کرزی صیب هغه چې وژنی هغه اتل شو

کرزی صیب هغه چې وژنی هغه اتل شو
میرویس عمرخیل
۱۳۸۷/۷/۲۳
ولس مشر کرزی په منډه منډه  د دویم مرستیال کریم خلیلی او محقق په امر ارک ماڼی ته خپل لوړپوړی وزیران راوغوښتل ، وزیران هم حیران شول چې ښایی د هیواد په کچه کوم ستر کار دوی ته سپارل کیږی  .
(( شما میدانید کې باشنده دشته برچی و یکی از دوستان اقای کریم خلیلی روح الله جان نیکپا درتکوندو مقام دوهم را حاصل کرده ، شما باید از امدن ایشان استقبال ګرم کنید ، اګر نی باز اقای کریم خلیلی و جناب محقق صیب از من خفه نشوند، عاجل باید اقدام کنید و به سطحه ملی جشن جور کنید ))
وروسته په ډاګه شوه چې  دده  راتګ لپاره د کورنیو چارو وزیر ، د ملی امنیت ریس ، دملی دفاع وزارت اونورڅو تنه لوړ پوړی دولتی چارواکی  د کرزی د فرمان له مخی د هرکلی کمیسیون ټاکل شوي .
یوه  اونې وړاندی د ښار په دروازو ، لویو لارو او ټلویزونونو کې د راتګ شپی او ورځی  سبا کیدی ، ملی ټلویزیون په هوایی ډګر کې خپل ټول ټیم موظف کړی و ترڅو لایف نشرات وکړی ، ملی پولیس او ملی اردو څو شپی د ښار په سړکونو اولارو کې په کمین کې ول.
غازی ستډیوم په بنرونو او عکسونو پوښل شوی و ، او له هوا څخه الوتکو د خوشحالی پاڼی غورځولی .
سهار شاوو خوا نهه بجی کریم خلیلی ، محقق ،د کرزی لوړپوړی چارواکی او د دشتی برچی سل ګونه اوسیدونکي هوایی ډګر ته د هرکلی لپاره ورغلی و،
یوه ورځ وړاندی محقق دولتی کمیسیون ته خطاب کوی (( تمامی افتخارات مارا شما ګرفتید حالی میخواهید که این افتخار بزرګ مارا از خود کنید))
ددې خبری معنا یعنی څخه دغه ملت او قوم لکه چې د تاریخ په اوږدو کې هیڅ کوم بل افتخار نه درلود.
راځم خپلې خبری ته  کرزی صیب خبر به یې او یا به درته مرستیالانو ویلی وي  چې د کرکټ ملی  ټیم اتل شو ، هغه ټیم چې ستا امریکایی ملګرو دهمدی ټیم یو تن تکړه لوبغاړی په وینو ولمبولو ، دوی خوران اوس هم ډاریږی چې څوک یې د القاعده او طالب په نوم ګونتنامو او یا هم بګرام ته ونه لیږی ، دوی اوس هم په کابل کې  په ډار شپی ورځی سبا کوی ، دوی هر شیبه دې ته غوږ نیولی وی چې د خپل ورور ، پلار، کاکا او د کلیوال د مرګ خبر د امریکایی سرتیرو له خولی څخه واوری .
ددې ټولوخبرو ترڅنګ دوی بیا هم افغان ولس او خلکو ته داتلولی ویاړ په  برخه کړ، دوې کله چې له تنزانیا نه راتلل دوی داسې فکر کاوو چې ولس مشر او یا هم مرستیالان او دکابینی غړی به یې هرکلی ته تر  هوایی ډګره  راځی  خو کله چې دوی راښکته شول ، یواځی دملی نڅا او ډول غږونه واوریدل شول ، بس همدا ببرسری او شمله ور پښتانه ورته راغلی وو او بس  .
خیر مونږ ګیله نه کوو دا ځکه چې مونږ سره تل د مور او میری چلند شوی ولس مشر زمونږ په رایو ټاکل کیږی  او د پتاسو دسمال یې دشتی برچی ته رسیږی ، زمونږ په برخه B52   ګونتنامو او باګرام زندان رارسیدلی اوس هم د خپلو تنکیو ماشومانو او ځوانانو تابوتونه هدیری ته وړو.
کرزی صیب مونږ ستا او ستا ترڅنګ د ناستو پښتنو نه ډیره زیاته مننه کوو چې زمونږ اتل ټیم او ځوانان  د دشتی برچی په انډول ونه ستایل شول ، خو یوه خبره واوره هغه داچې دا ببرسری ستا دي ، تا به ساتي او په تا ښه ښکاری ، هرڅومره چې مړه شی هومره یې کښت ډیریږی ځکه دا د بیټ نیکه اولاد دي او هغه ستر بابا ورته دوعا کړی، ته یې وژنی او دوی درته اتلولي راوړی.