
د غزني د اندړو په ولسوالي
کي د طالبانو ضد يو پاڅون راپیل شو چي په لومړي سر کي رښتیا هم د یو ښه پاڅون و. د
مولوي صاحب رحمت الله تر څنګ ډیر مسلمان ځوانان سره راټول شوي ول، د وخت په تیریدو په
دغه پاڅون کي د فیضان په نامه یو جنګسالار چي د غزني ولایت پخوانی والي او د
ولایت په وخت کي يي له حده زیاتي ... وکړي په دي پاڅون کي د سرحدونو او قبایلو چارو
وزارت د وزیر اسدالله خالد په مرسته په دي پاڅون کي شامل کړای شو چي وروسته یي بیا
خپل ځان په رسنیو کي ددي پاڅون د مشر په نوم معرفي کړ یواځي دا نه چي د خلکو سره یي
بده رویه وکړه بلکه دا پاڅون یي هم بدنام کړ چي اندړو شریف ولس هغه همکاري چي په لومړي
سر کي له پاڅون سره کوله اوس يي نه کوي له دي سره خو یو دا پاڅون په هغه څو کلیو کي
منحصر پاتي او د پراخیدو امکان یي له لاسه ورکړ بله دا چي امکان لري دداسي جنایتکارانو
په شتون کي دا ملي پاڅون ناکام شي. فیضان څو کارونه وکړل لومړی يي ملي پاڅون ته هغه
خلک چي پخوا له ده سره په غلاګانو کي شریک ول (لکه د کنصف د کلی عبدالله کنصفی چي اوس
د کنصف د کلی قومندان یی ټاکلی) په او هغه کسان چي په سکیورټي کمپنیو کي یی کارکول
(لکه تور د شهین د کلی). دغه خلک چي په ملي پاڅون کي شریک شول ددولت له خوا ورته د
محلي پولیسو تشکیل ورکړل شو او دوي پکي شامل کړای شول. دوی ته له ۶۰۰۰۰ افغاییو تر ۲۰۰۰۰۰ افغانیو معاش تعین
شو خو فیضان (لونګ) یو ځل دوی ته ۵۰۰۰ پاکستانۍ کلداري ورکړي او بس. اوس دا خلک مجبور دي چي خپل توپک خرڅ او خپل
کور پري وچلوي که داسي وشي نو د پاڅون او محلي پولیسو د ماتیدو امکان ۱۰۰٪ شته. بله دا چي
فیضان داسي خلک هلته د قوندانانو په صفت مقرر کړی(لکه د کنصف د کلی عبدالله، د شهین
د کلی تور او د شاناخیلو د کلي ولي محمد ) چي نه یواځي دا چي خلک ځوروي په هغوی ډوډوي
په زور حواله کړي (لکه د طالبانو په شان) د خلکو کورو ته په خپل سر ور ننوځي په دي
بانه چي ګواکي دوی دلته پوستي جوړوي د خلکو د کورونو د دروازو قلفونه ماتوي او غلاګاني
کوي. اوس مولوی صاحب رحمت الله هغه سړي چي دا پاڅون یي شروع کړی او کور یي ورته طالیبانو وسوځول ورور يي اوس هم له طالیبانو سره بندي دی، هغه چي نه يي غوښتل
چي دا پاڅون بدنام شي او نه يي غوښتل چي غله چرسیان او بنګیان په دي پاڅون کي شامل
شي د اندړو ولسوالي او پاڅون پریښی او په کابل کي يي خپل ژوند شروع کړي ځکه چي اوس پاڅون
ملي پاتي نه شو او د غلو ( فیضان او عبدالله) پاڅون شو نو مولوي صاحب وجدان دا ونه منله
چي له هغو خلکو سره په صف کي شریک چي هغو د خکلو په سر او مال تجاوز کوي او اسلامي
مقدساتو خیال نه ساتي روژه په عام محضر کي خوري. اوس نو تاسي ووایاست چي پاڅون اوس هم
ملي پاته شوی که نه که مو ځواب به نه نو راځي داسي خلکو ته اجازه مه ورکوی چي ستاسو
ملي حرکتونه در بدنام کړي. او له دولت څخه دا هیله وکړو چي دا خلک له نژدي وڅاري.