دپاکستاني استخباراتو نوی مشر دواشنګټن لپاره معما ده

 دپاکستان داستخباراتو نوې مشر ظهیر الاسلام ، چې په رسمي توګه دلومړي ځل لپاره له واشنګټن څخه لیدنه کوي ډېر مرموز او پیچلې انسان دی . دنوموړيله شخصي بیوګرافي وراخوا خپله امریکايي چارواکي وايي موږ دظهیر الاسلام
په اړه ډېر لږ څه پيژنو نوموړی د دنګ قد لري او دخپل عمر په شپږمه لسیزېته رسیدلې دی پردې سربېره لږ خبرې او ډیر سوچ کوي او سپورت سره لېوالتیالري .
خپله دظهیر الاسلام له خولې ،چې یو چارواکي ته یې ویلي و ، چې داولمیکلوبو دنندارې په موخه په 1984 ز کې لاس انجلس ته تللې و . بیا یوه لسیزهوروسته ظهیر الاسلام متحده ایالاتو ته ولاړ ، خو دا ځل دنظامي زده کړوپه موخه نوموړي هغه مهال په کرکټ کې خپله وړتیا روزله ،چې په سیمه ییزه کچه په بیسبول امریکايي لوبه کې ونډه واخلي . یو امریکايي چارواکي دخپل نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي ، ځکه ، چې دا دده او ظهیر ترمنځ درازخبره وه ته وا ،چې موږ ته وايي : وګورې ! کولای شم ،چې ستاسې په خپلهلوبه کې لاسبری شم . له دې هر څه سره بیا هم ګرانه وه ،چې ظهیرالاسلام له امریکایانوسره دګډ کار لپاره زمینه برابره کړي ځکه متحده ایالات په ټوله مانا اوس پر پاکستاني استخباراتو باور نه کوي .دپاکستان او امریکا داستخباراتو ترمنځ تېرکال وروسته له هغې اړیکې کاواکه شوې ،چې یو شمیر جنجالي پېښې رامنځته شوې دبېلګه په توګه : پهایبټ اباد کې دالقاعدې دمشر وژل ، دامریکايي استخباراتو دایجنټ ریمون ډیوس لخوا په لاهور کې ددوو پاکستانیانو وژل ، پردې سربېره امریکاپر ISI تور لګوي ،چې بنسټپال او ترهګر روزي او ځای ورکوي . امریکايي او پاکستاني چارواکي وايي :پټرایوس او ظهیر الاسلام به داړیکو درغولو سربېره له ترهګرۍ سره دمبارزې په برخه کې دګډې همکارۍ په اړه خبرې وکړي . دولسمشر باراک اوباما په اداره کې لوړپوړی چارواکي وايي : پټرایوس به هڅه وکړي ،چې له ظهیر الاسلام سره اړیکې جوړې کړې ، موږ باید کار وکړو او له ستونزو تېر شو . کله ، چې دظهیرالاسلام نوم په هغو مقالو کې راڅرګند شو ،چې په دودیزه توګه دپیاوړو جنرالانو په اړه وي نوموړي پریکړه وکړه ،چې له رسنیو څخه ځان ګوښه کړي او دا دده خپله خوښه وه .
له تېرو دولسو میاشتوراهسې ISI ،چې دپاکستاني پوځ پیاوړې وسیله ده له ناعادي کاواکۍ او ستونزو سره مخ شوې ده . په ایبټ اباد کې دبن لادن پر استوګنځای امریکايي برید د ولس او پوځ پر وړاندې دisi هیبت یو څه پیکه کړ پردې سربېره پر ISI هغه مهال نیوکې ډیرې او وغندل شوه ،چې کله پرې دخبریال سلیم شیرزاد دترور تور پورې شو . له سیاسي پلوه ظهیر الاسلام اواحمد شجاع پاشا په یوې سیاسي پېښه کې ښکیل دي دوی دواړو غوښتل ، چې دولسمشراصف علي زرداري حکومت ړنګ کړي . دپاکستان سترې محکمې د ISI په اړه یو شمېر پوښتنې راپورته کړې دي لکه له محکمې له حکم پرته صحرايي اعدامونه ،دتیرې پیړۍ په نویمونو کلونو کې په ټاکنو کې پر درغلۍ دمیلونو ډالرو لګول . دسټراتور دڅیړنیزې ډلې کارپوه کامران بخاري وايي : (دisi دمشرپه توګه دظهیر الاسلام له ټاکنو سره جوخت دنیوکو یوه څپه راپورته شوه دا بیا منطقي ده ،چې سړی ځان ګوښه کړي هر څه له سره وارزوي ،چې وګوري چارې پر کوم لورې روانې دي ) . احمدشجاع پاشابیا داسې نه و نوموړي تېره ژبه درلوده ، ځینې وخت به هیجاني شو او دنورومو دومره پروایې نه کوله او ظهیر بیا دومره دڅرګندیدو په کېسه کې نه دی . دامریکايي استخباراتو یو مامور وايي : (ظهیر ارام دی ) ، خو احمدشجاع پاشا په پاکستان کې دisi پر عملیاتو کنترول نه درلود یوبل امریکايي چارواکی بیا وايي : پاکستاني استخبارات له خپلو امریکايي سیالانو سره له دښمنۍ ډک چلند کوي ډیری وخت ورته ویزې نه ورکوي او هغه پاکستانیان ، چې په سفارت او امریکايي قونسلګریو کې دندې لري له ګواښ سره مخ دي ، ځورول کیږي دتالاشۍ لپاره ترې جامې ویستل کیږي ، داونیو لپاره زندان ته لیږدول کیږي دا امریکايي چارواکی زیاتوي ( دوی کټ مټ هغسې کوي لکه څرنګه ،چې مسکو یې له امریکایانو سره کوي ISI داسې ده لکه کټ مټ KGB ) .
