په لوګر کې څه تیریږې؟


نن مي  شمشاد تلویزون کې یو پروګرام ولید چي په ولسې جرګه کې ددي ولایت یو وکیل ښاغلې محمد اکبر ستانکزی يي میلمه و او د لوګر د ولایت په امنیت يي خبری کولي او ددولتی ادارو ضعف،ددولت نه پاملرنه يي تر بحث لاندی ونیوله،ستانکزی سپین او څرګند وغګیده خو ځینې پیښو او واقیعتونو ته یي صرف اشارتاْ ګوته  په داسي ترتیب سره ونیوله لکه څنګه یي چې دتل په څیر يی دولتی چارواکې عادتونه لری.زه د مس عینک د کان په اړوند کوم معلومات نلرم خو د لوګر د عمومی امنیت په اړوند به درسره دزړه خواله وکړم:
برکی برک ولسوالی:دلته امنیت په صفر کې حساب دی،دولسوالې دیوالونه له دولت سره دی او نور کلي او بازار يي له لاسه وتلي،چی د جمعي ورځ وی په ټولو مساجدو کې طالبان امامت کوی،خلکو ته ویناوی کوی او د بیدینو، مفسدینو ،او مرتدینو په نامه ددولت چارواکې یادوی او ولس يي په ضد راپاروی او ددی تر څنګ يي خلکو ته خبرداری ورکوی چي له دولتي ادارو ووزي له یوی خوا دولت په فساد کې تر ستوني غرق دی،فحاشي،لوچکې،ظلم،د ځمکو غصب،د موټرو او کورونو شوقود هند او دوبی چکری،په قضایي ادارو کي رشوت،بی انصافي،د ولس د لپاره د ژوند د اولیه ضرورتونو بربرولو نستوالي اوددولت د نه پاملرنې په وجه  د طالب په منګولو کې د ملت سقوط ،د ولسمشر او نورو ادارو له خوا د کرغیړن مصلحت له مخي  مقرارات او ټاکني ،ددولتي فرمانونو نااعتباری او نه چلند هغه هم خپل د دولت له خوا نه عملی کیدل او داسی نور....ددی سبب شوی دی چي لوګر او په عموما کې تول هیواد له انار شیزم سرمخ شي.
طالبان څوک دی؟په عمومی توګه د نصرالله منصور وراره ددوی له خوا د لوګر والی دی،مولوی منصورښکاره د ملاعمر تر مشرتابه لاندی کار کوی او خپله په پاکستان کې ژوند کوی او د سیف الله منصور تر وژنی وروسته ددی کورنی غړی داخیل ته نه راځي او له پیښوره خپل جنګیالی رهبری کوی،نوموړی د ای اس ای تر څنګ له ایران سره ښه روابط لری او مالی امکانات ایران ورکوی او وسایل بیا پری خریداری کوی،د ریموت کنټرول بمونو وسایل هم له همدی هیوادونو تر لاسه کوی،نوموړی د پکتیا دزرمت دسیمې دی او دروسانو په وخت کې دده تره نصرالله منصور له مولوی محمدنبی بغاؤت وکړ او ایران کې دفترونه خلاص کړل او د ایران په وسلو او پیسو يي خپل فعالیت ته دوام ورکړ مولوی منصور په پکتیا کي د اسلام کشتي او یا مسلمان وژنی تور کرغیړن ریکارډ لری او خاصتا له حزب اسلامی ، اتحاد اسلامی او د کوچیانو له جبهو سره به تل په جګړه بوخت وو، د استاد ربانی په دولت کي د پکتیا والي شو او په هغه ایتلافي رژیم کې يي کار پیل کړ چي کله کله به جنرال دوستم پکې د جمهوری ریاست کفیل هم و او تر څو چی ژوندی و د ټولی پکتیا حق ورته ورکول کیده،مولوی منصور لپاره به امنیت د کابل بالاحصار څخه تر ښار دننه دجنرال دوستم ملیشو نیولوچي  او په ډیره بیشرمي به د چهاراسیاب له لاري کابل ته تلو او راتلوخو بله ورځ د حزب اسلامی د صبر کاسه ورته ډکه شوه او دبیني حصار او سنګ نویشتی تر منځ سیمه کي يي محاصره کړاو لاستړلی يی چهاراسیاب ته یوړ،یو چا کیسه کوله چي خپله له منصور سره په همدی ورځ ملګری و ملا نورخان د لوګر الوزي ده او د جهاد په وخت کې له حرکت ګوند سره ؤ،ویل يي چي  کله حکمتیار خپل حضور ته وغوښت نو ډیر په درنتوی ورسره روغبړ وکړ او تر اخره یي ورته نصیحت وکړ دده د سابقي،جهاد او مبارزی يي ورته یادونه او ستاینه کوله حکمتیار ترینه وغوښتل که زما ملا تړ نه کوی نو بیطرفه خو کشینه،تاوان خو مه رارسوه او بیا يي په لږ نونده لهجه ورته وویل: مولوی صاحب دولت هره ورځ زما سنګرونه تر برید لاندی نیسي،مجاهدین مۍ شهیدانوی او تاسو دومره جسارت کوی چې زما تر ژیري لاندی تګ راتګ کوی او د هغوی پیسي او وسلي مو بار کړی وی او بیا يي زما په خلاف استعمالوی ایا موژ ستا په څیر له یو مجاهد شخصیت همدا توقع درلوداي شو؟ او بیا یي ورته وویل د ستا او زما ددی څو کسانو په حضور می ځکه درسره خبری وکړی چي دوی شاهدان وی او بیا یي خوشي کړ، مولوی منصور څه وخت وروسته په ګردیز کې يي موټر د سړک د غاړی په بم والوت او خپله پکې مړ شو. د طالبانو د تحریک له زبږون وروسته يي انتظار وویست تر څو طالبان غزنی ته راورسیدل له هغوی سره ملګری شول او په غزنی کی يي د قاری بابا(قاری بابا له دولت سره ملګری ؤ او سابقه په حرکت تنظیم کي ؤ)،حکمتیار،او سیاف په ضد جګړه کې برخه واخیسته.اوس يي لوګر ته له میرانشاه،پنجابی او عربان له ځان سره راوستي دی او په لوګر کژ پری خلک لوټي،وهل،شکنجه،تالاشی،په زور د خلکو کورونو کې میشته  کیدنه،له خلکو په جبر او زور ډوډی خوړل،د هغوی کورونه د سنګر په حیث استعمالول،په خلکو مسخری او سپکاوی عادی خبره ده او هر چا ته د مرتد،بیدینه،مفسد خطاب او پاټک اچول خو یي دیني فریضه ګڼلی دی.د ټولو مخونه پټ وی او تور سرو کالی هم لټوی،والله که ماشومانو ته هم په انسانیت خبره کوی او هر څه چي زړه وغواړی ددین تر نامه لاندی یي کوی او دادمسجدونو دننه ویناوی او له مساجدو د باندی عمل یي د جاهلیت ددور مافقینو او مفسدینو ته ورته دی،نه اسلام شته او نه اسلام پیژنی یوازی د اسلام شعار یو نسخه ده او د قدرت او د خلکو د غولولو لباره یي استعمالوی او بس.نور بیاشاهد لوګری.