
پښتانه په بين النهرين کي
١٧٥٠ کاله ترميلاد مخکي شاوخوا
لرغونى سياسي پښتني تفکرپه بين النهرين کي:
پښتانه دنړۍ ډېرلرغونى ټبردى او په خپل وار يې ددې خاوريني نړۍ د دډير لرغوني بشري تمدن په سکښت اوسمښت کي ډير زيار گاللى دى. له اره خوهمدا دلرغوني بشرلومړنى هڅي وې چي داوسنى پرمختللي نړۍ لپاره يې لاره پرانيستل ؛که بشرله پيله دخپلوهڅوپه وړاندي لټ او سست پاته سوى واى ننى پرمختللى تکنالوژي اولاس ته راوړني به يې په (١٩-٢٠پېړۍ)کي څه ان تر (٤٠-٥٠)پېړۍ پوري به يې هم دسپوږمۍ اننگي نه واى ښکل کړي. راځوار(اصلي ) مطلب ته چي پښتانه هم دهمدې مادي نړۍ دډېر لرغوني بشر په شتون سره په دې لرغونو برياوو کي هم ونډه وال پاته سوى پښتانه نه يوازي يوقوم بلکه دنړۍ د ډېرو لرغونو تمدونونو بنسټگرهم دي دوى(پښتنو) دا متمدن بشري ژوند نه يوازي دا چي په لرغونې اريانا کي يې پيل کړى بلکي دنړۍ په نورو برخو کي يې هم دخپل مدنيت بيلگي پرځاى پرې ايښي دي خو په خواشينى سره چي پښتون کهول دخپل ژوند په اوږدو کي زښت ډېر دښمنان درلودلي اولايې هم لري چي ځينو يې له ډېر پخوا څخه ددوى دهويت په ورکولو کي ډيري ناکامه هڅي کړي دي اوځيني لاهم بوخت دي داخبره اوس هرچا ته څرگنده ده چي تاريخ هم سياسي سوى دى او ټول علمي مسايل اوس په سياسي رنگ اوقلم ليکل کيږي. دلته چي کله دپښتنو دلرغوني هويت خبره کيږي دا هم زروري ده چي ووايو چي پښتانه دخپل تاريخ په ډير ناورين او متحاني حالت کي دي د واک پر پلاز چي کوم پښتانه ناست دي دوى دخپلو تيرو نيکونو اوپلرونو په څير تاريخي مصؤليت نه دى ادا کړى . راځواصلي مطلب ته:
کاسيان څوک دي؟ :
داهرچاته څرگنده ده چي کاسيان يوه لويه پښتنه عشيره ده دکاسيانو په هکله سيال مومند د(پښتنې قبيلو شجرې) کي کاږي:(( ...کاسيان يوولس څانگي دي چي شنواري هم په دوى کي راځي ،دپټي خزانې په قول چي دخرشبون نوره اولاده له(کند)او(ځمند) چي دغوړي مرغې څخه کډي کولو ته مجبورشو دغزني اوکابل په لور وکوچېدل اوبيا کښته پيښورته پسي راغلل نو ددوى دبلي څانگي وروڼه (کاسيان) بيرته دسليمان غره ته ورغلل اوهلته مېشته شول .(١)
دتاريخونو په حواله ويل کيږي کاسيان نږدې اووه سوه کاله پخوا دسليمان دغره څخه د (کچلاک) په ساحلي سيمو کي ميشته شول،ورپسې د(کويټي) ښارته راغلل .
دکاسيانو کلي ددوى دښاخونو (څانگو) په نومونو سره شهرت لري دبيلګي په توگه ؛ په کويټه کي (عالمو چوک) چي له اره د(ملک عالم خان کاسي پښتون )په نوم نومول سوى دى يا(سمنگلي=ثمنگلي) په نوم ځاى چي مشريې عثمان کاسي و همدا راز (احمدخان کاسي) چي پخوانى ارباب يې (نواز کاسي) و(٢).
کاسيان په تاريخ کي ډير منور،زده کړي،اخلاقي،دښه کړو وړو،اوبشپړو ټولنيزو صفتونو څښتنان ثبت سوي دي .
