په پاکستان کې دامريکايې ځواکونو شتون ، تمرين که استعمار ؟

د پاکستان رسمي او پوځي چارواکي په پاکستان کې دځينو امريکايې ځواکو نو له شتون څخه انکار نه  کوي،  خو په دې برخه کې نظرونه سره توپيرلري  :
دپاکستان دڅارګرې ادارې پخوانی مشر جنرال حميد ګل  اوملګرو يې دځينو پخوانيو ضابطانو سره ترکتنې وروسته څرګنده کړې چې  له ۱۰۰ ډير امريکايې سر تيري تربيلې سيمې ته څيرمه دپاکستاني ځانګړو ځواکونو په  هډه کې  استوګن دي  دوي  داسې پټ شکمن توکي هم لري چې له امريکايانو پرته نور څوک يې په اړه نه پوهيږي .
جنرال حميدګل دې خبرې ته هم اشاره کوي چې امريکايې الوتکې هره ورځ د راولپنډۍ  دچکلالا په هوايې ډګر کې په منظمه توګه خپل پروازونه ترسره کوي  ، دغه الوتکې داسې شکمن سترستر  بکسونه ليږدوي  چې پاکستاني ځواکونه يې  دليدو اجازه  نه لري ، ورته کړنو داويره رامنځ ته کړې چې ورته خوځښتونه  ښايې د پاکستان داټومي پروګرام  دلاسته راوړنې په موخه ترسره کيږي ، حميد ګل  وايي چې نوموړی يوازې دا انديښنه نه لري بلکې نږدې۵.۲  ميلونه پخواني پوځيان په دې برخه کې انديښنه لري او وايې که هر وخت ورته اړتيا پيښه شي نو دطن لپاره به له هېڅ  راز قربانۍ دريغ ونه کړي .
جنرال  دحکومت دا خبره  رد کړه چې ګواکې  نوموړي ځواکونه په پاکستان کې دپاکستاني پوځونو دروزنې په موخه دلته ميشت دي هغه وايې  امريکايې ځواکونه خپله  يو ناکامه ځواک دی په ويتنام او عراق کې ددوي ناکامي له چا پټه نه ده ،  هغه واييچ ې  پاکستانی پوځ دنړۍ دپرمختللو پوځونو  په کتار کې ځای لري ، ولې په خپله خپل پوځ  نه روزي هغه  وايې که نه نو پخواني پوځيان حاضر دي چې دخپل هيواد پوځ  په مينه وروزي .
نوموړی وايې  په پاکستان او افغانستان کې په شته نا امنيو خپله امريکايې جنرالان لاس لري  همدوي دي چې دجنګياليو سره دتړونو پر وړاندې خنډونه راولاړوي ، هغه  دپاکستان په سياسي حکومت غږ وکړ  چې هر څه دې دپوځ  په لاس کې نه پريږدي بلکې هر څه دې په روښانه تګلارې په جوړولو اوبيايې په ګډه په  پلي کولو سره پرمخ بوځي
بل لوري ته جنرال وايې چې دپخوانيو جنرالانو يو هيت يې  دڅارګرې ادراې دپخواني ريس  اسد دراني په مشرۍ قبايلي سيمو ته استولی چې حقيقتونه له نږدې وګوري .
هغه وايې چې تراوسه   ۶۷  هوايې بريدونه دامريکايې ځواکونو له خوا دباجوړ په سيمه ترسره شوي  چې ۳۶يې دپرويز مشرف په پير او پاتې نور۳۱يې د اوسني حکومت  په لومړيو ۷ اونيو کې ترسره شوي  نوموړی زياته وي اوسنی حکومت بايد ټول هغه تړونونه چې دجنرال مشرف له خوا شوي وه لغوه اعلان کړي ځکه هغه يو غير قانوني ولسمشر و .
بل لوري ته رپوټونه وايې چې دتربيلې په سيمه کې دامريکايې ځواکونو په اړه د پوځ دعامه اړيکو مسول اطهر عباس څرګندوي چې دغه ځواکونو دپاکستان دځانګړو ځواکونو دروزنې په موخه دلته  ميشت دي او دا يو روټين کار دی چې په اړه يې انديښنه بې ځايه ده  اودا چې دوي له ځانه سره ځينې داړتيا وړ توکي وړي او راوړي نو ځکه خو دا هم دانديښنې  خبره نه ده .
همدا رنګه په پاکستان کې دامريکا سفارت دا ګونګسي رد کړي چې ګواکې امريکايې ځواکونه دې په پاکستان کې شتون ولري خو دوي   په  تربيله کې ددوي دځواکونو دشتون په اړه له تبصرې ډډه کوي .ورځپاڼه زياته وي چې ددوي دخبريال يو ملګري چې په امريکا کې ژوند کوي ورته ويلي چې دده ورور چې په عراق کې دامريکايې ځواکونو يو سرتيری دي ورته ويلي چې ورته دپينټاګون  له خوا يو بريښنا ليک رسيدلی چې په لاهورکې دخدمت لپاره ځان چمتو کړي .