
لوېديځې رسنۍ وايي د افغان حکومت په مشرۍ د سولې او ملي پخلاينې له پروګرام سره په تېرو دوو کلونو کې ٥ زره وسله وال يو ځاى شوې دي. ورځپاڼه وايي دغه بهير د افغانانو اندېښنې پارولې دي، ځکه دوى وايي په ځينو مواردو کې امتيازات د دې سبب کېږي چې يو شمېر کسانو وسلو ته لاس کړي.
کرېسټين ساينس مونيټور ورځپاڼه وايي افغان حکومت هغه کسانو ته چې د سولې له بهير سره يو ځاى کېږي د ٣ مياشتو لپاره ١٢٠ ډالره معاش ورکوي.
د ورځپاڼې په وينا ډېرى افغانانان اندېښمن دي چې د سولې او پخلاينې د بهير له لخوا امتيازات په ځينو مواردو کې له وسله والو سره د يو شمېر کسانو د يو ځاى کېدو سبب شوي دي.
ورځپانې وايي لا هم نه ده څرګنده هغه کسان چې د سولې له بهير سره يو ځاى کېږي په ريښتيا د افغان دولت وسله وال مخالفين دي او که يې د امتيازاتو په خاطر وسلې ته لاس کړى دى.
ورځپاڼې په ملي شورا کې د بغلان ولايت د يوه استازي له قوله ويلي د سولې او پخلاينې بهير چې تر ډېر ناکام دى د دې سبب شوى چې دوست او دښمن معلوم نه شي. دى وايي دغه بهير له افغان دولت نه د دوښمن تعريف ورک کړى دى. د ملي شورا دغه استازي ورځپاڼې ته ويلي: (( دا ډېر شرم چې اعتراف کوو، دا يوه ستونزه ده، اما بدبختانه هغه څه چې بد دي دا دي چې په ټول افغانستان کې پېښېږي.))
ورځپاڼه وايي د سولې او ملي پخلاينې له بهير سره په تېرو دوو کلونو کې ٥ زره وسله وال يو ځاى شوي دي. افغان چارواکو ويلي د دغو کسانو يو ځاى کېدو په يو شمېر سيمو کې د امنيت او ثبات له ټينګښت سره مرسته کړې ده.
سرچينه وايي دغه بهير چې ظاهرا افغاني دى مالي ملاتړ يې نړيواله ټولنه په ځانګړي ډول امريکا او جاپان کوي. د رپوټ له مخې له دغه بهير سره يوازې په ٢٠١٢ زېږديز کال کې ١٢٣ عشاريه ٧ ميليون ډالره مرسته شوې ده.
د سولې او پخلاينې د بهير په اړه شکونه له وړاندې موجود وو. يو شمېر افغانان وايي هغه کسان چې له دولت سره يو ځاى کېږي تر ډېره د افغان دولت وسله وال مخالفين نه دي په ځانګړي ډول په يو شمېر شمالي ولايتونو کې. ورځپاڼې په دې وروستيو کې په بغلان ولايت کې د سولې له بهير سره د يوه يو ځاى شوي قوماندان کيسه د بېلګې په توګه را اخيستې ده.
سرچينې ويلي قوماندن عبدالولي چې د روانې مياشتې په پيل کې له ٤٠ وسله والو سره د سولې له بهير سره يو ځاى شو په افغانستان کې د کورنۍ جګړې پر مهال د احمدشاه مسعود تر قوماندې لاندې د وسله والو طالبانو پر وړاندې جګېدلى دى.
ورځپاڼې ويلي پر افغانستان د امريکا تر بريد وروسته په بغلان کې د يوې ولسوالۍ امنيه قوماندان شو، خو دوه کاله وروسته يې يو بېګاه ملکي وګړى و واژه. قوماندان وايي دى بې ګناه او دوسيې قضايي بنسټونو ته ولاړه نه شوه، خو له دې دندې ګوښه شو.
قوماندان ولي ورځپاڼې ته ويلي له دندې تر ګوښه کېدو وروسته يې له حکومت سره اړيکې پرېکړې . ده ويلي که څه هم چې د حکومت پر وړاندې يې جګړه نه کوله خو مرسته يې هم نه ورسره کوله.
عبدالولي د همدې مياشتو په لومړيو کې د دولت د مخالف په نوم د سولې له بهير سره يو ځاى شو او امتيازات يې تر لاسه کړل.
امين ولي.