
امان الله خان د
حبیب الله خان زوی د عبدالرحمان خان لمسی وو.
نیکه یی یو ډیر ښه
مدیر وو او ویی کولی شول چی افغانستان په ډیر بد حالت کی تر مرکزی اداری لاندی راولی.
چون پر ملت
بی اعتماده وو نو د ډیورنډ کرغیړنه کرښه یی قبوله کړه او د وخت افغانستان یی کاملا په منځ نیم کړو او نیم یی انګریزانوته ور پریښود
چی تر نن پوری بیا زموږ نشو.
عبدالرحمان خان یو ظالم انسان ووچی د ترحم احساس یی ډیر کم وو او په امورو
کی یی ډیر د شدت نه کار اخیستو. دده په رابطه ډیر کتابونه لیکل شوی دی. د وخت
انګریز جنرال هم د سټیل لیډر تر نامه لاندی کتاب پری لیکلی دی چی په لوستلو
ارزی.
د امان الله پلار
حبیب الله خان وو چی نسبتا بی تفاوته انسان وو د ښځو ډیر بی اندازی شوقی وو تمامه ورځ
به دی وو او د باغ بالا د اببازی حوض به وو او نازکونجونو به ورته لامبو کوله او ده به تری خوند اخیسته.
د تفریح او مستی ډیر شوقی وو. تاریخ وایی چی د منکوحه ښځو تعداد یی هم ډیر وو خو د
وخت یو تعداد ملایانو
به ورته جواز ورکولو (د شئون اسلامی ملایانو).
امان الله چی په
یوه شاهی کورنی کی را لوی شوی وو نسبتا ساده او خوشباوره انسان وو. دی د محمود طرزی زوم وو. مورته یی حبیب الله خان چندان توجه نه کوله ځکه
خو د پلار سره چندان محبوب نوو.
محمود طرزی چی د
وخت په دموکراتیکو تحریکونو کی برخه درلوده په امان الله د خپل نفوذ نه استفاده وکړه
او د قدرت اخیستوته یی و هڅولوو.
تاریخ وایی چی د کابل په ده افغانانو کی په یوه بالا خانه کی د یوی کڼکی
خواته محمود طرزی او امان الله خان د یوه میز دواړو خواته ناست وو او محمود طرزی
خپل قلم سرچپه نیولی وو او داسی یی ارام ارام په میز ټکواهه چی امان الله تری
پوښتنه وکړه : ایا ته مطمئن یی؟ محمود طرزی چی د امان الل خان سترګوته کتل ورته په
ارامه ځواب ورکړ چی هو زه مطمئن یم. تاریخ وایی چی دا هغه جلسه وه چی محمود طرزی
او امان الله خان د حبیب الله خان د مرګ دسیسه پکی طرحه کړه.
کله چی حبیب الله خان د ښکار په نیت د لغمان کله ګوش ته لاړ چی دی به هلته
کله کله د طبیعت د ننداری او ښکار د پاره تلو نو د ګارد خاص د کوم افسر په لاس په ډیر مرموز ډول ووژل شو چی بیا یی هیچ چا پوښتنه هم و نکړه.
د حبیب الله خان د وژلو تربیب ډیر ماهرانه طرح شوی وو. کله چی د شپی له
تیریدو ورسته ټول راووتل حبیب الله ناوخته کړو او د خپلی خیمی نه راونه وتلو، وخت
تیر شو ناوخته شو، تشویش پیداشو نو څو تنه افسران چی وردننه شول ګوری چی حبیب الله
وژل شوی. حبیب الله په موش کشه تفنګچه پداسی ترتیب په غوږ کی ویشتل شوی وو چی حتی
د تفنګچی غږ هم چا نه وو اوریدلی او مرمی یی د سرنه پوری خواته هم نه وه وتلی، صرف
یوه کمه اندازه وینه یی د غوږ نه راغلی وه چی په مخ یی وچه شوی وه.
