
اول خو دې ایران ته خپله بریا د پاکستان روس امریکا .... په وړاندې مبارک وي او د بلخ ولایتي شورا غلامانو ته ترې د مننې هیله کوم او په مرکزي شورا کې یې چې کوم لاس پوڅي دي دښه رول لوبولو طمعه لرم تر څو د بلخ ولایتي شورا خوارﺉ چې دایران لپاره وکړې په اوبو وې نسي ، او په کرزي خو ایله نن باوري شوم او ومې منله چې دایران یو تابعدار ، د لاور او بهادر سپه سالار ده او تل یې هڅې د ایران په ګټه او پښتو او پښتنو په تاوان کړې دي او ایران ته یې نه هیریدونکې خدمت کړې دې او امکان شته چې سږکال په ایران کې د بلخ ولایتي شورا او کرزي ته د ښې چارو او ښه خدمت مډال ورکړي. یقین وکړﺉ چې د المپک کې د نیکپا او بهاوي په خواریو چې مونږ یو مډال ګټلې دې له خبر نه ددې خبرپه اوریدو باندې ډیر خوشاله شوم چې بلخ ولایتي شورا دتاریخي خدمت آیران ته وکړ، ځکه چې د بلخ ولایتي شورا او کرزي ترقي زمونږ ترقي ده او ددوﺉ قدر چې ایران سره یې نور هم پیدا کړ زمونږ قدر ده او ددې قدر ثبوتونه او تحفې د هغوافغانانو جسدونه دي چې په ایران کې ایرانیانو په لاس په دارځړول شوي بې رحمانه شهیدان کړاې شوي، له ایران څخه د ایرانیانو په لاس تسلیموو اوددوﺉدغه ملګرتیاچې له مونږ سره یې له ډیرې پخوا شروع کړې ده دهیریدو او پټیدو وړ نه ده دچا دصفت ته محتاجه هم نه ده،کیداې شي چې نن سبا کې ایرانیان تر سرحده راتګه او مونږ تر سرحده ورتګه(دجسدونو وړلو راوړلو) خلاص شو ځکه چې داکارونه او د ا سهولت کیداې شي چې په ډیر نږدې موده کې افغانستان کې وجود ولري اوله دې سهولته مونږ ټول افغانان ډیر زر برخه من شو، زه په دې پوهیږم چې د ا ټول سهولتونه د کرزی صیب له برکته دي او په دې هم پوهیږم چې د ا سهولت چې د ا زه اوس ترینه استفاده کوم (انټرنیټ ، د بیان اذادي او ..... ) هم د کرزي برکت ده او قیمت یې صرف یو معمولي کار کول دي هغه دا چې افغاني او د اذادﺉ احساس مړ کول خپل افغاني غیرت مړ کول او د بلخ ولاتي شورا په شان په اخلاص خدمت کول دي او ډیرو خلکو دې نیکو کارونو ته پام په نیکه شوې دې او دانیک کارونه په ډیر اخلاص او صداقت سره پر مخ بیایي،او ستاسو داخدمت چې نن ایران ته وکړ ډیرو افغانانو ته فایده ورسوله دبیلګې په توګه درته خپل ځان ښایم ماته یې دافایده وکړه چې زه به داخپل لیک په انټرنیټي پاڼو کې وګورم نو ډیر به ورته خوشاله شم لکه څنګه چې ستاسوخبر لستلو ته خوشاله شوی وم بیګاه،ځکه چې څه ناڅه خدمت خو مې خپل هیواداو هیوادوالو ته وکړ،. اګر که زه لیکوال څه چی دلیکوال خدمت ګار هم نه یم او هسې هم بعضی لیکوالان ګرځي ګرځي چې که دچاښه خبره وي او که بده وي بس راوایې خلي او ورپسې ونښلي ددروغو اوریښتیاوو یوه لیکنه ترې جوړه کړي اوانټرنیټي پاڼو ته یې وسپاري ترڅو خپل نوم،عکس او لیک دانټرنیټ په صفحو وګوري ،خو نن ورځ ستاسو دې بې ساري خدمت دغه لیکوالان هم حیران کړي او چپ پاتې دي خو که یو طرف ته یې لیکوالان چپ پاتې کړي دي خو بل طرف ته یې ډیر زماپه شان لوستونکي په پاڼوکې لیک ته وهڅول ددې بې ساري خدمت ستاینه یې وکړله اوددې خدمت له دې څخه غټ ثبوت نور څه شې کیداې شي؟ ؟؟؟؟
خو نن بعضوانټرنیټي پاڼو او رسنیو دواړو ستاسو دخدمت دخبر په نشرولو سره خپله دنده کې صداقت او معاشونه حلال کړل ترڅو ستاسو دغه دپام وړ خدمت له چا پټ پاتې نه شي اګر که دومره غټ خدمت پټ پاتې کیداې هم نه شي،،، خو په هر حال واقعاان چې دایو بې سارې خدمت تاسو وکړاو خپل بادار ته مو وښودله چې تاسو دهغوﺉ حقیقي او تابعدار سپه سالاران یې او دامو هم ورته وښودله که هغوﺉ په المپک کې څه لاس ته رانه وړل ،تاسو خو ورته دلس المپکونو ګټلو نه غټ خدمت وکړداهغه خدمت ده چې، روسیې پرې خپل ځان مال هرڅه قربان ګړل خو ویې نه شوکړاې داهغه خدمت ده چې پاکستان پرې خپل عوام اوپولیس دواړه خیر غوښتلو ته کینول خو ویې نه شوکولاې، دهغه خدمت وو چې عربان ورپسې له کندوکپرو وغوړځیدل او داسامه بن لادن دمرګ نیټه یې ورکه کړله خو ویې نه شوکولاې او داهغه خدمت وو چې په یوځان هیچا ونه شوکولاې اوامریکاورته دنړۍ پرمختللي هیوادونه راټول کړل او امریکې خپله او دهغو ټولو هیوادونو سټه وویستله خو ویې نه شوکولاې اونورډیرخلک هم خپل داخلیان او خارجیان په کلونو کلونو تیرولوسربیره له پښو ورغورځول او نیست نابود یې کړل خو ویې نه شوکولاې چې داخدمت خپلو بادارنو او خلکو ته وکړي،او تاسو ورته په دومره ښه وخت په دومره ښه توګه وکولاې شو چې ډیر افغانان مو په ساعتونو ساعتونو ستاسو دمساټرماینډ پلان باندې چورت وهلو ته مجبورکړل او نه دافغانستان ولس څه وایي او نه موکوم دولتي بخش مخې ته ودریږي چې درته ووایي چې دافغانستان خپل قهرمانان کم دي او که شهیدان کم دي چې ته دایران شهیدان راته په مړینې خوشالوې ته خودې داژوندې ولس لږ وژغوره اوخوشاله کړه ...