کاسيان په بين النهرين کي:
بين النهرين(اوسنى عراق) دى ؛ داسيا په سويل کي دوه لوى سندونه دي چي يو يې د دجلې او بل يې دفرات په نوم ياديږي ، په اوسني عراق کي بهيږي چي دقفقازله غرونو سرچينه اخلي او دپارس په خليج کي توييږي هغه سيمه چي ددې غرونو په منځ کي پرته ده دبين النهرين ( Mesopotamia) په نامه سره ياديږي.
تر زيږدي(ميلاد) (٤٠٠٠کاله مخکي) دبين النهرين په سويل کي دهغه غونډيو پر سرونو چي دسيندونو اوسيلابونو له خطرڅخه په امن کي وه کروندگرو ژوند پيل کړ دغه سويلي برخي د(سومر) او خلک يې دسومريانو په نوم ياديدل چي دنړۍ ډېرلرغونى مدنيت له همدې ځايه راټوکېدلى دى او د بين النهرين دوگړو په تعقيب بيا(مصريانو،يونانيانو،چينايانواونورو) دبشر دلرغوني تمدن چاري مخته يووړې.(٣)
ToYn Bee (=تاين بي) دتاريخ فيلسوف(=١٨٨٩م-١٩٧٥م)پوري په خپل کتاب (ځمکه دبشرمور)کي وايي:(( کاسيان اتلس پيړۍ مخکي له ميلاده بابل ته ننوتل دوى اريائيان وه ،کوچيان اوکډوال ،ژبه يې اندو اروپايي وه،کاسيانو په بين النهرين کي شپږ پيړۍ د بابل په ښار کي پاچهي وکړه .))٤
يوناني استرابون(٦٤ ق.م)( کاسيان اريا ئيان بللي دي او (١٧٥٠ ق.م) شاوخواتر (حمورابي) وروسته پر بين النهرين مسلط سوه دې وگړو د داسي تازه اونويو اسلحو سره پر بابل حمله وکړه چي تر دامهاله يې سارى نه وو ليدل سوى کاسيانو دبين النهرين درييمه لويه سياسي واکمني جوړه کړه دوى په بين النهرين کي د (دور کوري گالزو) په نوم پلازمېنه وټاکل. په بابل کي دکاسي واکمنى بنسټگر (گدش =گانداش) وو دجورج کامرون لرغون پيژنونکي په وينا د کاسيانو مشهور پاچاهان په لاندي ډول دي:
١گانداښ، بنسټگره کاسی لړۍ په بابل کي (له ۱۳۷۴ تا ۱۷۴۹ مخکي تر میلاد) Gandash
٢- سرآگوم اول Ser – Agum٣
کاشتی لیاش اول Kashtiliash
خلاصه پښتنو کاسيانو هم په خپل وار سره په بين النهرين کي سياسي تفکر اوفرهنگي تاثيرات وښندل او دخپل وخت لوى سياسي اوکلتوري څپرکى يې دبين النهرين په هيواد کي پرانيست.
Kassitesکاسيان
اخځيلک:
١:مومند سيال،دپښتني قبيلو شجرې ،صديقي خپرندويه ټولنه،مخونه،١٣٢-١٣٣
٢:روند محمدعمرمياخيل،دپښتنوقبيلوشجرې اومېني،ميوندخپرندويه ټولنه،١٣٨٣لمريز،مخونه،٢١٣-٢١٤
٣:محقق زمرى،منډگک اودهغه اړيکي دسنداوبين النهرين سره،دوهم چاپ،پښتوادبي غورځنگ کوټه،١٣٨٩لمريز،مخ ٥٣
٤:فرهاد قدرت الله حداد،دافغان ملي تاريخ،ساپي دپښتوڅېړنواوپراختيامرکز،لومړىټوک،١٣٨٣لمريز،مخونه١٣٧-١٤٠
٥: http:fa .www.wiki pedia .org.
٦: (ترجمه دکترعبدالحسين آذرنگ) ٨Lucas Henry stehen A History of civilization
پاى