لکه څنګه چی وړاندی وویل شول، امان الله خان چون د عیش عشرت په ژوند کی په
شاهی کورنی کی را لوی شوی وو او د دنیا سړی او تودی یی نه وی لیدلی نو ده به هر شی
په خپل فکر جوړول، پداسی حال کی چی ارادیت او د تصمیم نیولو قوه یی ډیره ضعیفه
وه.ډیر خوشباوره او نسبتا ساده سړی وو. خو د دی ترڅنګ په وطن ډیر مین سړی وو. دده
ډیر نژدی او تکړه مشاور چی خبری یی ډیر اثر پری درلود محمود طرزی یعنی دده خسر وو.
امان الله خان د پلار دمرګ اود استقلال د اخستلو فیصله هم د محمود طرزی په
مشوره او تشویق وکړه بلکی دا فیصلی پخپله محمود طرزی وکړه، امان الله صرف د پردی
په مخ رول ولوبولو. دده ډیر تکړه افسر محمد نادر خان وو چی هم یی د ارادیت قوه
درلوده اوهم د افغانسان په ټولنه کی د ټولنی په هکله پوره پوهه درلوده، په حربی
برخه کی د توری څښتن وو او ښی فتحی یی لرلی دی. (یعنی که د نادرخان پوهه او
استعداد د امان الله خان سره وی کیدای شی د امان الله خان تحریک کامیاب شوی وی).
(د امان الله خان د وخت اشتباهات چی سیاسی کارپوهان یی د امانی اصلاحاتو په
نامه یادوی.)
امان الله خان چی کله یو اوږد سفر اروپا او بعضی نورو ملکونو ته وکړو نو د
هغوی د پیشرفت او ترقی نه متأثره شو او دا فکر ورسره پیداشو چی موږ هم باید یو
داسی افغانستان ولرو. پدی امید یی داسی اجرااتو ته لاس واچولو چی این راه به ترکستان
بود.
سیاسی کارپوهان وایی چی دده د اصلاحاتو د پاره ټولنه نه وه اماده او د خلکو د
درک او تعلیم سطح ټیټه وه مګر برخلاف دده د اصلاحاتو د پاره د امان الله خان خپله
د درک او تعلیم سطح ټیته وه او ده ترقی او پیشرفت په اشتباه نیولی وو چی د ټولنی د
سختو غبرګونونو سره مخامخ شو چی باید هم شوی وی چی په لاندی ډول دی.
1.
امان الله خان
د جمعی د ورځی رخصتی د یکشنبی ورځی ته تبدیل کړه، پداسی حال کی چی دی کار د
افغانستان په ترقی کی هیچ مثبت رول نلرلو. برعکس په مذهبی لهاذ یو لویه تیروتنه او
ګناه وه.
2.
امان الله خان
خپلو مامورینو ته امر وکړو چی نور به بعضومهمو مجالسو ته د خپلو ښخو سره راځی او
ښخی هم باید په اروپایی لباس کی وی. چی داهم اصلاحات نه بلکی شدیدا حماقت وو.
(داچی بعضی وایی چی ټولنه داسی اصلاحاتو ته نوه اماده یعنی د خپلو نوامیسو لوڅول
بد ورته ښکاریدل چی ددوی په فکر که دا کار په تدریج شوی وای شاید بیا خلک د خپل نوامیسو
لوڅولو ته اماده شوی وی).
3.
امان الله خان
ټولو مامورینو ته امر وکړو چی لدی ورسته به ټول شپو خولی په سروی. او که د چا شپو
خولی په سرنوه دفتر ته د ننوتلو اجازه نلری. دا د امانی دوری بل اصالاحات وو.
4.
امان الله خان
امر کړی وو چی پس لدی به کله چی سلام اچوی باید خولی په لاس کی ونیسی لاس وړاندی و
نیسی او سر ښکته او د نیمه رکعو په حالت
کی با ید سلام واچوی.
5.
امان الله خان
د ټولو مامورینومیرمنو ته د اروپای لباس امر وکړو چی داګام لومړی ده په خپله واخست
او پداسی حال کی چی میرمن ثریا پرتوږ
ایستلی وو او په اروپایی لباس کی د زرنګار په پارک کی دده ترڅنګ راښکاره شوه.
