جنرال عبدالرحیم وردګ سلب اعتماد د ولسي جرګې پرځای پرېکړه.

د روانې اونۍ (شنبې ورځ) (08/04/2012 نېټه) ولسي جرګې د هېواد کورنيو او دفاع وزارتونو وزیران استیضاح کړل، او بلاخره يې ترې د اعتماد رايې واخيستې، د ولسي جرګې لخوا شوې پرېکړه د ملت پرېکړه وه، او ورته ټول ملت د قدر په سترګه ګوري، دواړو وزیرانو هغه څه ورېبل چې کرلې يې و، هر وزیر خپل خپل شاليد لري، خو زه به نن د دفاع وزارت پخواني وزیر ښاغلي جنرال عبدالرحیم وردګ د ژوند په اړه لنډ معلومات وړاندې کړم.
جنرال عبدالرحیم وردګ د مرحوم داودخان د واکمنۍ په دوران کې د ملي اردو صاحب منصب و، له هغه وروسته امريکا ته ولاړ او کله چې د جهاد دوران شروع شو، له امریکا څخه راستون او د افغانستان ملي اسلامي محاذ د ګوند نظامي چارې يې پرمخ وړې، د شهيداستادرباني د حکومت پرمهال يې د احمدشاه مسعود سره په دفاع وزارت کې دنده ترسره کوله، د ښاغلي کرزي د دروان په پيل کې له مارشال محمدقسیم فهیم سره چې د دفاع وزیر و دنده ترسره کړه، او له هغه وروسته د فاع چارو وزیر وټاکل شو، ښاغلي وردګ تر دې مهاله زيات شمېر خارجي سفرونه کړي، د ښاغلي کرزي سره یې د اوسني حکمرانۍ ترمخه هم ښې اړيکې درلودلې، د جهاد او مقاومت د سنګر پياوړو جهاديانو ملاتړ يې هم له ځانه سره درلود، خو متاسفانه چې ده، پدې  ملاتړۍ تکيه ونکړه او همېشه يې د خپل څوکۍ د ساتلو لپاره له نورو سره معاملې کولې او يا هم پر داسې کارونو سترګې پټولې چې د پښتون قوم سره لویه جفا ګڼل کیدای شي.
د جنرال عبدالرحیم وردګ په دروان کې په سلګونو قومي مشرانو، ديني عالمانو او پياوړو خلکو ته د ملي امنيت عمومي رياست چې هغه وخت امرالله صالح د واک پر ګدۍ ناست و جوړې شوې، د زندان تورو تمبو ته ولاړل، ترور شول او له منځه ولاړل خو متاسفانه چې د دومره هم ونه ویل چې ولې د دوی ګناه څه ده؟ ولې دوی د داسې يوې دسيسې ښکارکېږي، چې هېڅ راز حقيقت ونلري؟ ولې زموږ له پښتون ميشته او جنګځپلي هېوادوالو سره داسې چلند کېږي؟ نه يې تر دې دمه د امنيت او نه په وزیرانو شورا کې دا خبره مطرح کړې وه، او نه يې د ملي امنيت له عمومي رئیس سره شريکه کړې وه، چې دوی ته ولې داسې دسيسې جوړېږي؟ پښتانه خو له يوې خوا د وسلوالو طالبانو له ظلمونو نه دي خلاص، هغوی یې هره ورځ په مختلفو نومونو تروروي، له بل پلوه د همدې ناامنۍ له وجهې تقريباً ټول ښوونځي تړل شوي، د سواد له ډېر عظيم نعمت څخه بې برخې پاتې دي، چې دا چاره خپله د پښتون قوم د تورې آيندې ښکارندوينه کوي او د ټولو چارو پرسر بيا د همدوی له لاسه دومره وکړېدل چې هېڅ د هيرولو ندي، د ملي اردو ځواکونو لخوا چې هر کله په کورونو او کلو عمليات شوي، د ځاني تلفاتو ترڅنګ يې ډېر شمېر مالي تلفات هم ليدلي دي، خو ښاغلي وردګ پرې سر هم نه دی ګرولی.
