د ښاغلي زاهدشاه انګار یو نوی غزل

دوی په امانت کې خیانت کوي
ډېر په انسانانو تجارت کوي
دوې ژبې په خوله کې سرې لمبې ګرځي
یو حدیث کې داسې روایت کوي
بڼه یې اوو جامو کې هم ښکاري
ټول یې د اعمالو نظارت کوي
خپله دې دعوه ده له قاضي سره
څنګه  به تر منځه قضاوت کوي
دا لویه ګناه ده خدای یې نه بښي
څوک چې په ولس کې شرارت کوي
لا هم سیپاره او قلم نه غواړي
لا هم دا جاهل قوم جهالت کوي
څو صفه خیالونه په سجده پراته
 خیال زما ملا دی امامت کوي
اړوي د زړه د ګلاب پاڼې مې
څه په ترنم یې تلاوت کوي
لاره د کوڅې مې ترې بدله کړه
اوس پاس له بلۍ نه اشارت کوي
بیا به د انګار غزل شي نوی شور
بیا له روایاتو بغاوت کوي
زاهدشاه انګار
aug 23-2012