6.
امان الل خان
یو تعداد نجونه د درس او تعلیم د پاره ترکیی ته ولیږلی پداسی حال کی چی پلاران یی
دهقانان او وروڼه یی بی سواده وو.(یعنی ډیره به غوره وای چی اول یی ورور لیږل شوی
او کله چی شرایط برابر شوی وای په اسلامی معیار سم به یی نجونی هم تعلیم ته لیږلی
وی).
دا د امانی اصلاحاتو هغه نمونی وی چی هم یی
ځان پری ورک کړو او هم یی د د اصلاحاتو په نتیجه کی وطن یو ځل بیا کورنی جنګ ته
ورټیل واهه چی په زرهاوو انسانان هم پکی قربانی شول.
امان الله خان بعضی داسی کارونه هم وکړل چی
لازم او ضرور ی وو مثلا مکاتب یی جور کړل، بانک نوټونه یی چاپ کړل او بعضی لوی او
واړه قراردادونه یی وکړل چی د یو مملکت د ترقی د پاره ضروری وی.
چون شرایط هم ډیر نازک وو او انګریزی ښکیلاک
هم د افغانستان ارامی او سوکالی نه غوښتله نو ټول برنی امانی اشتباهات به یی
قلمداد کول. چی پدی ترتیب ټولنی د امان الله خان سره حساسیت پیداکړو او په خلاف
تحریکونه راپیداشول.
ټولنه او د افغانستان ملت په حقه وو چون
ددوی په مذهب او عقایدو ښکاره تیری شوی وو او د امانی خلاف تحریک شول. مګر په عین
حال کی يو تعداد مغرض عناصر چی په رأس کی یی حبیب الله کلکانی (بچی سقاو) وو. چی د
انګریزانو د مستقیمی مداخلی په صورت کی د پیښور نه افغانستان ته ولیږل شو او د
امان الله خان په خلاف تری استفاده وشوه.
بچی سقاو چی د کابل د کلکان اوسیدونکی وو او
یو وخت د امانی اردو عسکر وو د کوم جرم په نتیجه کی پښی سپکی کړی او هند برتانیوی
ته و تښتید.
ده د کوهات او ټل په سیموکی د یو سماوار
شاګرد شو او ډیر وخت یی په سماوار کی خدمت وکړو.بیا ورسته پیښور ته راغی. انګریز
چی دده د تیښتی په علت پوه شول نو د همدی کمزوری نه یی ګټه پورته کړه او بچی سقاو
یی دته تشویق کړو چی د امان الله خان په خلاق تحرکات وکړی.
بچی سقاو د یو کوچنی ګروپ په جوړلو سره په
لومړی سر کی د کاروانونو دلوټ او تاراج ته مخه کړه او په کرار کرار یی ډله لویید له
او د حکومت له منځ نه هم یو تعداد خرڅ شوو عناصرو مالی او نظامی مرستی ورسره وکړی.
او حتی امان الله خان ته به یی منفی مشوری ورکولی ترڅو د بچی سقاو خلاق قاطع عمل
ونکړی چی بلاخره بچی سقاو کابل ته داخل شو او امان الله خان د تیښتی لار خپله کړه
او کندهار ته و تښتید. ( که نادرخان یا داودخان وی شاید هیڅ کله یی دا کار نوی
کړی).
چون د اداری توان او قاطعت یی نه درلود نو پدی هم و نه تواندو چی
هغه کندهاری، وردګ او هزاره لښکری چی دده په ملاتړ راټولی شوی وی منسجمی کړی او
درسته استفاده تری وکړی. په غزنی کی د یوی وړی ماتی په نتیجه کی بیرته کندهار ته
ستون شو سره لدی چی ملګرو ورته د پاتی کیدو اسرار کاوه اوهمداسی د کندهارنه د شپی
په تیاره کی په پټه په سرحد واوښت او ټول لښکری یی بی سرنوشته پری ښودی.