ناولى سياسي مثلث

توريالى :زړن
 
دادى يوه لسيزه بله پوره شوه چي  يوځل بيا ډيري سختي شپې اوورځي پردې مظلومو افغانانوباندي واوښتې ؛ اويوځل بياد يوه ډير ناولى(چټل) مثلث(طالبان،بهرنيان ،اوسنى واکمن نظام) تر منځ د ژرندي په څېر ميده کيږي هغه اولس چي له تېر څلويښت کالو راهيسي ورته دا جوته (نه) شوه چي دچا له خوا اوپه کومه گناه ورته دقتل دا مثلثي ماشين پروت او پرې وژل کيږي راشئ ددې مثلث هره ضلع يوڅه روښانه کړو چي څوک ،دڅه لپاره اوله کومه ادرسه سرچينه اخلي:
 طالبان:
 دافسوس ځاى دادى چي په څه ډول دې ناولى(ککړ) قشر دطالب سپېڅلى نوم نصيب شو؛ پخوا به دطالب دنوم په اورېدو سره دسړي ذهن ته پاکه لمن اوسپېڅلى روح راته خو اوس چي کله څوک دطالب نوم اوري سړى کرکه کوي او ذهن ته يې ،قتل ، دانسانانو سرغوڅونه،غلا  او نوري هغه انساني نادودي کړني چي ځناور يې په ځنگله کي هم نه کوي دريږي دطالب په نوم د اسلامه منحرف قشر دنورو په لمسون هغه شيطاني اهداف دځمکي پرمخ پلي کړه چي تاريخ به يې هير (نه)کړي ، ددوى سياسي ترورونه ،پټي او لڅي وژني په جبر او ستم له خلکو حرامه ډوډۍ غوښتل او په زوره خلک دځان سپرکول، هيڅوک دسپيڅلي جهاد او اسلامي اهدافو سره (نه) گډوي که دوى په دې اند وي دا يې ستر ساده توب اولويه تير وتنه ده.
ځکه نن هرڅوک په دې پوهيږي چي څوک داسلام په مذهب او څوک دنړۍ داستخباراتي چينلونو په مذمب دي.
اوسنى اداره:
هغه اداره چي په نړۍ کي يې دافغانانو حيثيت پايماله کړ، دهيواد دروبنا اوزير بنا وينه يې وځبيښل ، رشوت،فساد،بي عدالتى،ناحقه بند او وژنو، غصب او نورو ناولو کړنو سره يې په نړۍ کي رکارډ ټينگ کړ هغه چي لا جريان لري او شرم هم پرې نه کوي هغه ولسمشر چي ترهرچا يې زيات قانون،ملي دودونه او ملي ارزښتونه ترپښولاندي کړل.
امريکا اومتحدين يې:
امريکايانو اومتحدينو ته يې تش دانسان خطاب کول هم لويه گناه ده د امريکاد ټول وژني کرونولوژي(نيټه ليک) تاسو ښه ترا د جاپان،  ويټنام ،عراق او افغانستان لس کلن دور کي لوستلاى شئ، داهغه بې انصافه او بې زړه سويه دبشر دحقونو تش په نامه دعوه گير دي چي دخپل يوه وگړي په وژلو يې دولسمشر زړه ريږدي خو د پردي بچيو له وژلو خوند اخلي ، ددوى موخي دنړۍ اقتصادي ويني څښل او خپل فاحش سياست خپرول او داسلام اره(اصلي)څيره بدلول دي؛  داهم د ناولي(چټل)سياسي مثلث بله ضلعه چي لا هم په دې پيڅلې خاوره کي چليږي .
حل لار:
اوس حالاتو توپير کړى ،افغان ولس ته ددې ناولي سياسي مثلث څخه دوتلو لپاره دا په کار دي تر څو لومړى ويښ ،منسجم او متحد اوبيا  له ډيري معاصري سياسي فلسفې اوهنري اوبشپړ اسلامي اوافغاني لاري ددې ناورين څخه ځانونه وژغوري ،تجربو ښودلې چي زموږ له هيواده څخه ناورينونه د ملت دتصميم په نيولو سره ليري سوي( نه ) دشاه شجاعي زعيمينو(مشرانو) په لاس ځکه سياسي مشران تل له پردو سره په سازشونو اودسيسو کي ښکيل پاته سوي خو ملت دا مخينه نه ده درلودلې .
لا اوس هم وختي دى راځئ ددې بې وخته مرگونو مخه ونيسو او ددې ناولي سياسي مثلث څخه ځانونه وژغور، يادي ښکيلي غاړي (نه) ددې هيواد په گټه دي ،نه ددين رښتني غاويرين دي او نه هم ددې ملت لپاره درمل ،يوازي ددې سپېڅلي ملت داوږو بار جوړشوي اوبس.
 
دداسي ورځي په هيله چي ياد مثلث پوپنا اوله منځه لاړشي اوپرځاى يې ددې خاوري رښتني مخکښان راوړاندي شي.
پاى