لا ويده يي

سره غرمه شوله جانانه لا ويده ييشولې پاته له کاروانه لا ويده ييمونږ يوې مړۍ ډوډۍ ته لا حيران يوخلک لاړل تر اسمانه لا ويده ييترقي ده د تعليم سره تړلېځان خبر کړه له جهانه لا ويده ييصرف په برخه زمونږ وينه تويدل ديژوند خو دا ندی جانانه لا ويده يي
څوبه خط د ډيورنډ زمونږ تر مينځ ويلر او بر افغانستانه لا ويده ييکړه د کنډو يتيمانو اوښکې پاکېای د سولې ډک بارانه لا ويده ييوران ويجاړ يي کړی لا هم په تا کې ګرځيخفه نه شې کا بل جانه لا ويده يي د حفيظ مليار په ژوند وطن ګلشن کړهزر شه پا څيږه ارمانه لا ويده يي