غيرناټو مهم اتحادي، دپاکستان پرخلاف دسېسه ؟

 تيره هفته افغانستان اوپاکستان په نړيواله کچه دخبرونو مرکز ؤ ترټولو وړاندې پاکستان دپاکستاني چوڼيو د بريدونو نهه مياشتى وروسته دلارې د پرانستلو اعلان وکړ، دناټو پر وړاندې د لارې د خلاصيدو دوه ورځې وروسته دامريکا د بادنيو چارو وزيره آغلې هيلاري کلينټن په يو نا اعلان شوې سفرکابل ته ولاړه ، دافغان ولسمشرحامدکرزي سره يې دپاکستان د توقع برخلاف افغانستان غيرناټو مهم اتحادې ونوماوه ، او وروسته جاپان ته ولاړه ترڅو هلته په توکيونړيوال کنفرانس کې ګډون وکړې ، چې موخه يې د دوه زره څوارلسم ميلادې کال وروسته له افغانستانه د يو لکو او ديرش زره امريکايې پوځونو وتل اوله هغې  وروسته د افغانستان دبيارغونې چارې او نورو لاسته راوړنو لپاره يوه روښانه تګلاره پيداکول ؤ .
په ياد مهم کانفرانس کې د  امريکا ، پاکستان او دملګرو ملتونو عمومي منشي بانکې مون سربيره دنړۍ شاو خوا اتياهيوادونواود نړيوالو ادارو استازو ګډون کړي ؤ .
په کنفرانس کې ګډون کوونکو هيوادونو دافغانستان د بيارغولو او پرمختګ لپاره دشپاړسو ميليارده ډالرو د مرستې ورکولو اعلان وکړ .
 
ښکاره دې وي دکانفرانس په پيل کې د افغانستان اسلامى جمهوري دولت جمهور رئيس حامدکرزي وويل :
 
چې هيواد ته ي جدي ګواښونه متوجى دي که په افغانستان کې دامنيت په راوستلو کې ، او د بيارغونى چارې د بهرينو مرستو سربيره ناشوني دي .
 
څلورميليارده ديوکال لپاره د افغانستان د بيارغونې لپاره او څلور ميليارده دپوځونودتجهيز لپاره ؟
څه وړاندې ولسمشر اوباما په شيکاګو غونډه کې له دوه زره څوارلسم ميلادې کال وروسته دپوځ دوتلو وروسته افغانستان لپاره د خپلو مرستو په دوام ټينګار کړى ؤ .
 
چې هغوې به افغانستان څخه دپوځ ويستلو وروسته افغانستان هيواد يوازې نه پريږدې ، اوپه هغه وخت کې چا دا سوچ او فکر هم نه کاوه چې امريکا دافغانستان په اړه داسې پلان لرې ؟
 
((( چې افغانستان امريکا د پاکستان په څير غيرناټو اتحادې ونوماوه )))
 
مهم غير اتحادي مقرر ولو وروسته افغانستان ته د امريکا د اسلحو راتلل چې په دفاعې چارو کې به امريکا افغانستان سره هم مرسته کول وي ترڅو افغانستان په خپلو خپو ودريږې .
 چې پدې سره دسيمې هيوادونه او په ځانګړى ډول پرپاکستان او ايران به يې منفى اثرات وشي .
 
له وسنى اتحاد وروسته داخبره روښانه شوه چې اوسمهال په افغانستان کې موجود خپل ټول پوځې توکې د افغانستان ملي پوځ ته حواله کوي ؟
 
دناټو پر وړاندې د تداروکاتى لارى د پرانستلو وروسته ګومان کيده چې پاکستان له پوازيتوب څخه راووت؟
چې له امله به  يې پر هغوى دامريکايې مرستو لړۍ پيل شي ؟
سربيره له دې دافغانستان په مسئله به هم ورسره شريکه کړي ؟
 
دناټو پروړاندې د تړل شوې لارې د پرانستلو لپاره يو غذر او بهانه داهم ويل کيده چې کله د دوه زره څوارلسم ميلادې کال وروسته امريکا خپل ځينې پوځې توکې له افغانستانه وباسې نوپاکستان بايد ورته لار ورکړي ؟
 
لدې سربيره په جلتۍ سره د تدارو کاتى لار د پرانستلو يو دليل داهم ويل کيده چې په وسني حالاتوکې چې دامريکا ، پاکستان او دناټو د هيوادونو سره مواړيکې مخ په خرابيدو وې اود امريکا سره د دوښمنۍ سربيره د ٤٩ هيوادونو سره دښمني کول             هم د چا د وس خبره نه ده ؟
 
پاکستان حکومت ويلې  چې دلارې د بندولو وروسته پاکستان ورته په نړيواله کچه يوازيتوب ته ورتلونکى هيواد ښکاريده ، اوداحساس ورته د شيکاګو په غونډه کې وشو .......!
 
