
ګرانو وطنوالو، څرنګه
چه خبریاست چه د یونیم کال را پدیخوا د افغانی تجارانو شتمنی چه د پاکستان د
ظالمانو له لاسه پس له ډیری مودی راوتی خو د خپلو بی انصافه او نا پوه واکدارانو د
بی عقله اوناوړه تصمیم له لاسه دا میلنونه امریکایی ډالری سیند ته اچول کیږی. پداسی
حالکه چه د یوی لوری مو د ملنګی کچکول په غاړه د کافر او مسلمانه سوالونه کو او
غیرتی ملت مو د دنیا د منتونو لاندی کړی او که وواییم چه خرڅ کړیدی نو دروغ نده او
بل لورته د خپلو سوداګرو حلاله، پاکه او د زړه په وینو ګټلی شتمنی د نورو په لمسون
سیند ته اچوی.
دا د یو او یا دوه
کسو پیسی ندی بلکی دا د سونو وګړو سرمایه ده او سونه کورنیوته ددی لاری یو کپ
حلاله مړۍ لاسته ورتلله. دا به کوم انصاف او ملت دوستی وی چه د ۷۰۰۰ تر ۸۰۰۰ امریکایی ډالرو موټر دی د ۱۰۰۰ تر ۱۵۰۰
امریکایی ډالرو په پرزه کی خرڅ کړیشی. ددی پر ځای چه ګمرکی محصولات ورته معاف او د
پاکستانه د ډیمرج او بی حده زیاتی اخیستل شوی کرایی تاوان واخلی. دا خو به کله هم
ونه کړی اما اوس دا راغلی موټرۍ دی مظلوم او بی چاره ملته په پرزه کی محصلوی. ددی
په خاطر چه خپل باداران خوشحاله کړی که دی ملته هر څه تاوان رسی ددوی په څه؟ پاکستانی
کمیشنکارانو د ۲۵۰۰۰۰تر۳۰۰۰۰۰ پر ځای پهمدی کانتینرو باندی ۹۵۰۰۰۰ کلدارو نه هم
زیات کرایی او مصارف واخیستل ددی پوښتنه خو نشته وآی دا موټری دی پرزه شی اوبس.
پدیکی چه ګاونډیان
څه کوی زه څه نه واییم، زمونږ ګاونډیان خو هسی هم زمونږ دینی، سیاسی او اقتصادی
دښمنان دی. هغه څنګه وآیی (چه می خپل په کاڼو ولی د بل نه څه ګیله ده) هر دولت خپل
کور ودانول غواړی او زمونږ ګاونډیان همدا کوی. ګیله مونږ د خپل حکومت په خاص ډول د
هغو وزیرانو کوو چه پدی پروسه کی لاس لری او واک یی رسیږی. یو خوا یی افغانستان ته
د داخل شو زړو موټرو محصول بند کړ ولی بلورته یی بیا پاکستانی لاس غلا شو موټروته
چه غیر قانونی او بی محصوله افغانستانه داخل شوی او که شوی هم غیر قانونی دی جواز
او قاغزونه ورکوی. پاکستانی لاس موټروته اجازه ورکول د قانون د ماتلو ترڅنګ څومره
خطرناک او د حادثو باعث ګرځی.
زه خو نه پوهیږم
ولی او څنګه د یوی خوا خارجی سرمایداران تشویق وی چه افغانستان کی پانګونه وکړی خو
د خپل افغان پانګوالو شتمنی سوزوی او ګدایی ته کښینوی.
1. د کورنیو چارو وزارت د کوم قانون له لاری او ولی
پاکستانی لاسی موټروته د داخلیدو اجازه
ورکړه؟؟؟
2. د مالی وزارت د کوم قانون او نورم په رڼا کی دا
غلا شوی او چپه لاس موټری محصول کړی؟؟؟
3. د کورنیو چارو وزارت ددی غلا په تور څوک نیولی او
کنه د کوم قانون له لاری ورته پلیټ او قاغزونه ورکړل؟؟؟
4. د اقتصاد
وزارت ولی چوپ او څه نه وآیی چه د وطن اقتصاد د خرابیدو نه بچ کړی؟؟؟
5. څارندوالۍ، د
قانون د څار اداره، د فساد پضد اداره او دارنګی ولسی او د مشرانو جرګی ولی د قانون
ناقضینوته څه نه وآیی؟؟؟
6. او که دلته
داسی څه شته چه مونږ ملت ورنه خبر نه یو او د هغو پټو معاملو له لاسه زمونږ غمخور
نشته؟؟؟
7. د تجارت وزارت
ولی لا عقل د تاجرانو لپاره خپل غږ د وزیرانو په جرګه کی نه اوچته وی، ایا د کاسی
لاندی نیم کاسه او که څنګه؟؟؟
نور تاسی ګران
لوستونکی او خدآیی (ج) چه دی معاملی ته په کوم نظر ګوریی او څه فیصله او غوښتنه د
حکومت نه کوی.
پدرنښت،
عبدالولی وفا
کاناډا - ۱۰ اګست
۲۰۱۲