په ولس کې دملي اردو دمحبوبیت اړتیا !



    افغان حکومت تمه لري چې د ۲۰۱۴ کال نه وروسته به افغان ملي اردو او په ټوله کې افغان امنیتي ځواکونه ، دامنیت دچارو واګې په غاړه واخلي او هغه تشه به ډکه کړي چې دناټو اوایساف د ځواکونو له وتلو وروسته دهېواد په امنیتي ډګر کې رامینځ ته کېږي . خو دپوځي چارو   کارپوهان بیا وايي چې دملي اردو هغه شمېره چې تر اوسه روزل شوې . په پوره ډول ددې وړتیا نه لري چې دغه چارې په یوازې ځان سمبال کړي . هغوی دا دلیل راوړي چې تر اوسه پورې داردو په برخه کې یوازې کمیت ته پاملرنه شوې او دکیفیت له اړخه کار یا خو نه دی شوی او یاهم کم شوی دی . ددوی په وینا چې ،ملي او وطني روحیه او خپلې دندې او شعار (خدای ، هېواد ، دنده ) ته ژمنتیا له ټولو پوځي امکاناتو او کمي جوړښت څخه ډېره مهمه ده .خو دا هغه څه دي چې په تېرو څو کالونو کې ورته پاملرنه نه ده شوې .
    په افغانستان کې دبېلابېلو سیمو اوسېدونکي که ملي اردو ته په درنښت او دملي یوالي په لور دیوه ښه ګام په نظر ګوري خو دهېواد په ځینو ولایتونو کې داسې سیمې هم شته چې اوسېدونکي يې دملي اردو او نورو امنیتي ځواکونو له چلند څخه ناخوښه دي او داردو په اړه  هغه نظر یې یو څه پیکه شوی چې څه وخت وړاندې یې ددې ځواک په اړه درلود .
     له دغه ولایتونو څخه یو هم په دې وروستیو کې دمیدان وردګو ولایت داوسېدونکو شکایت و ، ددغه ولایت دچک ولسوالۍ اوسېدونکو رسینو ته شکایت وکړ چې په چک ولسوالۍ کې خلک داردو دسرتېرو له کړنو څخه ناخوښه دي او په وینا یې چې هغوی ورسره دمخامخېدو په مهال ناوړه چلند کوي او کله کله دهغوی بې ځایه تلاشۍ او بدو الفاظو کارونه هم ددې سبب ګرځي چې دخلکو او په دغه ولسوالۍ کې دمېشتو سرتېرو ترمینځ فاصلې زیاتي شي . یو موټروان راته وویل چې دامبوخاک په «خوسا چینه » پوسته کې دتېردو په په مهال یو څه دوړه وشوه نو ناست سرتېری را پاڅېد او پوچ یې راته وویل ، زما سره مخکې ناست یوه سپین ږيري ورته په  نرمه دنرم چلند خبره وکړه خو سرتېري پوچې خبرې ورته ورکړې او هغه یې له ګرېوانه ونیوه .
    ددغه ولسوالۍ د شاه قلندر او قولک په امنیتي پوسته دا تورهم پورې دی چې دشیخ یاسین دمینځني ښوونځي ښوونکی عبدالباري یې په دې تور اعدام کړی چې ګني طالب دی . دعبدالباري کورنۍ هم وايي چې هغه به ګناه و ، نه یې له طالبانو سره لاس درلود او نه هم ورسره ګرځېده ؛ خو کړه وړه او سټایل یې ځايي طالبانو ته پاتې کېده او یا به یې ښايي خواخوږی و . دوی وايي هغه په تېرو لسو دوولسو کالونو کې کله هم وسله نه د ګرځولې خو دروژې په لوړمړۍ لسیزه کې ورته داردو سرتېرو دبل چا په شیطانت کمین نیولی و او بیا بې له دې چې ملامت او سلامت معلوم کړي لومړی یې هغه ښه ووهلو او بیایې د«علي خاني » په نامه غره په یوه خوړ کې په ډزوو  وویشت او مړی یې دڅو ساعتونو لپاره ورسره خپلې پوستې ته وړی و .چې غوښتونکي يې بیا داردو له پوچو سپکو سره مخ شول او غوښتنه یې ترې کوله چې باید ګوته کېږدي چې وژل شوي خطرناک طالب دی .
      کله چې په دې اړه ددغه ولایت له والي ښاغلي محمدحلیم فدايي نه پوښتنه وشوه ؛ نو ویې ویل چې دهغه په وژنه خبر دی خو په اړه یې څېړنې پیل کړي دي چې وروسته به یې پایلې څرګندې شي .هغه په دې اړه وویل : « دعبدالباري له وژنې خبر یم ، موضوع تر تعقیب  لاندې او انشاالله له نتایجو به یې هم موږ ولس خبر کړو .»
   په کابل کې دوردګو قومي شورا یوه غړي وویل دچک دخلکو دشکایت په سبب یې دژوې په میاشت کې دمشرانو جرګې دشکایتونو کمېسون ته په دې اړه شکایت کړی خو هغوی ورسره هغه مهال ژمنه کړې چې وروسته له اختره به دغه وژنه په مجلس کې را پورته کړي او د عبدالباري دوژنې پوښتنه به کوي . چې اوس نو ولس او دهغه خپلوان ددغه کړنې په انتظار دي .
  خو دا لاهم معلومه نه ده چې دا څېړنې به کوم ځای ونیسي او داردو دغه چلند ته به کله دپای ټکې اېښودل کېږي ؟ فوځي کارپوهان په دې اند دی چې داردو مشران او چارواکي باید تر ۲۰۱۴ کال پورې ددې په ځای چې داردو کمیت او کیفیت ته پام وکړي دا هم په نظر کې ونیسي چې اردو باید ولس ته ځان نږدې کړي او په واقعي ډول ځان دولس ساتونکی ثابت کړي ، دولس زړونه لاس ته راوړي او په سیاسي موخو پسې ونه ګرځي .خو دا هم باید هېر نه کړو چې د اردو په برخه کې دا دافغانستان لومړنۍ تجربې نه دي په تېر کې دافغانستان اردو دګاونډیو په سطحه څه چې دسیمې په سطحه یوه مجهره ، پرمختللې او ولس ته محبوبه اردو وه خو دبهرنیو لاس وهنې او مصلحتونو دا هم دنورو ملي شتمنیو په څېر له افغانستان واخیسته ، په دې برخه کې به له پخوانیو غیر ګوندي پوځي روزونکو او کارپوهانو ګټه اخیستنه ، له سیاست داردو جدا کول ، ټولشمولیت ، له هر ولایت او قوم نه دځوانانو شاملول او په واقعیت سره د « خدای ، هېواد ،وطن » شعار سره ریښتنې مینه افغانستان په فوځي لحاظ په پښتو ودروي .