ولسمشر کرزي ته د فاسدو لوړپوړو چارواکو ليست

 
د شیکاګو او د توکیو د کنفرانسونو څخه وروسته جناب کرزی صاحب تاسی د فساد پر ضد د مبارزی آواز په لوړغږ اوچت کړ او خلکو ته د وعده ورکړه چه نوره د مصلحتونو لاره پریږدم او د فساد پر ضد په مبارزه کی د جدیت څخه کار اخلم.
محترم کرزی صاحب:
مونږ تاسی ته وایو چه راشه اول د فساد سره مبارزه د خپل ارګ نه یی شوروع کړه، د خپل نغري نه یی شوروع کړه، د خپل ځان نه یی شوروع کړه، د خپل معاونانو نه یی شوروع کړه، د خپلی کابینی نه یی شوروع کړه او بلاخره دخپلو والیانو نه یی شوروع کړه.
نن ورځ په فساد کی غرق  لوړپوړی چارواکی هر افغان ته معلوم دي او هر یوه یی دوسیه په څارنوالۍ کی لري.
څارنوالانو او پولیسو خوارانو خو خپلی هلی ځلی تر څارنوالۍ او محکمی رسولي دي، خو دا چه بیا تاسی جناب او یا بل لوړ پوړی قدرتمند سړی مداخلی پکی کړي دي او دوسیی مو ارشیف ته سپارلي دی هغه بیلی خبری دي.
جناب کرزی صاحب:
د افغانستان ملت د ستاسی د فساد پر ضد مبارزه کی بی باوره دی او دا فکر لري چه هسی دا یو تبلیغاتي شعار دی او بیا به د ستاسی مصلحتونه وي.
که ریښتینی مبارزه د فساد پر ضد غواړی نو دغه لیست چه د امریکی له سفارته په لاس راغلی دی او د امریکی د دیپلومات له قوله چه ۸۰٪ ددغه لیست دوسیی په لویه څارنوالۍ کی پرتی دي، نو په دی ملت رحم وکړه او په دوی د جدی اقدام کولو حکم صادر کړه.
وکیلان د هم باید په آرامه نه کښیني او لکه وزیر د داخله او وزیر د دفاع یی را کش کړل، نو داسی نور مقامات د هم محاسبی ته را کش کړی.
ملت د هم په آرامه نه کښینی او په خپلو وکیلانو د فشار راوړی چه بلاخره په دولت فشار راشی چه تر څو دغه مجرمین محاکمه شي. اخبارونه، انټرنیت پاڼی او تلویزیونی میډیا د هم په آرامه نه کښینی او د فساد پر ضد د مبارزی غږ د باید اوچت کړي او اوچت یی وساتي.
جناب کرزی صاحب، که بیا هم ناخبره یی نو یو ځل بیا دغه لیست چه د امریکی له سفارته په لاس راغلی ستاسی په وړاندی ږدم. او د افغانستان د ملت د صبر کاسه نوره ډکه شوی ده او له تاسی محترم جناب نه جدي اقدامات غواړي.


  د افغانستان په فساد کی ککړو لوړ پوړه چارواکو لست، د امریکی سفارت
       
           
د جرم دوسیه
نوم
وظیفه
د جرم تاریخ
محل د جرم او اصلی قضیه
د جرم نغدی اندازه
فساد
جمال ناصر نورزی
ریس سابق افغان تیلیکام فعلا ریس نوی دنیا تیلیکام
۲۰۰۶
کابل، فساد په قراردادونو کی
۶۰۰۰۰۰ شپږ لکه امریکایی ډالره
فساد
امین الله امرخیل
د کابل د هوایی ډګر پخوانی قومندان
۲۰۰۵
کابل، قاچاق او رشوت
۵۰۰۰۰۰ پنځه لکه ډالره
فساد
فیضان الله فیضان
د غزني پخوانی والي
۲۰۰۷
غزني، د ځمکو غصب او اختلاس
په ملیونهاو افغانۍ
فساد
مجددی
د هرات پخوانی ښاروال
۲۰۰۶
هرات، اختلاس
په ملیونهاو افغانۍ
فساد
سخي نورزاد
د کابل پخوانی ښاروال
۲۰۰۶
کابل، رشوت او د ځمکو ویش پر دوستانو
ټول په ملیونو ډالر
فساد
ډاکتر احمدزی
ریس سابقه
۲۰۰۷
رشوت
۷۰۰۰۰ اویا زره ډالره
فساد
ریس
د کلیو او پراختیا په وزارت کی سابقه ریس
۲۰۰۷
کابل، رشوت، د پروژو ناقصه تطبیق
۳۵۰۰۰۰ دری لکه او پنځوس زره ډالره
فساد
د کابل د ترافیکو مدیر
د کابل د ترافیکو سابقه مدیر
۲۰۰۶
کابل، رشوت
۱۸۲۰۰۰ یو لک او دوه آتیا زره ډالره
فساد
عنایت الله قاسمي
د ترانسپورت سابقه وزیر
۲۰۰۳
کابل، د میدان هوایی بریکیورمینت کی غلا
۱۰۰۰۰۰۰۰ لس ملیونه ډالره
فساد
نادر آتش
د اریانا افغان هوایی شرکت سابقه ریس
۲۰۰۵
کابل، داریانا افغان هوایی شرکت څخه غلا
۳۵۰۰۰۰۰ دری نیم ملیونه ډالره
د دولتی ځمکو غصب
مارشال قسیم فهیم
معاون اول ریس جمهور
۲۰۰۱ -۲۰۰۴
کابل، د کابل شاوخوا دولتی ځمکو غصب
بی شماره بی حده زیات
د عوامو قتل
جنرال جرایت
د داخله وزارت سابقه جنرال
څلور کاله د جنرالۍ په وخت کی
کابل او شاوخوخوا د عوامو قتل
بی شماره زیات
د دولتی ځمکو غصب
عبدالجبار ثابت
پخوانی لوی څارنوال
۲۰۰۵
کابل، د شیر پور د ځمکی غصب
۲۰۰۰۰۰ دوه لکه ډالره
د دولتی ځمکو غصب
عطا محمد نور
د بلخ والي
د کله نه چه والي دی
بلخ، دولتی ځمکو غصب او فساد او قتل
مختلف بی حده زیات
د دولتی ځمکو غصب
شمسالدین الماس
د پارلمان غړی
    ارقام دقیق پر لاس نشته
د پولیسو خال سلاح کول
امان الله ګذر
د پولیسو سابقه قومندان
۲۰۰۶
کابل، شکنجی او خالی سلاح کول د پولیسو
دقیق ارقام نشته، خو دولت ته تاوان
نژادی توپیر پرست
ډاکتر اعظم دادفر
د عالي تحصیلاتو وزیر
د کله نه چه وزیر دی
کابل، د یوه قوم اشخاصو ته بورسونه ورکول
نژاد پرسته او نورو قومونو ته خساره
د دولتی ځمکو غصب
سید حسین انوري
د هرات والی
د کله نه چه والي دی
هرات، د دولتي ځمکو غصب
بی حده زیات
فساد
محمد عاصم
د مخابراتو وزارت سابقه معین اداري
۲۰۰۴-۲۰۰۴
کابل، د وزارت په پریکیورمینت کی غلا
۲۳۰۰۰۰ دوه لکه دیرش زره ډالره
فساد
احمد ضیا مسعود
سابق معاون اول ریس جمهور
۲۰۰۵
کابل، د ملی فایبر پروژی قرارداد کی رشوت
۱،۵۰۰۰۰۰ یو نیم ملیونه ډالره
فساد
انجنیر بریالی حسام
د مخابراتو وزارت برحال معین اداري
۲۰۰۵
کابل، د ملی فایبر پروژی قرارداد کی رشوت
۲۰۰۰۰۰ دوه لکه ډالره
فساد
انجنیر بریالی حسام
د مخابراتو وزارت برحال معین اداري
۲۰۰۵
کابل، سی سی این پروژی قراردات کی رشوت
۲۰۰۰۰۰ دوه لکه ډالره
فساد
نعمت الله شهراني
د حج او اوقافو سابق وزیر
۲۰۰۶ د حج وخت
کابل، د حاجیانو د خج په مراسمو کی غلا
بی شماره ملیونه ډالری
فسا