مونږ داسې قهرمانان لروچې دښمن یې نیولونه ورسته خپل ټول لښکر باندې ګرځوي اودښمن یې خپل لښکر ته وایي چې داوپیژنۍ دادقهرمانو خلکو یو قهرمان دې چې دلته مونږ سره بندي دې خوپه یاد ولرﺉ چې ده سره هیڅ کوم داسې چلندونه کړﺉ کوم چې له نورو بندیانو سره دلته کیږي، او همداسې نورډیر ستر ستر قهرمانان لروخوبس ... هغه متل دې چې وایي خپله لوراو خور کړمیزنه وي،،،، خوایران اوبعضې افغانان به ټول عمر ستاسوداتاریخي خدمت چې خپلو خلکو(بادارانو ته) ته وکړ په یادولري،والله چی یوه خبره ختموم بله می په مې په زړه کیږي، خو په اخر کې داهم ویل غواړم چې که زه دایران ، دایران دغلامانو او لاسپوڅو ملګرې یم او ملګرتیاپه خاطرمې د ا تبریکي ورته وویله سره له دې ددې نورو خلکو سره هم مینه لرم چې دافغانستان په بربادۍ که د زړه له خلاصه اوپه صداقت مرسته کړې او کوي یې او دهغوﺉ هم ډیر خلک دلته مړه شوي د ا مشوره درکوم چې تاسو هم باید داسې سپه سالاران پیداکړﺉ لکه ایران چې پیداکړي دي، اوله مشورې سره ډاډګیرنه هم درکوم چې خپل همت مه بایلۍ هغه هیڅ خبره نه ده که بلخ د ایران ولایت شوثابت کړ تاسو لا تر ایرانه ښه موقع لرﺉ او لا تر بلخه ډیر ښه ښه ولایتونه پاتې دي شروع شی او سر له سبا نه یو یو په خپل نوم کړﺉ هسې هم دپښتنې والا لا څوک نه بل احمد شاه پیداشوې نه میرویس خان او نه غازي امان الله خان، خو په نوبت سره یوبل ته نوبت ورکوﺉ چې په خپلو کې سره بد نه شی، او له ایران څخه امید لرم چی د بلخ د شورا او د کرزی صیب سره سره له ما نه هم لږترلږ مننه وکړﺉ چې ددې کار په ستاینه کې مې ترخپلې وسې مرسته وکړه او ددوﺉ دسپه سالارانو دمرستو لوستلو ته بیا څه نا څه خلک اړ کړل ، اګر چې په دې زمانه کې داسې خلک ډیر کم پيدا کیږي چی خلکو ته ډاډګیرنه نیکې مشورې او نیکو کارونو کې ورسره مرسته وکړی لکه ماچې تاسوسره وکړه،
خو!
پدې ټول پوې شۍ چې هیڅ افغان ته ستاسو داسهولتونه او ترقۍ د له مونږنه د اسلام اخستلو په بدل کې، له مونږ نه د پښتو اخستلو په بدل کې ، له مونږ نه زمونږ دکلتور اخستلو په بدل کې، زمونږ د ذهنونو نه زمونږ دمشرانو او قهرمانانو ویستلو او د دوﺉ دداسې بې عزتۍ کولو په بدل کې چې ایراني مشکوک ډیپلوماتان او یا شهیدان زمونږ دسوچه او پاک قهرمانانو او شهیدانو څخه ښه وګڼل ، او زمونږ څخه زمونږ دخقونو په بدل کې وي نو مونږ ټولو ته هیڅ د قبول وړ نه دي لکه تاسو چې قبول کړي دي،او که کرزیه تا نه وي قبول کړي او داخبرې هسې زمااودنورو ډیرو افغانان شک وي نو مونږ له تاسو او مسولو څانګو او ارګانونو څخه جدي غوښتنه کوو چې ددې کار مخه ونیسې او اینده کې دداسې کارونو سوال هم هیوادوالو ته پیدا نه کړي .
په درنښت!
لیک : مطیع الله صافې