
جهاد ډیر سپڅلی
کلمه ده ، د خپل ځانه دفاع ، د خپل ناموس نه دفاع ، د خپل دین او مذهب نه
دفاع او د خپل وطن نه دفاع دا ټول هغه څه دی ، چی موږ یی د یوی سپیڅلی
وجیبی سره تشبی کولی شو .
خو د افسوس
خبره دا ده ، چی اوس د جهاد کلمه برعکس د تعرف وړ ده ، د بل حق خوړل ، د بل وژل هغه هم په
ناروا ، د مکتب ، جومات ، پلونو او سړکونو
ویجاړول ، له خلکو څخه په زور د پیسو غوښتل ، د بی ګنا اولس قتل عام ، دا هغه عملونه دی چی د جهادیانو په
لاس د ورځی د دود په شکل ترسره کیږی .
دا نو ددی معنا
لری چی جهاد نن د مذهبی مافیا په لاس کی دی ، او همدارنګه دین او مذهب هم لکه
سیاست د انسانانو د خوراک وسیله ګرځیدلی ده ، دا چی په هیڅ دین او مذهب کی د انسان
وژل ، ورانۍ او ویجاړۍ روا نه دی ګڼل شوی
، خو د جهادی مافیایی نظریی په وسیله دا هر څه روا ګڼل کیږی ، دا نو د خدای یو بل
عذاب دی .
ښْکلی
افغانستان اوس وخت د عادی وګړی لپاره لکه د وحشی ځناورو ځنګل ګرځیدلی دی ، چی صرف
او صرف پکی زورور وحشی د ژوند حق لری .که څه هم تاریخی ناخوالو ته په
پام سره که وکتل شی ، نو روښانه او واضح ده ، چی سیاست او دین هر وخت د عادی انسان
لپاره ډیر دردونکی او مضر تمام شوی دی .
علت یی په
دواړو خواو کی د قدرت په ګدۍ ناستی ته وردنګل دی چی د مظلومو خلکو لپاره پکی رنګا
رنګی شکنجی او تکلیفونه رسیدلی دی .
مګر اوس وخت که
څه هم په پرمختللی هیوادونو کی د سیاست او دین تر منځ لږ څه جوړ جاړۍ راغلی دی ،
دا د هغه خلکو د علمی سویی لوړوالی او د
مشترکی ژبی پیداکولو برکت دی .
خو په علمی ،
اقتصادی ، سیاسی لحاظ وروسته پاتی هیوادونو کی اوس هم دی دین او سیاست ترمنځ د جګړی اور بل دی ، او بی
ګنا اولس یی خوراک دی .
افغانستان هم
هغه هیواد دی چی کلونه کلونه پکی دین او سیاست یو تر بله جنګ میدان ګرم ساتلی دی ،
مطلب می په دواړو خواو کی د قدرت او زور
پر سر معاملی ، قتل عام ، ورانۍ او ویجاړۍ روانی دی . مګر له دغو دوو څیزونو علاوه
ژوند هم ناممکن دی خو دوی هیڅکله هم د ورورګلوۍ او مشترکی ژبی په پیدا کولو فکر نه
دی کړی .
خو اوس ډیره د
بدبختی خبره دا ده چی په افغانستان کی د ظلم انتها تر هغه سرحده رسیدلی ده ، چی
معلومول یی یوه معما ګرځیدلی ده ، او خبره تر بل هر وخت مجهوله ده .
خودا جهادی ډلی
چی پرون یی ښکلی او سپیڅلی نوم درلود نن د یوی مافیا په رنګ کی میدان ته راوتلی ده
، چی له جامو یی د بیګنا اولس قتل عام ، ورانیو ، بربادیو ، شوکو ( غلاوو ) او
بدبختیو بد بوی راځی .
او د دوی د ظلم
څپه داسی اوج ته رسیدلی ده ، چی هیڅ وخت به د بښلو او هیرولو نه وی .
خو که دا جهادی
مافیایی ډلی یو ځل په خپل رتلونکی فکر وکړی نو دا به نه هیروی چی ( د ظالم خونه
په ظلم ورانیږی ) او دوی به هم د یوی داسی بلا خوراک کیږی چی نه به یی بیا
سر وی او نه بر .
خو د توبی ایستلو لپاره لا هم وخت شته او لا هم
ناوخته نه دی .
ستاسو د توبی په هیله