سر پرې مه خوږوه
مونږ د زړونو غلامان غلامان خوښه د زړه به کوو
ته دې د مور نه په بهانه زمونږه کور ته راځه
ښکلې قيصې د تير وختونو په باره به کوو
څنګ په اسانه دې غورځنګه دا خبره وکړه
په يو اختر او بل اختر کې تله راتله به کوو
(((صداقت غورځنګ)))