له دفاعې کميټې له ناستې وروسته دوزيراعظم راجه پرويزاشرف دابيان چې د ناټوپر وړاندې د لارې دتړولو وروسته نه يوازې داچې دامريکا او پاکستان اړيکې بلکې د ٤٩ هيوادونو په اړيکو کې هم فرق راغلى ؤ ،
 
اوله دې څخه د حکومت د مشکلاتواو ستونزو کچه مالومولې شو ، له همدې حقيقتونو له امله پاکستان په خپله تګلاره کې بدلون رامنځته کړ اودناټو پروړاندې يې لارپرانستله .
 
مګر ددې برعکس دوه ورځې وروسته امريکايې اعلان چې
 
( افغانستان د امريکا غيرناټو اهم اتحادى )
 
دى دپاکستان په اميدونو اوبه واړولي ؟
 
دکرزي د حکومت دوښمني له چاپټه نه ده تحريک طالبان پاکستان او مولوى فضل الله دافغان ادارې لخوا تنظيميږې ؟؟
 
لدې سربيره دپاکستان دپولو ترڅنګ په افغانستان کې پنځه ويشت د هندوستانى شبکې (را) مرکزونه شتون لري ؟
 
چې هغوې په بلوچستان او ځينو نورو پاکستانى سيموکې خپل فعاليتونه کوې دغه راز افغان دولت او اداره يې دخپلو مفادو د لاسته راوړلو لپاره امريکا او ناټو دپاکستان خلاف استمالوي ؟
 
څه موده وړاندې له افغانستان څخه دوسله والو د اوښتو په پاکستان کې په عسکرو د بريدونو کولو وروسته بيرته تګ په غبرګون کې پاکستان دافغانستان سفير احضار کړ او هغه تې احتجاج وکړ .
پدې حالاتوکې ددې خبرې امکان شته چې په نږدې راتلونکى کې په پاکستان  کې د حقانى ډله دشتون  اود نورو ترهګرو ګوندونوله هغوى  مرسته کول اوهغوې د پنا ورکولو ، د پټنځايونو دشتون  په پلمه پرپاکستان بريد وکړي ؟؟
چې په هغې کې د امريکا سره غيرناټو اتحادي په حيثيت د ناټوهيوادونو اود هندوستان مدد او مرسته هم ورپه برخه وي ؟
داخبره هم ناشوني نه ده چې هندوستان به د ٢٠١٤ ميلادې کال وروسته دافغانستان په معاملاتوکې يو مرکزې رول ولري ؟
داسې ښکارې چې پاکستان د محاصره کيدو په حال کې دى اود افغانستان جنګ پاکستان ته د انتقالولو چمتووالې نيول شويدى ؟
دامريکا د خارجه پاليسۍ يوه مجله کاږي : چې په نږدې راتلونکى کې دافغانستان او پاکستان جنګ له امکانه لري خبره  نه ده ؟
دامريکا او ناټو هيوادونو په سيمه کې د نوې تګلارې له امله دپاکستان سالميت  خطرسره مخ کړى دى ، اوپدې کې افغانستان يو مرکزې رول لوبوي ؟
چې لدې وروسته دپاکستان سره ستراتيژيک Depth     نظريه هم ناسمه ثابته شوه کوم چې زموږ د تګلارو د ناکاميو ښکاره ثبوت دى .
9/11  وروسته دجنرال مشرف دحکومت پر مهال د امريکا اوناټو پوځونو دافغانستان دقبضې لپاره يوه اوږده تګلاره اړينه وه په کوم کې چې امريکا پاکستان دفرنټ لاين اتحادى او وروسته غيرناټو مهم اتحادي په نوم ياد کړ ، اوهغې ته يې همدغه رتبه ورکړه  کومه  چې يې اوسمهال افغانستان ته ورکړه .
نن تاريخ يووار بيا دغه لړۍ تکراروي امريکا افغانستان ته د اهم غيراتحادى درجه ورکړه (Major)  ترڅو د پاکستان پرخلاف يې استعمال کړې ددې لپاره چې د دوه زره څوارلسم ميلادې کال وروسته دافغانستان جنګ په ډيره اسانۍ سره پاکستان ته انتقال کړي .
 
 
ليک : اشتياق بيګ
جنګ ورځپاڼه
11-07-2012
ژباړه : مسيح الله عصام