
شعر۰ رحمت زلمئ
ستادروښان مخ له خالونو څومره لرې یمــه
زه دقرآن له آیتونو څومره لــــرې یمــــــــه
مالاځان نه دئ پېژندلئ تابـــه څـــه پېژنـــم
زه دادراک له منزلونو څومــــره لرې یمه
تاوصل وبخښئ هغوته چي طلب کړې ته چا
زه ستا دوصل دیدنونو څومـــره لـــرې یمه
مادئ په شپوکې مزل کړئ پرزېدلئ خوژیم
زه له رڼا له څراغونو څومره لرې یــــــمه
ماپرکږه وږه اغزنـــه لارمــــــزل کړئ دئ
اې سترباغبانه له ګلونـــــو څومره لرې یمه
نوم مې رحمت دئ خو روان یم دغضب پر لاره
زه زلمئ ستا له رحمتــــــونو څومره لرې یمه
۰۰۰
رحمت زلمئ مندوخېل
پښتونخوا ژوب