په ISI کې یو لوړپوړي چارواکي ټوله پړه پر CIA ورواچوله دې زیاتوي دا اړیکې پخوا ډیرې پیاوړې وې ، خو دامریکایانو دتکبر له کبله کاواکه شوې . د2011 ز په جنورۍ کې د ډیویس په اړه دراپورته شوې جنجال پر مهال احمدشجاع پاشا په غوسه و ، ځکه دcia مشر لیون پنیټا ورته ویلي و ،چې ډیوس له موږ سره کار نه کوي ، تېر دوبی په پاکستان کې دامریکایي
استخباراتو رییس خپله دنده پرېښوده دپاشا او ددې ترمنځ اړیکې بیخي خرابه وې . دisi یو چارواکی وايي : ظهیر الاسلام به په واشنګټن کې هڅه وکړي ،چې امریکایان دېته رامات کړي ،چې دبې پیلوټه الوتکو بریدونه بند کړي او ددې پر ځای دې امریکا دپاکستان له هوايي ځواک سره مرسته وکړي ،چې دا چاره په خپله ترسره کړي دا داسې یو وړاندیز دی ،چې یو امریکايي چارواکی یې په اړه وايي : دا سر له اوسه ناکامه هڅه ده . ددې ترڅنګ به ظهیر الاسلام له متحده ایالاتو وغواړي ،چې دهغو جنګیالیو مخه ونیسي ،چې په افغانستان کې مرکزونه لري او د ډیورنډ کرښې څخه دپاکستان ترکنترول لاندې سیمو ته را اوړي دې موضوع پاکستان دومره اندېښمن کړې دی ،چې تېره اونۍ دسفیرې شیري رحمن او داوباما دادارې دیو لوړپوړي مسوول ترمنځ پرې ناندرې ووهل شوې . ظهیر الاسلام له یوې پیاوړې او مشهورې نظامي کورنۍ سره اړیکې لري او ډیری شنونکي وايي : ظهیر دجنرال اشفاق کیاني ځایناستی دی نوموړی د2013 ز په پای کې تقاعد اخلي . ظهیر له هغې کورنۍ سره تړاو لري ،چې په پنجاب کې دپوځ دستنې بڼه لري پلار او دوه ورورنو یې په پوځ کې دنده ترسره کړې ده ، دوه ترونه یې داسې مهال تقاعد شوې دي ،چې جنرالۍ ته رسیدلي وو . ظهیر الاسلام دڅارګرۍ په برخه کې پراخه تجربه لري نوموړی پخوا له دې د2008-2010 ز دهغې څانګې مشر و ،چې په پاکستان کې یې کورنی امنیت څاره . امریکایان بیا دافغانستان په برخه کې دجنرال ظهیر الاسلام د دریځ په اړه هیڅ نه پوهیږي اوس ، چې امریکایانو پریکړه کړې ده ،چې د2014 ز تر پایه له 100,000 زیات سرتیري وباسي دا مهال نو دپاکستان مرسته ډیره اړینه ده ،چې دجنګیالیو په ځپنه کې مرسته وکړي ، خو له بل اړخه امریکايي چارواکي دISI او حقاني شبکې ترمنځ اړیکو سخت اندېښمن کړې دي له دې ډلې
سره په احتمالي خبرو کې دپاکستان رول له خپل ارزښته برخمن دی ، خو اوسمهال دظهیر الاسلام دنده پر ختیځ اړخ راغونډه ده په بله مانا دپاکستان د دودیز دښمن څارنه ده . وړاندې له د ،چې ظهیر الاسلام دپاکستان داستخباراتو مشر شي نوموړي په کشمیر کې جنګیدلې دی ، دکراچۍ دقول اردو مشر و یو امریکايي چارواکی وايي : ( له دې سړی سره ډیر کارونه تړاو لري ، خو موږ یې په اړه ډېر څه نه پیژنو ) .