ډالره
فساد





فساد
محمود کرزی
د ریس جمهور ورور
د ۲۰۰۲ کال را په دیخوا
بی شماره پروژی، ایتصالات، د کنړ ځنګلونه، کابل بنک
بی حده زیات ملیونونه ډالره
فساد
قیوم کرزی
د ریس جمهور ورور
د ۲۰۰۲ کال را په دیخوا
د لوړ پوړو چارواکو ګمارل او مقابل کی رشوت
بی حده زیات ملیونونه ډالره
فساد
احمد ولي کرزی
د ریس جمهور ورور
د ۲۰۰۲ کال را په دیخوا
مخدره توکو قاچاق اوچارواکو ګمارل په مقابل کی رشوت
بی حده زیات ملیونونه ډالره
فساد
ښاغلی وردګ
د برحال دفاع د وزیر ځوی
د ۲۰۰۲ کال را په دیخوا
امنیتی او نطامی پروژی د پلار په زور اخیستل او نه تکمیل
۳۷۰۰۰۰۰۰۰ دری سوه اویا ملیونه ډالره
د دولتی ځمکو غصب
ښاغلی خلیلی
د معاون دوم ریس جمهور ورور
۲۰۰۵ را په دیخوا
کابل، شاوخوا دولتي ځمکو غصب
بی شماره، بی حده زیات ملیونه ډالره
د دولتی ځمکو غصب
حاجی حضرت علي
د پارلمان غړی
۲۰۰۷
ننګرهار، د قول اردو د ځمکی غصب او خرڅول
بی شماره ملیونه ډالری
فساد اداري
ډاکتر عبدالله عبدالله
سابقه وزیر خارجه
۲۰۰۲ را په دیخوا
کابل، موقف نه استعفاده. ټول کلیوال په لوړو پوستونو ګمارل
اخلاقی فساد، نور قومونه خساره مند کیدل
فساد
احسان الله بیات
د افغان بیسیم شرکت مالک او د مشرانو جرګی غړی
د ۲۰۰۲ کال را په دیخوا
ټول افغانستان، ۲۰٪ د دولت سهم نه ورکوي او رشوت ورکوی
هر کال شل ملیونه ډالره دولت خساره مند






فساد
ګلاغا شیرزی
د ننګرهار والي
کله نه چه والی دی
ننګرهار، پروژی بی شفافیت او د باز سازۍ په نوم پاټک
بی شماره، بی حده زیات ملیونه ډالره
فساد
ظاهر قدیر
د پارلمان غړی
۲۰۰۲- ۲۰۰۹
دولتی موټرو کی مواد مخدر انتقال
میلیونه ډالر
اخلاقی فساد
عبدالرشید دوستم
چیف آف سټاف
برحال
کابل، اکبر بای د ترکمنو مشر شکنجه کول او شرمول
اخلاقی فساد، د موقف نه استعفاده
د ځمکو غصب او قتلونه
اسماعیل خان
د بریښنا وزیر
برحال
هرات، په زرها جریبه ځمکی غصب او مرموز قتلونه
ملیونونه ډالر، د یو قوم سره عقده



امین الله ساحل
د کابل د کارته نو اوسیدونکی