دا، چې ښاغلی وردګ له نړيوال، ملي او جهادي ملاتړۍ څخه برخمن و، په همدې دليل ورته ډېر هېوادوال هم خوشبينه وه، چې ګواکې دی به وتوانېږي، چې يو منظمه اردو جوړه کړي، دی به وتوانېږي، چې اردو په نظامي، تشکيلاتي، تعميراتي، اکمال او تجهيز کړي، خو بيا هم متاسفانه چې داسې يې ونه شوکړای، نه يې د اردو نظامي، تشکيلاتي، تعميراتي لحاظ قوي کړه بلکه د اکمال، تجهیز او مهاربې له پلوه هم له ستونزو سره مخ وه، د ښاغلي وردګ مشرتوب ونشو کولای، چې د ملي اردو په صفوفو کې نظم، دسپلین راولي، هغه اوامر او احکام تطبيق کړي، چې د دې لخوا صادر شوي وه، د ملي اردو قولي اردو او لواوو کې اوس هم د ده لخوا صادر شوي احکام او اوامر په الماريو کې پراته دي، چا يې مخ هم ندی ليدلی، د ملي اردو په صفوفو کې داسې اشخاصو هم ځای کړی، چې په هېڅ ډول نه غواړي په هېواد کې نظم او آرامي راشي، چې اصلي مثالونه یې د پکتيا او کندهار يادولی شو، په پکتيا کې د قول اردو د پخواني قومندان او والي ترمنځ لوی واټن موجود وه، د کندهار په ولايت کې بيا د قول اردو د قومندان، ولايتي شورا رئيس او د والي ترمنځ لوی واټن پيدا شوی و، که څه هم دا بربنډې خبرې وې، خو تر اوسه پرې ښاغلي وردګ کوم عملي قدم وانخيست، د ملي اردو د منسوبینو د نه همغږۍ او په وظيفو کې خودسرۍ د ولس او اردو ترمنځ واټن زيات کړی وه.
په يو شمېر ولایاتو او په ځانګړي ډول په پښتون مېشته ولایاتو کې، چې د امنيتي ګواښونو له وجهې لويې او بنسټيزې پروژې له سقوط سره مخ دي، دا هم د ده او یا هم د ملي اردو ځواکونو د نه پاملرنې وجه ده، ملي اردو هېڅکله هم زموږ په پښتونمېشه ولایاتو کې د بنسټيزوپروژو د تطبیق لپاره کوم طرحه نده وړاندې کړې او نه يې د داسې پروژو د امنیت ساتلو ژمنې کړي، دا چې اوس نړيوالې ټولنې هم پر افغانستان خپل کومکونه په ځانګړي ډول د بيارغاونې په برخه کې پای ته رسولې فکر نه کېږي، چې بیا دې داسې لويې پروژو تر کار لاندې ونیول شي، چې د زياتو ګټو ترڅنګ په کې زيات شمېر هېوادوال په کار بوخت وي.
د ملي اردو په صفوفو کې اوس هم اداري فساد اوج ته رسیدلې، که څه هم ښاغلي وردګ ملي شورا ته وويل چې هر څوک که داسې کوم سند په لاس ولري، چې دی د شهيدسردار محمدداودخان په روغتون او يا هم په لوژستيکي قراردادونو کې لاسوهنه کوي دی حاضر دی، چې د دوی لخوا ټاکل کېدونکي سزا ته غاړه کېږدي، پخواني وزیرصاحب پرځای خبره کړې، دا خپله په قراردادونو کې لاس نلري خو د ده ځوی بيا دا کارونه مخ ته وړي، او دا خبرې اوس د پټېدلو ندي، ځکه اوس هېوادوال وېښ شوي دوی په هر څه پوهېدلې دي، دوی خپل عزت هم پيژني او د بل عزت ته هم درناوی کوي.
سره لدې چې د دفاع وزارت پخوانی وزیر په خپلو دندو کې پاتې راغلی وه، د خپلې څوکۍ د ساتلو لپاره يې د هرې معاملې ښکار شوی، د ده په دروان کې پښتانه او سيمې يې تر بل هر وخت زيات نا امنه شوې، کنړ نورستان او يو شمېر نور ولایاتونه د بربنډ تيرې لاندې نیول شوي وه، خو ده هېڅ هم و نکړه، وزیرصاحب په خپلو خبرو کې هر وخت دا ویل چې (زما اردو) وزیرصاحب! دا ستا اردو نه وه دا د ملت اردو ده، ځکه چې د ملت بچي پکې دي، مګر ستا د بې کفايتۍ له وجهې  يې د ملت سره واټن پيدا کړی وه، د وزیرصاحب د دوران په وخت کې په سلګونه قومي مشران ترور شوي خو دی چپه خوله ناست او په هر څه يې ځان تېر راوړه، خو بالاخره د ملت د استازو لخوا ورته ځواب وويل شو، وزیر صاحب او هر بل پښتون چارواکی بايد په غور واوري چې څوکۍ او مقام هر وخت نه وي، که نن پرې ته د خدمت کولو په موخه کېناستې سبا د بل ده، مګر همېشه به هغه څوک کامياب وي، چې د ملت اواز اوري، د ملت د درد درمان وي او هغه څوک به خپله دنده له ډېرې رسواۍ بعد له لاسه ورکوي، چې ځان پښتون هم ګڼي مګر د پښتنو پرلار نه ځي.
م. عابد